شهباز شریف د ایران له ولسمشر سره د سيمې د بدلېدونکي حالت په اړه ټېلیفوني خبرې وکړې

د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف په خپله اېکسپاڼه ویلي، چې د شنبې په ماښام (د غويي ۵مه) يې د ايران له ولسمشر مسعود پزشکيان سره د «سيمې د بدلېدونکي حالت» په اړه رغنده ټېليفوني خبرې کړې دي.
هغه په دې ټېلیفوني خبرو کې د «ايران له دوامداره تعامل» او اسلاماباد ته د دغه هېواد د بهرنيو چارو د وزير عباس عراقچي د سفر هرکلی او ترې مننه یې کړې ده.
د پاکستان لومړي وزير زياته کړې: «ما يو ځل بيا ټينګار وکړ، چې پاکستان د خپلو ملګرو او شريکانو په ملاتړ ژمن دی، چې د يوه صادق او مخلص اسانتيا برابروونکي په توګه عمل وکړي او په نه ستړې کېدونکې توګه به د سيمې د تلپاتې سولې او اوږدمهاله ثبات لپاره هڅې کوي».
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اسلاماباد ته د خپلو استازو سفر لغوه کړی او ویلي یې دي، چې واشنګټن «ټول اهرمونه په واک کې لري» او ایران هېڅ اهرم په لاس کې نهلري. هغه وویل: «که دوی [ایران] غواړي خبرې وکړي، یوازنی کار چې باید یې وکړي دا دی چې زنګ ووهي».
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له پاکستان څخه عُمان ته له رسېدو مخکې بیا ویلي، پاکستان ته یې د خپل سفر په ترڅ کې د ایران پر وړاندې د جګړې د دایمي پای ته رسولو لپاره د یوې عملي او د پلي کېدو وړ چوکاټ په اړه د اسلامي جمهوري دولت دریځ تشرېح کړی دی.
