• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وایي، پکتیکا کې یې په لویه کچه د غاټول ګل د طبعي بوټو د قاچاق مخه نیولی

۵ غویی ۱۴۰۵ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۶، ۰۴:۴۸ GMT+۱

د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي چې د پکتیکا ولایت په مټاخان ولسوالۍ کې د کرنې ریاست او امنیه قومندانۍ په ګډو عملیاتو کې د غاټولي ګل (لیونۍ بنګه) د ناقانونه راټولولو او قاچاق مخه نیول شوې ده.

د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پکتیکا ولایت د مټاخان ولسوالۍ په سیمه کې د کرنې ریاست او ځايي امنیه قومندانۍ ګډو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ۷۷ کیلوګرامه د غاټولي ګل (لیونۍ بنګه) په نوم طبیعي بوټی کشف او ضبط کړی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې یاد بوټی د ناقانونه راټولولو او قاچاق لپاره چمتو شوی و.

مسوولین ټینګار کوي چې د طبیعي سرچینو د غیرقانوني راټولولو او قاچاق پر وړاندې به جدي قانوني اقدامات دوام ولري او هېچا ته به اجازه ورنه کړل شي چې له طبیعي شتمنیو ناسمه ګټه پورته کړي.

یاد وزارت ندي ویلي چې ددغه بوټو توخم کوم هېواد ته قاچاق کیده او تړاو یې څوک نیول شوي او کنه.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

امریکایي اداره: په جنسي جرمونو محکوم افغان وګړی د کاناډا پولې ته نږدې نیول شوی

۴

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۵

د کابل او اسلام‌اباد پلاوي د استانبول په غونډه کې «ښو پایلو» ته رسېدلي

•
•
•

نور کیسې

د بشري حقونو فعالانو افغانستان کې د جنسیتي اپارتاید د جرم ګڼلو لپاره شبکه جوړه کړه

۵ غویی ۱۴۰۵ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۶، ۰۴:۲۳ GMT+۱
د بشري حقونو فعالانو افغانستان کې د جنسیتي اپارتاید د جرم ګڼلو لپاره شبکه جوړه کړه
100%

د افغانستان او نړۍ د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو او د بشري حقونو مدافعانو د کاناډا ټورنټو ښار کې «په افغانستان کې د جنسیتي اپارتاید پر ضد د مبارزې شبکه» جوړه کړه. د شبکې فعالان وایي، هدف یې د جنسیتي اپارتاید د رسمي پېژندنې او جرم ګڼلو لپاره مبارزه ده.

د دوی په وینا، سره له دې چې د افغانستان د ښځو وضعیت ته نړیواله پاملرنه زیاته شوې، خو جنسیتي اپارتاید لا هم په نړیوالو حقونو کې د یوه خپلواک جرم په توګه نه دی پېژندل شوی. د شبکې غړي ټینګار کوي چې دغه حقوقي تشه لامل شوې چې د جنسیت پر بنسټ جوړ تبعیضي سیستمونه پرته له اغېزمن حساب ورکولو خپلو تګلارو ته دوام ورکړي.

په هغه اعلامیه کې چې د دې بنسټ له لوري خپره شوې، ویل شوي چې د دې ډول تبعیض قربانیان د روښانه حقوقي تعریف د نشتوالي له امله عدالت ته له ریښتیني لاسرسي بې برخې پاتې کېږي.

دا شبکه داسې مهال رامنځته شوې چې د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه د بشریت پر ضد د جرمونو مخنیوي او مجازاتو د کنوانسیون مسوده ارزوي.

د «نګا» یا «د جنسیتي اپارتاید پر ضد د مبارزې شبکې» مسوولین وايي چې د دې شبکې جوړېدل د افغانستان دننه او په جلاوطنۍ کې د ښځو د حقونو د فعالانو تر منځ د څه باندې دوو کلونو خبرو اترو پایله ده.

په اعلامیه کې راغلي چې دا شبکه لا هم د افغانستان دننه له ښځو او د مدني ټولنې له فعالانو سره دوامداره اړیکه او همکاري لري.

طالبانو د خپل بیا واکمنېدو راهیسې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې پراخ محدودیتونه لګولي دي.

د دې شبکې غړي وايي چې د بشریت پر ضد د جرمونو په کنوانسیون کې د جنسیتي اپارتاید څرګند پېژندل کېدای شي د معافیت د کلتور د پای ته رسولو لپاره یو مهم ګام وي.

دې بنسټ له ملګرو ملتونو، دولتونو، د بشري حقونو له بنسټونو او مدني ټولنو غوښتي چې له سمبولیکو غندنو څخه هاخوا عملي ګامونه پورته کړي.

ملګري ملتونه: نړۍ کې د ملاریا پېښې زیاتې شوي؛ افغانستان هم د ګواښ له لوړو هېوادونو دی

۵ غویی ۱۴۰۵ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۶، ۰۳:۴۹ GMT+۱
ملګري ملتونه: نړۍ کې د ملاریا پېښې زیاتې شوي؛ افغانستان هم د ګواښ له لوړو هېوادونو دی
100%

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان د ۲۰۲۵ راپور ښيي چې په ۲۰۲۴ کال کې په نړۍ کې د ملاریا شاوخوا ۲۸۲ میلیونه پېښې او ۶۱۰ زره مړینې ثبت شوې دي، حال دا چې افغانستان کې هم سلګونه زره کسان هر کال په دې ناروغۍ اخته کېږي او دا هېواد لا هم د لوړ خطر په کتار کې پاتې دی.

د روغتیا نړیوال سازمان د ملاریا د نړیوالې ورځې په اړه په خپور کړي راپور کې ویلي، که څه هم په تېرو دوو لسیزو کې د ملاریا پر وړاندې د مبارزې په برخه کې پرمختګ شوی او د ۲۰۰۰ کال راهیسې شاوخوا ۲،۳ میلیارده پېښې او ۱۴ میلیونه مړینې مخنیوی شوې دي، خو تازه شمېرې ښيي چې پرمختګ ټکنی شوی او حتی د مړینو کچه یو څه لوړه شوې ده.

د راپور له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې ۳۷ هېوادونو له زرو کمې پېښې ثبت کړې او ۴۷ هېوادونه له ملاریا پاک اعلان شوي، خو لا هم دا ناروغي په ګڼو هېوادونو کې جدي ګواښ ګڼل کېږي.

د سازمان عمومي مشر ډاکټر تدروس ادهانوم غبریسوس، د ملاریا نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي: «اوس موږ د ملاریا د پای ته رسولو لپاره بې‌ساری فرصت لرو، خو باید همدا اوس اقدام وکړو او دا فرصت له لاسه ورنه کړو.»

هغه زیاته کړې چې نوي واکسینونه، درملنې، پرمختللې جالۍ او نوې ټکنالوژۍ، لکه د ماشو جنیټیک بدلون د دې امکان رامنځته کړی چې «په خپل ژوند کې د ملاریا ختمېدل یو واقعي هدف وګرځي.»

راپور خبرداری ورکوي چې د درملو پر وړاندې مقاومت، د حشره‌وژونکو کمزوری اغېز، د تشخیص ستونزې، او د اقلیم بدلون، جګړې او بشري بحرانونه د دې ناروغۍ د بیا پراخېدو لامل کېږي. همدارنګه، د تمویل لوی کسر هم د مبارزې هڅې له خطر سره مخ کړې دي.

په افغانستان کې هم د ملاریا وضعیت د اندېښنې وړ دی. د شته معلوماتو له مخې، هر کال له ۲۰۰ زرو زیاتې پېښې ثبتېږي او د هېواد شاوخوا ۷۰ سلنه خلک د خطر په سیمو کې ژوند کوي، په ځانګړي ډول ختیځ ولایتونه تر ټولو ډېر اغېزمن دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کوي چې: «د نننیو وسایلو او امکاناتو سره، هېڅوک باید د ملاریا له امله ژوند له لاسه ورنه کړي.»

دا څرګندونې د «ملاریا د له منځه وړلو لپاره خپرې شوي او اوس یې کولی شو، اوس یې باید وکړو» تر شعار لاندې د نړیوال کمپاین د پیل په ترڅ کې شوې دي، چې موخه یې د دې ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره د نړیوالو هڅو پیاوړتیا ده.

د یونیسف استازی: افغانستان کې ۱۲ میلیونه ماشومان د پولیو پر ضد واکسین شوي

۵ غویی ۱۴۰۵ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۶، ۰۳:۱۸ GMT+۱
د یونیسف استازی: افغانستان کې ۱۲ میلیونه ماشومان د پولیو پر ضد واکسین شوي
100%

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (UNICEF) استازی، ډاکټر تاج‌الدین اویوال، وایي چې په ۲۰۲۵ کال کې ۱۲ میلیونه ماشومان د ماشومانو د ګوزڼ (پولیو) پر ضد واکسین شوي او دا کمپاین تر ۹۸ سلنه پوښښ ته رسېدلی دی.

ډاکټر تاج‌الدین اویوال د ایکس په یوه خپور شوې یادښت کې ویلي، چې په همدې موده کې ۱۶.۶ میلیونه ماشومانو ته د شري ناروغۍ پر ضد واکسین ورکړل شوی او همدارنګه ۱.۶ میلیونه ماشومانو د پنټا-۳ درېیم دوز ترلاسه کړی دی.

هغه ټینګار کړی: «واکسینونه ژوند ژغوري او دا ډول پایلې زموږ د شریکانو د ژمنتیا څرګندونه کوي.»

د یونیسف استازي د خپلو همکارو بنسټونو له ملاتړ څخه مننه کړې او دا لاسته راوړنې یې د ماشومانو د روغتیا په برخه کې مهم پرمختګ بللی دی.

دا څرګندونې د واکسین د نړیوالې اونۍ په مناسبت شوي، چې هر کال د نړۍ په کچه د واکسین د ارزښت او د ناروغیو د مخنیوي په برخه کې د هغې د اغېز د عامه پوهاوي لپاره نمانځل کېږي.

ایران وايي افغانستان ته یې د تومان له قاچاق کېدو مخنیوی کړی دی

۵ غویی ۱۴۰۵ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۲۴ GMT+۱
ایران وايي افغانستان ته یې د تومان له قاچاق کېدو مخنیوی کړی دی
100%

د ایران د سیستان او بلوچستان د سرحدي ځواکونو قومندان وايي، چې د مېلک په سرحد کې یې د درېیو افغان مسافرو د سامانونو د پلټنې پر مهال څه باندې ۶ میلیارده تومان ترلاسه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې څو ځله داسې راپورونه خپاره شوي چې ګواکې د ایران د اسلامي جمهوریت د سرحدي ځواکونو په ملاتړ له افغانستان څخه ایران ته د ډالرو قاچاق کېږي. د ایران د سیستان او بلوچستان د سرحدي ځواکونو قومندان رضا شجاعي ویلي، چې دا پیسې هغه مهال وموندل شوې کله چې له ایران څخه د وتلو پر مهال موټرونه او مسافر تر کنټرول لاندې ونیول شول.

د هغه په وینا، سرحدي ځواکونو په لومړي سر کې پر درېیو افغانانو شک وکړ او وروسته یې د هغوی د سامانونو د پلټنې پر مهال ۶ میلیارد او ۵۴۷ میلیونه ایراني تومان ترلاسه کړل. افغانستان انټرنشنل ۳ میاشتې مخکې راپور ورکړی وو، چې هره ورځ له هرات څخه ایران ته سلګونه زره ډالر قاچاق کېږي.

سرچینې وايي، ایران ته د بهرنیو اسعارو قاچاق د ګټې د کمېدو له امله لږ شوی، خو بیا هم ډېری پیسې له رسمي لارو، د اسلام‌کلا- دوغارون له سرحده مشهد ته او له هغه ځایه بیا د ایران نورو ښارونو ته لېږدول کېږي.

هرات څنګه ایران ته د ډالرو د قاچاق په دروازه بدل شوی دی؟ | افغانستان انټرنشنل پښتو

د دغه راپور په یوه برخه کې د باوري سرچینو له قوله ویل شوي، چې ایران ته د ډالرو له قاچاق څخه هرکلی کېږي. د دغو سرچینو په وینا، له هرات سره په پوله کې د دوغارون په ګمرک کې د ګمرک مامورین او د ایران د استخباراتو وزارت یو استازی قاچاقچیانو ته د پیسو د لېږد اجازه ورکوي.

سرچینې زیاتوي، چې په هرات کې د ایران کونسلګري هغه کسان ښه پېژني چې ایران ته ډېر ډالر وړي او هغوی ته په اسانه توګه د څو ځلي تګ راتګ (کثیرالورود) ویزه ورکوي.

ریچارډ بېنېټ: د افغان ښځو غږ باید واورېدل شي څو د طالبانو د چلند ریښتینی ماهیت روښانه شي

۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۴۵ GMT+۱
ریچارډ بېنېټ: د افغان ښځو غږ باید واورېدل شي څو د طالبانو د چلند ریښتینی ماهیت روښانه شي
100%

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ وایي، د دې لپاره چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د چلند ریښتینی ماهیت روښانه شي اړینه ده، چې د افغانستان د ښځو غږ واورېدل شي او د دوی د ورځني ژوند تجربو ته چې د دې ډلې تر واک لاندې تېرېږي، پاملرنه وشي.

ریچارډ بېنېټ چې د جمعې په ورځ د جنسیتي اپارټاید پر ضد د مبارزې د شبکې د اعلان په مراسمو کې وویل، چې د جنسیتي اپارټاید قانوني تعریف کولای شي له دولتونو سره مرسته وکړي، څو د طالبانو چلند د افغان ښځو پر وړاندې ښه درک کړي او پر بنسټ یې مناسب ګامونه واخلي.
ځینې هېوادونه لا هم شک لري چې ایا د طالبانو چلند له ښځو سره د جنسیتي اپارټاید په چوکاټ کې راځي که نه.

بېنېټ وویل، د دې لپاره چې څرګنده شي، ایا په افغانستان کې روان حالت جنسیتي اپارټاید بلل کېدای شي که نه، باید د قربانیانو غږونه واورېدل شي او د طالبانو تر واک لاندې د ښځو ورځني ژوند ته پام وشي.

دغه راپور ورکوونکي همدارنګه وویل، چې په افغانستان کې حساب ورکونه د ښځو او د بشري حقونو د فعالانو له ملاتړ پرته شونې نه‌ده.

هغه ټینګار وکړ، چې په دې برخه کې ملګري ملتونه، د جرمونو نړیواله محکمه، یوناما او نور د بشري حقونو بنسټونه مهم رول لري، څو د بشري حقونو سرغړونې ثبت کړي، شواهد خوندي وساتي او د حساب ورکونې بهیر پر مخ یوسي.

د ریچارډ بېنېټ په وینا، د افغانستان مدني ټولنه، په ځانګړي ډول د ښځو ډلې او د جنسیتي عدالت فعالان لا ډېرو سیاسي، مالي او بنسټیزو ملاتړونو ته اړتیا لري.

بېنېټ زیاته کړه، چې باید د افغان فعالانو لپاره یو خوندي او اغېزناک چاپېریال برابر شي، څو وکولای شي په رسنیو او نړیوالو غونډو کې خبرې او مشري وکړي، څو پر نړیوالو غبرګونونو اغېز ولري.

هغه همدارنګه وویل، چې په افغانستان کې ښځې او نجونې له یوه پراخ، منظم تبعیضي او ځپونکي جنسیتي نظام سره مخ دي او افغان ښځو دا حالت «جنسیتي اپارټایډ» بللی دی.

بېنېټ د نېګا (NEGA) شبکې د جوړېدو هرکلی وکړ او هیله یې څرګنده کړه، چې دا شبکه به په افغانستان کې د جنسیتي اپارټاید د پای ته رسولو لپاره د همغږو هڅو په لومړۍ کرښه کې ودرېږي.

«په افغانستان کې د جنسیتي اپارټایډ پر وړاندې د مبارزې شبکه» د جمعې په ورځ (د غويي ۴مه)، د افغان او نړۍ د ښځو د حقونو د فعالانو، حقوق پوهانو، څېړونکو او د بشري حقونو د مدافعانو د یوې ډلې لخوا د کاناډا په ټورنټو ښار کې خپل موجودیت اعلان کړ.