جلالاباد کې یوه کورنۍ؛ طالبانو زموږ د کورنۍ یو غړی له محکمې پرته په ډزو وواژه

په ننګرهار کې یوې کورنۍ افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو تېره شپه د هغوی د کورنۍ یو غړی بشیرخان په جلالاباد ښار کې پرته له کومې محکمې په ډزو وژلی دی. دغه کورنۍ د عدالت غوښتنه کوي او وايي، د پېښې په اړه دې څېړنه وشي.
