• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پر اوکراین د روسیې په بریدونو کې ۷ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي

۵ غویی ۱۴۰۵ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۳۵ GMT+۱تازه شوی: ۶ غویی ۱۴۰۵ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۱۸ GMT+۱

پر اوکراین د روسیې د پراخو بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۷ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي. اوکرایني چارواکو ویلي، روسیې په ننني (شنبه د غويي ۵مه) بریدونو کې پر اوکراین له ۶۶۰ څخه ډېر بې‌پیلوټه الوتکې او توغندي توغولي او د اوکراین سوېل ختیځ او څو نورې سیمې یې په نښه کړې دي.

په دې بریدونو کې د اوکراین د سوېل ختیځ په دنیپرو ښار کې د استوګنې د یوې ودانۍ لویه برخه نړېدلې ده. د دې سیمې والي ویلي، چې د څلورو کسانو مړي له کنډوالو را اېستل شوي دي.

د اوکرایني چارواکو په وینا، د ژغورنې د عملیاتو پر مهال پر همدې سیمې یو بل برید هم شوی چې له امله یې یو کس وژل شوی او اووه نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، په دې ښار کې د روسیې د بریدونو د ټپیانو شمېر له ۳۰ کسانو اوښتی دی. همدارنګه، د اوکراین په شمال کې د چرنیهیف پر سیمې د روسیې په یوه بل برید کې دوه کسان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي: «هر داسې برید باید زموږ شریکانو ته دا ور په یاد کړي چې اوسنی وضعیت بېړني او قاطع اقدام ته اړتیا لري او باید زموږ د هوايي دفاع سیستم ژر تر ژره پیاوړی شي».

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۳

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ

۴

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

۵

اروپايي پارلمان د ناقانونه کډوالو د بېرته ستنولو په اړه نوی قانون تصویب کړ

•
•
•

نور کیسې

شهباز شریف د ایران له ولسمشر سره د سيمې د بدلېدونکي حالت په اړه ټېلیفوني خبرې وکړې

۵ غویی ۱۴۰۵ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۲۰ GMT+۱
شهباز شریف د ایران له ولسمشر سره د سيمې د بدلېدونکي حالت په اړه ټېلیفوني خبرې وکړې
100%

د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف په خپله اېکس‌پاڼه ویلي، چې د شنبې په ماښام (د غويي ۵مه) يې د ايران له ولسمشر مسعود پزشکيان سره د «سيمې د بدلېدونکي حالت» په اړه رغنده ټېليفوني خبرې کړې دي.

هغه په دې ټېلیفوني خبرو کې د «ايران له دوامداره تعامل» او اسلام‌اباد ته د دغه هېواد د بهرنيو چارو د وزير عباس عراقچي د سفر هرکلی او ترې مننه یې کړې ده.

د پاکستان لومړي وزير زياته کړې: «ما يو ځل بيا ټينګار وکړ، چې پاکستان د خپلو ملګرو او شريکانو په ملاتړ ژمن دی، چې د يوه صادق او مخلص اسانتيا برابروونکي په توګه عمل وکړي او په نه ستړې کېدونکې توګه به د سيمې د تلپاتې سولې او اوږدمهاله ثبات لپاره هڅې کوي».

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اسلام‌اباد ته د خپلو استازو سفر لغوه کړی او ویلي یې دي، چې واشنګټن «ټول اهرمونه په واک کې لري» او ایران هېڅ اهرم په لاس کې نه‌لري. هغه وویل: «که دوی [ایران] غواړي خبرې وکړي، یوازنی کار چې باید یې وکړي دا دی چې زنګ ووهي».

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له پاکستان څخه عُمان ته له رسېدو مخکې بیا ویلي، پاکستان ته یې د خپل سفر په ترڅ کې د ایران پر وړاندې د جګړې د دایمي پای ته رسولو لپاره د یوې عملي او د پلي کېدو وړ چوکاټ په اړه د اسلامي جمهوري دولت دریځ تشرېح کړی دی.

پر اوکراین د روسیې په بریدونو کې ۷ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي

۵ غویی ۱۴۰۵ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۱۷ GMT+۱
پر اوکراین د روسیې په بریدونو کې ۷ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي
100%

رویټرز د اوکراین د سیمه‌ییزو چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې تېره شپه پر اوکراین د روسیې په بریدونو کې له ۶۶۰ څخه ډېرې بې‌پیلوټه الوتکي او او توغندي کارول شوي، چې په پایله کې ۷ اوکراینیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

د اوکراین سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، چې په دنېپرو ښار کې پر یوې استوګنیزې ودانۍ د روسیې د بریدو له امله ۴ جسدونه له خاورو را ایستل شوي دي.

د دنېپرو د والي اولکساندر هانژا په وینا، د ژغورنې عملیاتو پر مهال دغه سیمه یو ځل بیا په نښه شوه چې په دویم برید کې یو تن ووژل شو او ۷ نور ټپیان شول. په دغه ښار کې د ټپیانو ټول شمېر تر ۳۰ تنو اوړي.

د اوکراین لومړۍ وزیرې یولیا سوېریدینکو دا بریدونه د خلکو پر وړاندې د روسیې د «قصدي ترور» دوام وباله. د دنېپرو ترڅنګ په شمالي سیمه «چرنیهیف» کې هم د توغندیو او ډرون بریدونو له امله ۲ تنه وژل شوي او ۷ نور ژوبل دي.

له یادو بریدو وروسته د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د دغو بریدونو په غبرګون کې یو ځل بیا له نړیوالو متحدینو وغوښتل چې د اوکراین هوايي دفاعي سیسټمونه پیاوړي کړي.

د اوکراین هوايي ځواک وایي چې روسیې په دې برید کې ۶۱۹ ډرون او ۴۷ توغندي کارولي، چې له ډلې یې ۵۸۰ ډرون او ۳۰ توغندي د اوکرایني ځواکونو له لوري په هوا کې ویجاړ شوي دي.

بل خوا، روسیې ادعا کړې چې د اوکراین په خاوره کې یې پوځي او د انرژۍ مرکزونه په نښه کړي، خو په دنېپرو کې یې د استوګنې پر ودانۍ د برید په اړه څه نه دي ویلي.

برېتانیا ښايي هغه افغان کډوال بېرته افغانستان ته واستوي چې د پناه غوښتنې یې رد شوې دي

۵ غویی ۱۴۰۵ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۱۳ GMT+۱
برېتانیا ښايي هغه افغان کډوال بېرته افغانستان ته واستوي چې د پناه غوښتنې یې رد شوې دي
100%

د برېتانیا د کورنیو چارو وزیرې د هغو افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو احتمال رد نه کړ، چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې د دغه هېواد له لوري رد شوي دي. هغې وویل، چې لندن د دې موضوع پر څېړلو بوخت دی او د طالبانو او اروپايي ټولنې ترمنځ په دې اړه روانې خبرې اترې له نږدې څاري.

د برېتانیا د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود څرګنده کړې، چې د برېتانیا په دولتي بنسټونو کې د افغانانو د بېرته ستنولو په اړه «نورې خبرې» هم روانې دي. دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه برېتانیا د طالبانو د ادارې د په رسمیت نه پېژندلو له امله نه ده توانېدلې چې رد شوي پناه غوښتونکي بېرته افغانستان ته واستوي. خو د وزیرې تازه څرګندونې ښيي چې ښايي د لندن په اوسني سیاست کې د پام وړ بدلون راشي.

دا پرمختګونه پر داسې مهال کېږي چې سوېډن تایید کړې چې د کابل او بروکسل ترمنځ د کډوالو د بېرته ستنېدو پر سر خبرې روانې دي.

د شمېرو له مخې، افغانان د ۲۰۲۵ کال تر جون میاشتې پورې تر ټولو لویه ډله وه چې د کوچنیو کښتیو له لارې برېتانیا ته تللي دي. په دې موده کې شاوخوا ۶۳۶۰ افغانان دغه هېواد ته داخل شوي، چې د تېر کال په پرتله ۱۸ سلنه زیاتوالی ښيي.

له بلې خوا، په برېتانیا کې د افغانانو د پناه غوښتنې د منلو کچه په بې‌ساري ډول کمه شوې ده، دا کچه په ۲۰۲۳ کال کې ۹۹ سلنه وه، خو د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ نیمایي کې ۳۸ سلنې ته راښکته شوې ده.

د بشري حقونو بنسټونو د دغې پرېکړې په اړه اندېښنه ښودلې او ټینګار کوي چې د ملګرو ملتونو په وینا افغانستان د «بشري حقونو په هدیره» بدل شوی دی. د بشري حقونو فعلانو خبرداری ورکوي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د پناه غوښتونکو بېرته لېږل، چېرته چې «جنسیتي اپارټایډ»، شکنجه او هدفي وژنې روانې دي، د هغوی ژوند له جدي خطر سره مخ کولای شي.

زیلنسکي: د روسیې تازه بریدونو کې څلور کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي

۵ غویی ۱۴۰۵ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۶، ۰۸:۳۱ GMT+۱
زیلنسکي: د روسیې تازه بریدونو کې څلور کسان وژل شوي او ۳۰ نور  ټپیان دي
100%

د اوکراین ولسمشرولادیمیر زیلنسکيوایي چې د روسیې د وروستیو بریدونو له امله لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او تر ۳۰ډېر ټپیان دي. نوموړي ټینګار کړی چې د وضعیت د کنټرول لپاره د هوايي دفاع عاجله پیاوړتیا او پر مسکو د نوو بندیزونو لګول اړین دي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي ویلي چې د روسیې د تازه بریدونو په پایله کې د دنیپرو ښار کې ۱۱ تنه په روغتونونو کې بستر دي او د یوې استوګنیزې ودانۍ پر نښه کېدو وروسته د ژغورنې عملیات لا هم روان دي.

هغه زیاته کړې چې ښايي یو شمېر کسان لا هم د ودانۍ تر کنډوالو لاندې بند پاتې وي. د نوموړي په وینا، روسیې نږدې ټوله شپه پر دنیپرو او د اوکراین پر نورو ښارونو او ټولنو بریدونه کړي دي.

زیلنسکي ویلي: «تر دې دمه له ۳۰څخه ډېر کسان ټپیان شوي او په چرنیهیف، اودیسه او خارکیف سیمو کې هم مرګ‌ژوبله اوښتې ده.»

هغه ټینګار کړی چې په دغو بریدونو کې د استوګنې ودانۍ، د انرژۍ تاسیسات او سوداګریز مرکزونه زیانمن شوي دي او زیاته کړې یې ده: «د روسیې تکتیکونه نه دي بدل شوي، د بې‌پیلوټه الوتکو، کروز توغندیو او بالستیک توغندیو کارول دوام لري.»

د اوکراین ولسمشر له خپلو نړیوالو شریکانو غوښتي چې بېړني او پرېکنده اقدامات وکړي. هغه ویلي: «موږ اړتیا لرو چې خپله هوايي دفاع ژر تر ژره پیاوړې کړو.»

زیلنسکي همداراز پر روسیې د اروپايي اتحادیې د بندیزونو د نوې، ۲۱مې کڅوړې د تصویب غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د بندیزونو ځنډ مسکو ته وخت ورکړی چې ځان عیار کړي.

هغه زیاته کړې چې د دغو بندیزونو اساسي هدف باید د روسیې د پوځي-صنعتي کمپلکس وړتیاوې محدودول وي.

برېتانیا له طالبانو سره د افغان کډوالو د ایستلو پر احتمالي خبرو غور کوي

۵ غویی ۱۴۰۵ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۶، ۰۶:۲۷ GMT+۱
برېتانیا له طالبانو سره د افغان کډوالو د ایستلو پر احتمالي خبرو غور کوي
100%

د برېتانیا حکومت د هغو افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو د احتمالي لارو په لټه کې دی چې د پناه غوښتنې یې رد شوې دي. په همدې تړاو له طالبانو سره د خبرو د امکان ارزونه هم روانه ده.

د برېتانیا د کارګر ګوند حکومت په دې غور کوي چې لهطالبانوسره د هغو افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو په اړه خبرې پیل کړي چې په برېتانیا کې یې د پناه غوښتنې رد شوې دي.

د رسمي شمېرو له مخې، نږدې ۴۰ زره افغانان د ۲۰۲۱ کال د کابل د سقوط وروسته برېتانیا ته د استوګنې اجازه ترلاسه کړې ده. له دې ډلې زرګونه کسان د ځانګړو انتقالاتي پروګرامونو له لارې راوستل شوي دي.

د برېتانیا د کورنیو چارو وزیرې شبانې محمود تایید کړې چې حکومت په دې غور کوي چې له ۲۰۲۱ کال وروسته د لومړي ځل لپاره افغانستان ته د ستنولو الوتنې بیا پیل کړي.

هغې ویلي چې برېتانیا د اروپايي هېوادونو هڅې له نږدې څاري، کومې چې له طالبانو سره د کډوالو د بېرته ستنولو په اړه دي.

په همدې تړاو، سویډن اعلان کړی چې د اروپايي ټولنې په استازیتوب به د دغو خبرو مشري کوي، او تمه ده چې د دوبي په موسم کې په بروکسل کې یوه غونډه وشي چې احتمالاً طالبان هم پکې ګډون وکړي.

د کورنیو چارو وزیرې ویلي: «حکومت د نورو هېوادونو اړیکې له طالبانو سره له نږدې څاري، خو تر اوسه یې کومه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.»

د کورنیو چارو وزارت سرچینې وایي چې دا اقدام د هغو هېوادونو د کډوالۍ پالیسیو د بیا ارزونې برخه ده چې مخکې یې افغانستان ته بېرته ستنول ګواښوونکي بلل کېدل.

که دا پلان عملي شي، نو هغه افغانان به هدف وي چې یا یې د پناه غوښتنه رد شوې وي او یا یې د برېتانیا له قوانینو سرغړونې کړې وي.

د برېتانیا حکومت تر ۲۰۲۱ کال وروسته افغانستان ته ټول بېرته ستنول درولي وو او د طالبانو حکومت یې تر اوسه په رسمیت نه دی پېژندلی.

له هغه راهیسې، نږدې ۴۰ زره افغانان برېتانیا ته د بېلابېلو پروګرامونو له لارې انتقال شوي دي، چې شاوخوا ۱۵ زره یې له برېتانوي ځواکونو سره همکاران وو او له ۲۰ زرو ډېر نور د امنیتي خطرونو له امله راوستل شوي دي.

نږدې ۳۶ زره افغانانو له ۲۰۲۰ کال وروسته په برېتانیا کې د پناه غوښتنه کړې، چې ډېری یې د کوچنیو کښتیو له لارې دغه هېواد ته رسېدلي دي.

خو د رسمي معلوماتو له مخې، د پناه غوښتنې د منلو کچه له ۹۸ سلنې څخه ۳۸ سلنې ته راټیټه شوې ده.

حکومت وایي هغه کسان چې غوښتنې یې رد شوي، په قانوني ډول د کار اجازه نه لري او ډېری یې په نامعلوم وضعیت کې ژوند کوي.

په همدې حال کې، د برېتانیا حکومت د “رضاکارانه ستنېدو” پروګرام هم پیل کړی چې له مخې یې هر کس ته تر ۱۰ زره پونډه او کورنیو ته تر ۴۰ زره پونډه پورې مالي مرسته ورکول کېږي، څو هغوی بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شي.

ځینو سیاسي څېرو لکه نايجل فراج وړاندیز کړی چې د مهاجرو د ستونزې د حل لپاره حتی له طالبانو سره معامله کېدای شي، او د کابل له ځینو سرچینو هم راپورونه شته چې وایي طالبان د داسې کسانو منلو ته چمتو دي.