ملګري ملتونه: لوږه او خوارځواکي د افغانستان د ماشومانو راتلونکی له ګواښ سره مخ کوي

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د لوږې او خوارځواکۍ د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړی. دې ادارې ویلي چې پراخېدونکې لوږه او خوارځواکي د افغان ماشومانو راتلونکی له جدي خطر سره مخ کوي.
