• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کابل کې د دودیزې غېږنيونې نړیواله جشنواره د ۷ هېوادونو د لوبغاړو په ګډون پای ته ورسېده

۶ غویی ۱۴۰۵ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۱۳ GMT+۱

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ادارې د یوې خبرپاڼې له‌مخې، د کابل ښار په ۲۵۰۰ کسیز جمنازيوم کې د دودیزې غېږنيونې نړیواله جشنواره د افغانستان په کوربتوب د شنبې په ورځ (د غويي ۵مه) پای ته ورسېده. دا جشنواره له تېرو درې ورځو راهیسې روانه وه.

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ادارې د شنبې په ورځ (د غويي ۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې جشنواره کې د ۷ هېوادونو ایران، قرغیزستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، ترکیې او افغانستان ۱۶۰ ورزشکارانو ګډون کړی وو.

د جشنوارې سیالۍ په درېیو برخو، کورش، رستمي غېږنيونه او کشتينګيري کې ترسره شوې. د هرې برخې لپاره ورزشکاران په بېلابېلو وزني کټګوریو کې سره سیالي وکړه.

د جشنوارې د پایلو له‌مخې، په کورش برخه کې ازبکستان لومړی مقام، تاجکستان دويم او افغانستان درېيم مقام خپل کړ. په رستمي غېږنيونه کې افغانستان لومړی مقام، ازبکستان دويم او تاجکستان درېيم مقام وګاټه. همدارنګه، په کشتينګيري برخه کې تاجکستان لومړی مقام، ازبکستان دويم او افغانستان درېيم مقام خپل کړ.

د طالبانو د سپورټ ادارې ویلي، چې دا ډول نړیوالې سیالۍ د ورزشکارانو ترمنځ د ملګرتیا، د تجربو د تبادلې او د سیمه‌ییزو همکاریو د پراخېدو لامل کېږي.

د یادونې وړ ده چې د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته جایزې هم ورکړل شوې.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۳

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۴
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۵
ستاسو روایت

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي: «د څښاک اوبو لپاره طالبان له خلکو پیسې اخلي»

•
•
•

نور کیسې

په ننګرهار کې د لومړي ځل لپاره ګډه ورزشي مېله ترسره شوه

۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۱۰ GMT+۱
په ننګرهار کې د لومړي ځل لپاره ګډه ورزشي مېله ترسره شوه
100%

په ننګرهار د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ورزش د ودې او د ورزشکارانو د هڅونې په موخه د لومړي ځل لپاره ګډه ورزشي مېله د جلال‌اباد ښار په سراج‌العمارت بڼ کې ترسره شوه.

د طالبانو د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې مېله کې د بېلابېلو ورزشي رشتو لکه ووشو، تکواندو، سوک‌وهنې، جودو، پارکور او منډې سیالۍ او نندارې وړاندې شوې.

د خبرپاڼې له مخې، په دغه مراسمو کې د ننګرهار د ورزش رییس عبدالسلام وزیروال، د ځوانانو چارو مسوولین، د بېلابېلو فدراسیونونو استازي او ګڼ شمېر ورزشکارانو او د ورزش مینه‌والو ګډون کړی و.

خبرپاڼه زیاتوي، د ننګرهار د ورزش رییس عبدالسلام وزیروال وویل چې د دې مېلې موخه د ورزش پراختیا، د ځوانانو هڅونه او د سپورتي فعالیتونو وده ده.

نوموړي زیاته کړه چې په راتلونکي کې به د ورزش د لا پراختیا لپاره ورته نورې ورزشي پروګرامونه او مېلې هم ترسره شي.

د افغانستان د سنوکر فدراسیون د پخواني رییس وحید اصغري مړی موندل شوی

۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۱۱ GMT+۱
د افغانستان د سنوکر فدراسیون د پخواني رییس وحید اصغري مړی موندل شوی
100%

د افغانستان د سنوکر فدراسیون خبر ورکړی، چې ددغه فدراسیون د پخواني رییس وحید اصغري مړی موندل شوی. نوموړی دوه شپې وړاندې په قلعه فتح الله کې وسله والو د خپل کور له مخې تښتولی و. د طالبانو المپیک، بدني روزنې او سپورټ ادارې د اصغري د مړینې په اړه د پلټنو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د سنوکر ملي فدراسیون عمومي سکرټر شکیب سخي تایید کړې چې وحید اصغري د روانې اونۍ د سې‌شنبې په ورځ د کابل ښار په قلعه فتح‌الله کې د خپل کور له مخې نه تښتول شوی و او نن یې مړی کورنۍ ته ورسپارل شوی دی.

په ورته مهال د طالبانو المپیک، بدني روزنې او سپورټ ادارې هم د افغانستان د سنوکر ملي فدراسیون د پخواني رییس مړینه تایید کړې او له اړوندو ادارو یې د هغه د مرموزې مړینې په تړاو د پلټنو غوښتنه کړې ده.

د کابل په کوربه‌توب؛ د ۷ هېوادونو په ګدون د دودیزې غېږ نیونې سیالۍ نن پیلېږي

۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۰۳:۰۸ GMT+۱
د کابل په کوربه‌توب؛ د ۷ هېوادونو په ګدون د دودیزې غېږ نیونې سیالۍ نن پیلېږي
100%

د دودیزې غېږ نیونې نړۍوال فسټیوال نن پنجشنبه (د غویي ۳مه) د کابل په کوربه‌توب پیلېږي. دغه سیالۍ د المپیک، بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست په تالار کې ترسره کېږي، چې درې ورځې به دوام وکړي.

په دغه سیالیو کې د افغانستان په ګډون د ایران، ترکیې، قرغزستان، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان لوبغاړي ګډون کوي. د ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ؛ په دغه سیالیو کې تر ۶۰ ډېر لوبغاړي برخه اخلي او په ورته وخت کې به د سامبو سیالۍ او ځینې دودیزې لوبې هم ترسره شي، چې شاوخوا ۱۰۰ کورني لوبغاړي به په‌کې ګډون وکړي.

دغه سیالۍ به د کورش، رستمي و ګشتینګیري په ګډون د غېږ نیونې په بېلابېلو دودیزو څانګو کې ترسره شي او موخه یې د سیمه‌ییزو لوبو وده او د هېوادونو ترمنځ د ورزشي اړیکو پیاوړتیا ښودل شوې ده.
د بدني روزنې او سپورت ریاست هم اعلان کړی، چې د کابل په ۲۵۰۰ کسیزه جمنازیم کې د دغه سیالیو د ترسره کولو لپاره ټولې تابیاوې نیول شوې او یوشمېر بهرني لوبغاړي هم هېواد ته رسېدلي دي.

100%

د کورش نړیوال فدراسیون د مشرتابه غړی د غېږ نیونې سیالۍ لپاره کابل ته رسېدلی

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۴۵ GMT+۱
د کورش نړیوال فدراسیون د مشرتابه غړی د غېږ نیونې سیالۍ لپاره کابل ته رسېدلی
100%

د طالبانو تر واک لاندې د المپیک ملي کمېټې رییس احمدالله وثیق وایي، د کورش نړیوال فدراسیون د مشرتابه غړی امید جان رستموف د دودیزې غېږ نیونې سیالۍ لپاره کابل ته رسېدلی دی. د نوموړي په وینا، ۴۶ نور بهرني لوبغاړي هم کابل ته رسېدلي دي.

د هغه په وینا تر دې دمه، د دغې سیالۍ لپاره له تاجکستان، ازبکستان، قرغیزستان او ترکمنستان څخه ۴۶ ورزشکاران هم کابل ته رسېدلي دي.

احمدالله وثیق د سې شنبې په ورځ پر اېکس پاڼه لیکلي چې د دودیزې غېږ نیونې نړیواله جشنواره د افغانستان په ګډون د اوو هېوادونو د ۶۰ بهرنیو او ۱۰۰ کورنیو ورزشکارانو ترمنځ د افغانستان په کوربه توب په پلازمېنه کابل کې کېږي.

یاده سیالۍ به د راتلونکې پنجشنبې په ورځ (د غويي پر درېیمه) پیل شي او درې ورځې به دوام وکړي.

سرچینې: طالبانو په هلمند کې د بدني ښکلا اتل نیولی او په زور یې ترې د اقرار ويډیو اخیستې ده

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۵۷ GMT+۱
سرچینې: طالبانو په هلمند کې د بدني ښکلا اتل نیولی او په زور یې ترې د اقرار ويډیو اخیستې ده
100%

د اسیا په کچه د بدني ښکلا اتل زمری ځلاند چې درې ورځې وړاندې یې د خپلو اقتصادي‌ ستونزو له کبله د اتلولۍ ستاینلیکونه او مډالونه د پلور لپاره بازار ته وړاندې کړي وو، طالبانو نیولی. سرچینې وایي، نوموړی تېره ورځ طالبانو خبرو ته اړ اېستی او په زور یې ترې د اقرار ويډیو اخیستې ده.

هغه په دغه ویډیو کې ویلي، چې اقتصادي‌ ستونزې نه‌لري‌او ستونزې یې حل شوې دي. زمری ځلاند چې د اسیا په کچه یې د اتلولۍ مډالونه ترلاسه کړي، درې ورځې وړاندې یې خپل د سرو زرو ګټلي مډالونه او جامونه د اقتصادي ستونزو له امله وپلورل.
هغه چې د هلمند پر يو څلورلارې ناست دی په یوه ویډيو کې وايي: «کوم مډالونه او کپونه چې ما د خارج په سطحه افغانستان ته راوړي دا د هېواد افتخار دی. خو زه نن مجبور یم، مشکلات لرم خرڅوم یې. هر څوک که غواړي دا دې زما څخه رانیسي، زه به خپل مشکلات پرې حل کړم».

د یادې ویډیو تر خپرېدو وروسته په خواله رسنیو کې پر طالبانو نیوکې زیاتې شوې. د خواله رسنیو کاروونکو ویلي و، نن سبا اقتصادي ستونزې دومره پراخې شوې چې ان ورزشي اتلان مجبور دي خپلې لاسته راوړنې وپلوري.

سرچینو ویلي، چې وروسته په هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست زمری ځلاند نیولی او په یوه ویډیو کې یې په زور ترې د بښنې غوښتلو ته اړ اېستی. نوموړی په یوې نوې ويډیو کې وايي: «ما چې کومه ویډیو کړې وه، زه تېر اېستل شوی وم. شکر دی مشکلات مې حل شوي او له ټولو هېوادوالو بښنه غواړم».

په هلمند کې د طالبانو د ورزش اداره هم د زمري ځلاند لاسته راوړنې ملي یادوي او اقتصادي ستونزې یې مني؛ خو وايي چې دغه ستونزې باید لومړی له دوی سره شریکې شوې وې.