د برېتانیا د کارګر ګوند حکومت په دې غور کوي چې لهطالبانوسره د هغو افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو په اړه خبرې پیل کړي چې په برېتانیا کې یې د پناه غوښتنې رد شوې دي.
د رسمي شمېرو له مخې، نږدې ۴۰ زره افغانان د ۲۰۲۱ کال د کابل د سقوط وروسته برېتانیا ته د استوګنې اجازه ترلاسه کړې ده. له دې ډلې زرګونه کسان د ځانګړو انتقالاتي پروګرامونو له لارې راوستل شوي دي.
د برېتانیا د کورنیو چارو وزیرې شبانې محمود تایید کړې چې حکومت په دې غور کوي چې له ۲۰۲۱ کال وروسته د لومړي ځل لپاره افغانستان ته د ستنولو الوتنې بیا پیل کړي.
هغې ویلي چې برېتانیا د اروپايي هېوادونو هڅې له نږدې څاري، کومې چې له طالبانو سره د کډوالو د بېرته ستنولو په اړه دي.
په همدې تړاو، سویډن اعلان کړی چې د اروپايي ټولنې په استازیتوب به د دغو خبرو مشري کوي، او تمه ده چې د دوبي په موسم کې په بروکسل کې یوه غونډه وشي چې احتمالاً طالبان هم پکې ګډون وکړي.
د کورنیو چارو وزیرې ویلي: «حکومت د نورو هېوادونو اړیکې له طالبانو سره له نږدې څاري، خو تر اوسه یې کومه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.»
د کورنیو چارو وزارت سرچینې وایي چې دا اقدام د هغو هېوادونو د کډوالۍ پالیسیو د بیا ارزونې برخه ده چې مخکې یې افغانستان ته بېرته ستنول ګواښوونکي بلل کېدل.
که دا پلان عملي شي، نو هغه افغانان به هدف وي چې یا یې د پناه غوښتنه رد شوې وي او یا یې د برېتانیا له قوانینو سرغړونې کړې وي.
د برېتانیا حکومت تر ۲۰۲۱ کال وروسته افغانستان ته ټول بېرته ستنول درولي وو او د طالبانو حکومت یې تر اوسه په رسمیت نه دی پېژندلی.
له هغه راهیسې، نږدې ۴۰ زره افغانان برېتانیا ته د بېلابېلو پروګرامونو له لارې انتقال شوي دي، چې شاوخوا ۱۵ زره یې له برېتانوي ځواکونو سره همکاران وو او له ۲۰ زرو ډېر نور د امنیتي خطرونو له امله راوستل شوي دي.
نږدې ۳۶ زره افغانانو له ۲۰۲۰ کال وروسته په برېتانیا کې د پناه غوښتنه کړې، چې ډېری یې د کوچنیو کښتیو له لارې دغه هېواد ته رسېدلي دي.
خو د رسمي معلوماتو له مخې، د پناه غوښتنې د منلو کچه له ۹۸ سلنې څخه ۳۸ سلنې ته راټیټه شوې ده.
حکومت وایي هغه کسان چې غوښتنې یې رد شوي، په قانوني ډول د کار اجازه نه لري او ډېری یې په نامعلوم وضعیت کې ژوند کوي.
په همدې حال کې، د برېتانیا حکومت د “رضاکارانه ستنېدو” پروګرام هم پیل کړی چې له مخې یې هر کس ته تر ۱۰ زره پونډه او کورنیو ته تر ۴۰ زره پونډه پورې مالي مرسته ورکول کېږي، څو هغوی بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شي.
ځینو سیاسي څېرو لکه نايجل فراج وړاندیز کړی چې د مهاجرو د ستونزې د حل لپاره حتی له طالبانو سره معامله کېدای شي، او د کابل له ځینو سرچینو هم راپورونه شته چې وایي طالبان د داسې کسانو منلو ته چمتو دي.