طالبان وایي اوو ولایتونو کې یې۱۵ ښځې له کورني تاوتریخوالي ژغورلي

د طالبانو امر بالمعروف وزارت ادعا کړې چې لوګر، میدان وردک، غزني، کندز، بلخ، تخار او فراه ولایتونو کې یې د خلکو د راپورونو پر بنسټ ۱۵ښځې له کورنيو ستونزو او تاوتریخوالي ژغورلې دي.

د طالبانو امر بالمعروف وزارت ادعا کړې چې لوګر، میدان وردک، غزني، کندز، بلخ، تخار او فراه ولایتونو کې یې د خلکو د راپورونو پر بنسټ ۱۵ښځې له کورنيو ستونزو او تاوتریخوالي ژغورلې دي.
ددغه وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دغو ښځو مېړونه او خپلوان یې اړوندو ریاستونو ته احضار کړي او له یادو کسانو څخه یې لیکلې ژمنې اخیستې دي چې په راتلونکې کې به له هر ډول تاوتریخوالي څخه ډډه کوي.

کاپیسا ولایت کې د طالبانو تر چتر لاندې د پېښو پر وړاندې د مبارزې امادګۍ ریاست وایي چې د نړیوالو مرستندویو ادارو په همکارۍ یې ۲۳۲ هغو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې وېشلې چې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنې شوې وې.
دغه ریاست خبر ورکړی چې د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو شویو کورنیو سره د مرستو لړۍ ترسره شوې ده.
د یاد ریاست په وینا، دغه مرستې د سروې او ارزونې له ترسره کېدو وروسته ۲۳۲ مستحقو کورنیو ته وېشل شوې دي.
چارواکي وایي چې دا مرستې د نړیوالو مرستندویو بنسټونو، لکه د کډوالۍ نړیوال سازمان، د خوړو نړیوال پروګرام او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق په مالي او تخنیکي ملاتړ برابرې شوې دي.
د یادونې ده چې په دې مرستو کې خوراکي او غیرخوراکي توکي شامل وو، چې موخه یې د سېلابځپلو کورنیو د بیړنیو اړتیاوو پوره کول دي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د لوږې او خوارځواکۍ د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړی. دې ادارې ویلي چې پراخېدونکې لوږه او خوارځواکي د افغان ماشومانو راتلونکی له جدي خطر سره مخ کوي.
دې ادارې اوسنی وضعیت یو «خاموش اضطراري حالت» بللی او د نړیوالو مرستو پر حیاتي اهمیت یې ټینګار کړی.
د خوړو نړیوال پروګرام پر اېکس د یوې ویډیو په خپرولو سره افغانستان کې د ژوند شرایطو د خرابېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې لوږه او خوارځواکي په بېساري ډول د دغه هېواد د ماشومانو راتلونکی ناڅرګند حالت سره مخ کوي .
دغه اداره وايي چې د ډېرو افغان کورنیو لپاره خوراکي مرستې د امید او بشپړې نا امیدۍ ترمنځ وروستۍ پوله ده.
د خوړو نړیوال پروګرام له برېتانیا څخه د ملاتړ مننه کړې او ټینګار یې کړی چې د میندو او ماشومانو د ملاتړ لپاره دې مرستې دوام ومومي.
دغې ادارې تېر کال خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې لوږه په چټکۍ او د اندېښنې وړ زیاتیدو په حال کې ده. له دې سره، وچکالۍ، اقتصادي سقوط، د کډوالو ایستل، زلزلې او د نړیوالو مرستو کمښت د دې بشري ناورین اصلي لاملونه دي.
د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې اوس مهال د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې میلیونونه میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له ستونزې سره مخ دي او دا بحران لا پراخېږي.
ځینې منتقدین وايي چې طالبانو په داسې وضعیت کې هم خپل لومړیتوب د نجونو او ښځو پر محدودیتونو او د ټولنیزو ازادیو پر ځپلو متمرکز کړی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ د فراغت په مراسمو کې ویلي چې اوس مهال په افغانستان کې هېڅ مخالفه وسلهواله ډله شتون نه لري. هغه ادعا کړې چې ټول قومونه یو بل ته لاسونه ورکړي او په یووالي کې ژوند کوي.
متقي د پاکستان سره د وروستیو خبرو په اړه ویلي چې مذاکرات چې د چین په اورومچي کې ترسره شول، مثبت وو. هغه له سیاستوالو، لیکوالانو او رسنیو څخه غوښتنه کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې حساسې دي او باید د احتیاط څخه کار واخلي او غیر مسولانه څرګندونې ونه کړي.
طالبان داسې مهال ادعا کړي چې افغانستان کې د دوی مخالفې ډلې شتون نه لري چې داعش ډله او د مقاومت او ازادۍ جبهې په نوم ډلې وخت ناوخت د طالبانو پر ضد د بریدونو مسولیت اخلي. همدارنګه ملګرو ملتونو او ځینو هېوادونو اندېښنه ښودلې چې په افغانستان کې د داعش او نورو وسلهوالو ډلو فعالیتونه زیات شوي او لا هم موجود دي، خو طالبان دا ادعاوې ردوی.
یاده دې وي چې تر دې وړاندې د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر هم په بدخشان ولایت کې ویلي و چې داعش او د مقاومت جبهه په افغانستان کې هېڅ حضور او مرکز نه لري او دا ډلې یې دسیسه جوړوونکې بللې وې.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي، هغه هېوادوالو چې په قطر کې د امریکا د ویزو د ترلاسه کولو په تمه دي، بېرته دې هیواد ته ستانه شي، ځکه په وینا یې په افغانستان کې هېڅ امنیتي ګواښ نشته.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیاء احمد تکل په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د هغو افغانانو په اړه چې په قطر کې د امریکا متحده ایالاتو ته د سفر ویزو د ترلاسه کولو په تمه دي، راپورونه ښيي چې ځینو ته ویل شوي چې یا دې خپل هېواد ته بېرته ستانه شي او یا دې په دریم هېواد کې پاتې شي.
د وزارت په وینا، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او دا هېواد خپلو ټولو وګړو ته د بېرته ستنېدو بلنه ورکوي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي: «د طالبانو حکومت یو ځل بیا خپلو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، او هغو کسانو ته چې له ورته وضعیت سره مخ دي بلنه ورکوي چې بېرته هېواد ته ستانه شي، ځکه د خپل هېواد غېږه د هغوی لپاره پرانستې ده.»
طالبانو زیاته کړې چې که څوک غواړي نورو هېوادونو ته ولاړ شي، نو دا کار دې د قانوني لارو او په مناسب وخت کې په درناوي ترسره کړي.
د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې افغانستان د هېچا لپاره امنیتي ګواښ نه لري او هېڅوک د امنیتي ستونزو له امله د خپل هېواد پرېښودو ته نه دی مجبور شوی.
دغه وزارت ویلي چې د قونسلګریزو اړیکو او منظم مېکانیزم له لارې له ټولو هېوادونو سره د افغانانو د حقونو د خوندیتوب په برخه کې د همکارۍ لپاره چمتو دی.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي چې د هېواد په څو ولایتونو کې د ترسره شویو عملیاتو په ترڅ کې ۲۵ تنه د غلا، وسلو د ناقانونه لېږد او اخلاقي فساد په تړاو نیول شوي دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له خوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، امنیتي ځواکونو په بېلابېلو ولایتونو کې د عملیاتو په ترڅ کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو یو شمېر کسان نیولي دي.
د یاد وزارت په وینا، په نیمروز ولایت کې ۸ تنه د غلا په تور نیول شوي دي. همدارنګه په هرات ولایت کې ۳ تنه د وسلو د ناقانونه لېږد او ۲ تنه نور د غلا په تور نیول شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، په سرپل ولایت کې بیا ۳ تنه، په غور کې ۲ تنه، په جوزجان کې ۲ تنه د اخلاقي فساد په تړاو، په هلمند کې ۳ تنه د غلا په تور او په ارزګان ولایت کې ۲ تنه نور د غلا په تړاو نیول شوي دي.
مسوولین وایي چې د یادو کسانو د نیولو عملیات د امنیتي وضعیت د ښه والي او د جرمونو د مخنیوي په هدف ترسره شوي، او ټینګار کوي چې د قانون د تطبیق په برخه کې به هڅې دوام ولري.
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره د جرایمو کچه مخ په لوړیدو ده، د چارو پوهان وایي چې لامل کې په هېواد کې پراخه بې کاري ده.