• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بلوچستان حکومت: د بهرني تمویل د مخنیوي لپاره د مدرسو ثبت اړین دی

۵ غویی ۱۴۰۵ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۶، ۰۵:۵۳ GMT+۱

د بلوچستان حکومت د هغو شاوخوا ۳۰۰ غیر راجستر مدرسو د ثبت بهیر چټک او سخت کړی چې د چارواکو په وینا د بهرنیو مالي سرچینو او احتمالي غیرقانوني فعالیتونو اندېښنې ورسره تړلې دي، په داسې حال کې چې د مذهبي ګوندونو له لوري د دې اقدام پر ضد غبرګونونه هم زیات شوي دي.

د بلوچستان چارواکو اعلان کړی چې په دغه ایالت کې شاوخوا ۳۰۰ دیني مدرسې د قانوني ثبت پرته فعالیت کوي او حکومت د همدې له امله د راجستر کولو پروسه لا پسې جدي کړې ده.

د چارواکو په وینا، د ځینو غیر راجستر مدرسو په اړه راپورونه شته چې له بهرنیو مالي سرچینو تمویل کېږي او حتی په ځینو کې د بهرنیو وګړو د شتون احتمال هم مطرح شوی، چې له همدې کبله حکومت غواړي د ټولو دیني ادارو فعالیتونه د قانوني چوکاټ لاندې راولي.

مسوولین وایي چې د دې اقدام اصلي هدف د شفافیت رامنځته کول، د غیرقانوني تمویل مخنیوی او د دیني ادارو منظم ثبت دی. د حکومت په وینا، دا مهال شاوخوا ۲۲۰۰ مدرسې په قانوني ډول راجستر دي او د پاتې ادارو د ثبت بهیر روان دی.

چارواکي زیاتوي چې د بلوچستان د خیریه قانون (۲۰۱۹) به په کلکه عملي شي، څو ټولې مدرسې د قانوني معیارونو سره برابرې شي او د هغوی مالي او تعلیمي فعالیتونه روښانه شي.

د حکومت له لوري دا هم ویل شوي چې د راجستر کولو په بهیر کې له دیني علماوو سره مشورې روانې دي، څو د کومې ناسمې پوهې یا شخړې مخه ونیول شي.

په همدې حال کې، د جمعیت علما اسلام د بلوچستان مشر مولانا عبد الواسع د حکومت پر دې اقدام سخت غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې که د مدرسو پر ضد عملیات ونه درول شي، نو د دې ګوند ایالتي شورا به ځانګړې غونډه راوبلي او د حکومت پر ضد به ټولنیز بایکاټ اعلان کړي.

هغه ویلي: «مدرسې زموږ سره سرخ کرښه ده، او که فشارونه دوام وکړي، سخت غبرګون به وښیو.»

مولانا عبد الواسع ادعا کړې چې د مدرسو پر ضد اقدامات د داسې قانون پر بنسټ روان دي چې نه د پارلمان او نه هم د بلوچستان ایالتي اسمبلۍ له خوا منظور شوی.

نوموړي زیاته کړې چې په پاکستان کې زرګونه دیني مدرسې فعالیت کوي او میلیونونه زده کوونکي پکې د دیني زده کړو برخه دي، او حکومت باید د دې تعلیمي مرکزونو درناوی وکړي.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

امریکایي اداره: په جنسي جرمونو محکوم افغان وګړی د کاناډا پولې ته نږدې نیول شوی

۴

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۵

د کابل او اسلام‌اباد پلاوي د استانبول په غونډه کې «ښو پایلو» ته رسېدلي

•
•
•

نور کیسې

سپینه ماڼۍ: له ایران سره د خبرو دوام لپاره ځانګړی پلاوی اسلام‌اباد ته ځي

۵ غویی ۱۴۰۵ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۶، ۰۴:۳۹ GMT+۱
سپینه ماڼۍ: له ایران سره د خبرو دوام لپاره ځانګړی پلاوی اسلام‌اباد ته ځي
100%

د امریکا سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړی استازی سټیو ویټکاف او د هغه سلاکار جارد کوشنر نن اسلام‌اباد ته سفر کوي، څو د پاکستان په منځګړیتوب د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو په بهیر کې ګډون وکړي.

د سپینې ماڼۍ په وینا، دا سفر د هغو هڅو برخه ده چې هدف یې د ایران او امریکا ترمنځ د روانو خبرو اترو تسهیل او د دواړو لورو ترمنځ د نظرونو تبادله ده.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویت خبریالانو ته ویلي چې د ټرمپ اداره په وروستیو ورځو کې له ایران سره د خبرو په بهیر کې ځینې پرمختګونه لیدلي دي. هغې زیاته کړې: «سټیو ویټکاف او جارد کوشنر به پاکستان ته ولاړ شي، څو د ایراني استازو نظرونه واوري او هیله لرو چې دا لیدنه مثبتې پایلې ولري او دواړه لوري پرمختګ ته ورسېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د جمعې په ماښام اسلام‌اباد ته رسېدلی او راپورونه وایي چې هغه به له پاکستان وروسته مسکو او مسقط ته هم سفرونه وکړي.

له بلې خوا، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي چې تر اوسه په پاکستان کې د امریکایي استازو سره د کومې رسمي ناستې پرېکړه نه ده شوې.

بلوچستان: درې جلا جلا بریدونو کې یو پولیس سرتیری وژل شوی څلور نور ټپيان دي

۵ غویی ۱۴۰۵ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۶، ۰۳:۴۲ GMT+۱
بلوچستان: درې جلا جلا بریدونو کې یو پولیس سرتیری وژل شوی څلور نور ټپيان دي
100%

د پاکستان د بلوچستان ایالت په بېلابېلو سیمو کې د وسله‌والو بریدونو په لړۍ کې یو پولیس سرتېری وژل شوی او لږ تر لږه څلور نور ټپیان شوي دي. .

ځايي چارواکي وایي، د جمعې په ماښام د بلوچستان د کچهي ولسوالۍ په مرکز کې ناپېژاندو وسله‌والو د پولیسو پر یوه تاڼه لاسي بمونه غورځولي او ډزې یې کړې دي، چې په پایله کې یو پولیس سرتېری وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

په یوه بله پېښه کې د بلوچستان د نوشکي ولسوالۍ په یوه پولیس تاڼه وسله‌والو برید کړی او ډزې یې کړې دي، چې له امله یو پولیس سرتېری ټپي شوی دی.

همداراز د ایالت په مرکزي ښار کوټه کې، د سپین کاریز په سیمه کې د د کان کیندنې پر یوه شرکت کمپ هم د برید هدف ګرځېدلی دی. د راپورونو له مخې، بریدګرو د کان کیندنې ماشینري او ځینې وسایطو اور ته اچولي دي.

تر اوسه هېڅ ډلې د دغو بریدونو مسوولیت نه دی منلی، خو په تېرو وختونو کې ورته پېښې د بلوڅ بېلتون غوښتونکو وسله‌والو ډلو پورې تړل شوې دي.

د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر د پاکستان له مرکزي حکومت سره د همکارۍ نه کولو ګواښ کړی

۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۲۶ GMT+۱
د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر د پاکستان له مرکزي حکومت سره د همکارۍ نه کولو ګواښ کړی
100%

د خیبر پښتونخوا اعلی وزير سهېل اپريدي ګواښ کړی، که د مرکزي حکومت له‌خوا د هېواد له تر ټولو ستر سیاسي ګوند پاکستان تحریک انصاف سره توپیري چلند دوام وکړي، نو دوی به له مرکزي حکومت سره همکاري بنده او د «بایکاټ پالیسي» خپله کړي.

سهېل اپريدي د جمعې په ورځ (د غويي ۴مه) د خپلې کابينې غونډه کې د ملي او صوبايي پر چارو له خبرو او پر مرکزي حکومت له نیوکو سربېره وویل: «په پاکستان کې چې کوم خلک واکمن کړل شوي په ناسمه لاره را وستل شوي دي».

هغه همداراز زیاته کړې، د پاکستان له حکومت سره د ولس د هوساینې فکر نه‌شته او یوازې د تحریک انصاف ګوند په ختمولو پسې راخیستې ده.

اپریدي د عمران خان او د هغه د مېرمنې بُشرا بي‌بي درملنې او قضیو ته په سمه توګه پر نه‌رسېدنې هم نیوکې وکړې.

د پاکستان مرکزي حکومت لا تراوسه د سهیل اپریدي د دغو څرګندونو په تړاو څه نه‌دي ویلي.

په پاکستان کې د تېلو بيې یو ځل بيا لوړې کړای شوې

۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۵۵ GMT+۱
په پاکستان کې د تېلو بيې یو ځل بيا لوړې کړای شوې
100%

په پاکستان کې د ډيزل او پټرول بيې يو ځل بيا لوړې کړای شوې. د دغه هېواد د پټرولیم وزارت د ډیزل او پټرول د هر لیتر په بیه کې ۲۶ روپۍ او ۷۷ پیسې ډېروالی اعلان کړی دی.

د پاکستان د پټرولیم وزارت دغه نوې بيې د جمعې په شپه (د غويي ۴مه) اعلان کړې او سر له سبا (شنبه د غويي ۵مه) به په ټول پاکستان کې د يو ليتر پټرول بیه ۳۹۳ روپۍ او ۳۵ پیسې او د یو لیتر ډيزل بیه ۳۸۰ روپۍ او ۱۹ پیسې وي.

د دغه هېواد د پټروليم وزير علي پروېز ملک په يو بیان کې ویلي، حکومت د تېلو په نړيوالو بیو کې ترممکنه حده په خپله سب‌سایډي زغملې ده.

د هغه په وینا، د تېلو بیې په منځي ختیځ کې د روانې شخړې له امله په نړۍواله کچه لوړې شوي او دغه ټاکل شوې بیې به تر یوې اونۍ همداسې وي.

د یادونې وړ ده، چې په منځني ختیځ کې د شخړې له راپورته کېدو وروسته پاکستان څو ځلي د تېلو بیې لوړې او راټيټې کړې او د حکومت دغه چاره د عام ولس له سخت غبرګون سره مخ شوې ده.

پاکستان کې د افغان کډوالو یوه خوځښت له نړۍوالې ټولنې او ملګرو ملتونو د همکارۍ غوښتنه وکړه

۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۳۱ GMT+۱
پاکستان کې د افغان کډوالو یوه خوځښت له نړۍوالې ټولنې او ملګرو ملتونو د همکارۍ غوښتنه وکړه
100%

د افغانانو فکري خوځښت د رهبرۍ شورا له نړیوالو سازمانونو او ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کړې، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د حقونو د خوندي کولو لپاره جدي ګامونه پورته کړي. خبرپاڼه کې راغلي، افغان کډوال له بېلابېلو بشري ستونزو سره مخ دي او نړیواله ټولنه باید خپل مسوولیت ادا کړي.

یاد خوځښت د جمعې په ورځ (د غويي ۴مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، په پاکستان کې مېشت افغان کډوال له ډېرو ستونزو لکه، شړلو، توقیف او د ژوندانه له سختو شرایطو سره مخ دي. د شورا رهبرۍ ټینګار کړی، چې ملګري ملتونه او نور د بشري حقونو نړۍوال سازمانونه باید د افغان کډوالو وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي او د هغوې د ځورونې مخه ونیسي.

شورا زیاته کړې، چې دا موضوع یوازې د افغانانو لپاره نه، بلکې د سولې او ثبات لپاره یو نړیوال مسوولیت ګڼل کېږي او باید د هر انسان د حقونو دفاع په منصفانه ډول وشي. د شورا په باور، افغان کډوال باید د نړۍ په کچه د بشري حقونو تر چوکاټ لاندې وپېژندل شي او د ژوند په ټولو برخو کې د برابرۍ فرصتونه ولري.

په اعلامیه کې همداراز ویل شوي، چې د افغان کډوالو ستونزې یوازې پاکستان یا افغانستان پورې محدودې نه‌دي، بلکې دا یوه نړیواله مساله ده، چې باید د نړیوالو ټولنو له خوا په ګډه حل شي. شورا له ټولو نړیوالو سازمانونو غوښتي، چې د افغان کډوالو د بشرپالنې په برخه کې خپلې هڅې زیاتې کړي او د یوه پایداره حل لارې په لټه کې شي.

په اعلامیه کې ټینګار شوی، چې افغان کډوال باید وکولای شي په درناوي سره خپل ژوند پرمخ یوسي او نړیواله ټولنه دې د هغوی د حقونو د خوندي کولو لپاره عملي اقدامات وکړي. دا غوښتنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال له سختو شرایطو، شړلو او ناقانونه نیونو سره مخ دي او د بشري حقونو فعالان هم ورته اندېښمن دي.