ریچارډ بېنېټ چې د جمعې په ورځ د جنسیتي اپارټاید پر ضد د مبارزې د شبکې د اعلان په مراسمو کې وویل، چې د جنسیتي اپارټاید قانوني تعریف کولای شي له دولتونو سره مرسته وکړي، څو د طالبانو چلند د افغان ښځو پر وړاندې ښه درک کړي او پر بنسټ یې مناسب ګامونه واخلي.
ځینې هېوادونه لا هم شک لري چې ایا د طالبانو چلند له ښځو سره د جنسیتي اپارټاید په چوکاټ کې راځي که نه.
بېنېټ وویل، د دې لپاره چې څرګنده شي، ایا په افغانستان کې روان حالت جنسیتي اپارټاید بلل کېدای شي که نه، باید د قربانیانو غږونه واورېدل شي او د طالبانو تر واک لاندې د ښځو ورځني ژوند ته پام وشي.
دغه راپور ورکوونکي همدارنګه وویل، چې په افغانستان کې حساب ورکونه د ښځو او د بشري حقونو د فعالانو له ملاتړ پرته شونې نهده.
هغه ټینګار وکړ، چې په دې برخه کې ملګري ملتونه، د جرمونو نړیواله محکمه، یوناما او نور د بشري حقونو بنسټونه مهم رول لري، څو د بشري حقونو سرغړونې ثبت کړي، شواهد خوندي وساتي او د حساب ورکونې بهیر پر مخ یوسي.
د ریچارډ بېنېټ په وینا، د افغانستان مدني ټولنه، په ځانګړي ډول د ښځو ډلې او د جنسیتي عدالت فعالان لا ډېرو سیاسي، مالي او بنسټیزو ملاتړونو ته اړتیا لري.
بېنېټ زیاته کړه، چې باید د افغان فعالانو لپاره یو خوندي او اغېزناک چاپېریال برابر شي، څو وکولای شي په رسنیو او نړیوالو غونډو کې خبرې او مشري وکړي، څو پر نړیوالو غبرګونونو اغېز ولري.
هغه همدارنګه وویل، چې په افغانستان کې ښځې او نجونې له یوه پراخ، منظم تبعیضي او ځپونکي جنسیتي نظام سره مخ دي او افغان ښځو دا حالت «جنسیتي اپارټایډ» بللی دی.
بېنېټ د نېګا (NEGA) شبکې د جوړېدو هرکلی وکړ او هیله یې څرګنده کړه، چې دا شبکه به په افغانستان کې د جنسیتي اپارټاید د پای ته رسولو لپاره د همغږو هڅو په لومړۍ کرښه کې ودرېږي.
«په افغانستان کې د جنسیتي اپارټایډ پر وړاندې د مبارزې شبکه» د جمعې په ورځ (د غويي ۴مه)، د افغان او نړۍ د ښځو د حقونو د فعالانو، حقوق پوهانو، څېړونکو او د بشري حقونو د مدافعانو د یوې ډلې لخوا د کاناډا په ټورنټو ښار کې خپل موجودیت اعلان کړ.