پاکستان کې د شري له امله د ماشومانو مړینې؛ ۷۱ تنه وژل شوي او زرګونه نوې پېښې ثبت شوي

د پاکستان روغتیايي چارواکي وایي، سږ کال د شري ناروغۍ له امله ۷۱ ماشومان مړه شوي او په ټول هېواد کې له ۴۵۰۰څخه زیاتې پېښې ثبت شوې دي. ډاکټران وایي، د واکسین د کم پوښښ له امله د دې ناروغۍ د پراخېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوي.
