اسلام اباد وايي د درېیمو هېوادونو توکي اوس د پاکستان له لارې ایران ته لېږدول کېدای شي

د پاکستان فدرالي حکومت یو حکم صادر کړی، چې له مخې یې د درېیمو هېوادونو یا منځنۍ اسیا د سوداګرو ټرانزیټي توکي د پاکستان له سوداګریزو لارو او بندرونو نه ایران ته لیږدول کېدای شي.
د پاکستان د سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د نوي حکم له مخې د سیمې د سوداګرۍ اسانتیا لپاره له پاکستان نه ایران ته نوې تجارتي لارې پرانیستل شوې دي.
د نوې پالیسۍ له مخې، د ګوادر، کراچۍ او تفتان ترانزیتي مسیرونه فعال شوي دي.
د ګوادر-ګبد لاره د ایران لپاره پرانیستل شوې او د کراچۍ-تفتان کارګو دهلیز ته هم رسمي منظوري ورکړل شوې ده. همدارنګه، له مکران نه تر ګبد پورې نوې لاره پرانېستل شوې چې د پاکستاني چارواکو په وینا، د سوداګرۍ لپاره به نورې اسانتیاوې رامنځته کړي.
د پاکستان د حکومت د نوې پرېکړې له مخې، ګوادر بندر ته سوداګریز حیثیت ورکړل شوی او له دې ځایه تر کوټې او بیا تر تفتان پورې اوږد ترانزیتي دهلیز جوړ شوی دی.
د حکم له مخې، د ترانزیتي مالونو لپاره مالي تضمین ورکول اړین دي.
