میا افتخار حسین: پاکستان کې ولسواکي هېڅکله په ریښتینې معنا وده نهده کړې

په خيبر پښتونخوا کې د عوامي نشنل ګوند مشر میا افتخار حسین ويلي، د پاکستان د ولس «بدبختي» دا ده،چې دلته ولسواکي هېڅلکه په ریښتینې معنا وده نهده کړې. هغه زياته کړې، هر ځل چې ډيموکراتیک نظام پیاوړی شوی، «غیر اساسي» اقدامات کېږي او دا نظام له خپل اصلي مسیر څخه لرې کوي.
