• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستاني رسنۍ: امنیتي ځواکونو په بلوچستان کې د «بي ایل ای» ۵ قومندانان وژلي

۶ غویی ۱۴۰۵ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۱۸ GMT+۱تازه شوی: ۶ غویی ۱۴۰۵ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۲۲ GMT+۱

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د پاکستان امنیتي ځواکونو د بلوچستان ايالت په نوشکي سیمه کې د پنځه وسله والو د وژلو ادعا کړې ده. امنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د یادو عملیاتو په ترسره کولو سره یې د «بلوڅ بېلتون غوښتونکو» وسله والو د برید پلان شنډ کړی دی.

پاکستاني رسنۍ «جيو نيوز» د دوشنبې په ورځ د دغه هېواد امنيتي سرچینو له قوله خبر ورکړ، چې امنیتي ادارو معلومات ترلاسه کړي وو، چې د بلوچ بېلتون غوښتونکو ډلې وسله وال د بلوچستان په نوشکي سیمه کې د ترهګریز برید پلان لري. په همدې موخه امنیتي ځواکونو عملیات پیل کړل او د ترهګرو پر پټنځای یې برید وکړ.
د پاکستان امنيتي ځواکونه بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډله د فتنۀ الهندوستان په نوم يادوي.

د خبر له مخې، د عملیاتو پر مهال د امنیتي ځواکونه او وسله والو ترمنځ نښته رامنځته شوي او په پایله کې د بلوڅ بېلتون غوښتونکو ۵ قومندانان ووژل شول، خو د وژل شویو وسله والو د هویتونو په اړه څه نه دي ویل شوي.
پاکستاني امنیتي ځواکونو ویلي چې د وسله والو پټنځای نړولی او ګڼ شمېر وسلې، راکټ لانچرونه، بمونه او مخابراتي وسایل یې نیولي دي.
د پاکستان امنيتي ځواکونه وخت په وخت د دغه ډول عملياتو او وسله والو وژلو ادعاوې کوي، د ازادو سرچينو له خوا یې تاييد نه کيږي.

ډېر لیدل شوي

طالبانو د الله داد فدایي له نیولو څو ورځې وروسته د هغه د جبري اعتراف ویډیو خپره کړه
۱

طالبانو د الله داد فدایي له نیولو څو ورځې وروسته د هغه د جبري اعتراف ویډیو خپره کړه

۲
ځانګړی راپور

په ۲۰۰۱ کال کې له ماتې وروسته؛ پاکستان څنګه د طالبانو د بیا راټولېدو مرکز وګرځېد؟

۳

اوفا: د پخوانیو امنیتي ځواکونو ستونزمن وضعیت هغوی د وسله‌والو ډلو د جذب له ګواښ سره مخ کړي

۴
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د پاکستان او طالبانو ستراتیژیکه ملګرتیا او پوځي تقابل

۵
ځانګړی

د ټېک‌ټاک له لارې د وړیا ډوډۍ وېش؛ د افغانانو د بې‌وزلۍ یو بل انځور