• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وایي، غزني کې یې ۲۴ تاریخي اثار کشف او موزیم ته لېږدولي دي

۶ غویی ۱۴۰۵ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۶، ۰۷:۱۲ GMT+۱

غزني کې د طالبانو اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي، د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې د مسلکي ټیمونو له لوري ۲۴ تاریخي اثار موندل شوي چې ۲۳ سفالي (خټین) توکي او یو ډبرین لیکلی اثر پکې شامل دي او ټول د ولایت موزیم ته انتقال شوي دي.

ددغه ریاست مسوولین وايي، د یاد ریاست مسلکي کارکوونکو په تېرو څو ورځو کې د دغه ولایت د مرکز اړوند سیمو کې د لرغون پېژندنې په ترڅ کې ۲۴ تاریخي اثار کشف او ترلاسه کړي دي.

د ریاست د معلوماتو له مخې، ۲۳ سفالي (خټین) اثار چې د اوبو د پایپونو په بڼه دي، د غزني ښار د اسفنده سیمې څخه ترلاسه شوي دي. همداراز یو ډبرین لیکلی اثر چې په پنځو ټوټو کې لیکل شوی، د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند سیمه کې موندل شوی دی.

غزني کې د طالبانو اطلاعاتو او فرهنګ رییس ویلي چې دغه سفالي اثار د اسفنده په سیمه کې د وروستیو سېلابونو له امله راڅرګند شوي وو، چې د ریاست مسلکي ډلې د امنیتي ځواکونو په همکارۍ له ساحې راټول او د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند موزیم ته انتقال کړل.

مسوولین زیاتوي چې د دغو اثارو د ساتنې او څېړنې لپاره لازم اقدامات ترسره شوي څو د هېواد د تاریخي او فرهنګي میراث په توګه خوندي پاتې شي.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

امریکایي اداره: په جنسي جرمونو محکوم افغان وګړی د کاناډا پولې ته نږدې نیول شوی

۴

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۵

د کابل او اسلام‌اباد پلاوي د استانبول په غونډه کې «ښو پایلو» ته رسېدلي

•
•
•

نور کیسې

امیر خان متقي: د ورزشي ډیپلوماسۍ له لارې له نړۍ سره اړیکې پراخوو

۶ غویی ۱۴۰۵ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۶، ۰۷:۰۳ GMT+۱
امیر خان متقي: د ورزشي ډیپلوماسۍ له لارې له نړۍ سره اړیکې پراخوو
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په کابل کې د دودیزې غیږنیونې نړیوالې جشنوارې د ګډون کوونکو هېوادونو له استازو سره د لیدنې پر مهال ویلي چې د ورزشي ډیپلوماسي له لارې هڅه کوي له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس حافظ ضیاء احمد تکل په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د مولوي امیرخان متقي په کابل کې د دودیزې غیږنیونې نړیوالې جشنوارې د ګډون کوونکو هېوادونو له استازو سره لیدنه کړې ده.

په دې لیدنه کې متقي د افغانستان او سیمې ترمنځ کلتوري یووالی او اړیکې تاریخي بللي او ویلي یې دي چې د ورزشي ډیپلوماسۍ له لارې هڅه کوي له نړیوالې ټولنې سره اړیکې لا پراخې او پیاوړې کړي.

هغه زیاته کړې چې د ورزشکارانو لپاره د ویزو او نورو اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې هڅې روانې دي او په وینا یې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دودیزو لوبو او ورزشونو په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.

ضیا احمد لیکلي، د ګډون کوونکو هېوادونو ورزشي استازو د افغانانو د مدیریت او د غیږنیونې د مهارتونو ستاینه کړې او په دې برخه کې یې د ګډې همکارۍ ژمنه څرګنده کړې ده.

د یادونې وړ ده چې د اوو هېوادونو ترمنځ د دودیزې غیږنیونې نړیواله جشنواره د افغانستان په کوربه‌توب تېر پنجشنبه په کابل کې پیل شوې، چې له ازبکستان، قرغیزستان، ترکمنستان، تاجکستان، ایران او ترکیې څخه ۶۰ بهرني او ۱۰۰ داخلي ورزشکاران پکې ګډون لري.

اسټرالیا کې افغان سفارت: د افغان جګړې په ترڅ کې د اسټرالیایي سرتېرو د قربانیو درناوی کوو

۶ غویی ۱۴۰۵ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۶، ۰۶:۱۹ GMT+۱
اسټرالیا کې افغان سفارت: د افغان جګړې په ترڅ کې د اسټرالیایي سرتېرو د قربانیو درناوی کوو
100%

په اسټرالیا کې د افغانستان سفارت د انزاک ورځې په مناسبت ویلي چې د افغانستان په جګړه کې د وژل شویو ۴۱ اسټرالیایي او ۱۰ نیوزیلنډي سرتېرو قربانۍ ته درناوی کوي او هغوی یې د یاد وړ بللي دي.

په اسټرالیا کې د افغانستان سفارت په خپله ایکس پاڼه کې د اسټرالیا او نیوزیلنډ د سرتیرو د یاد ورځې په مناسبت پیغام خپور کړی او ویلي یې دي چې د هغو کسانو درناوی کوي چې د افغانستان په ماموریت کې یې دنده ترسره کړې ده.

په پیغام کې ویل شوي چې په افغانستان کې د ماموریت پر مهال ۴۱ اسټرالیایي او ۱۰ نیوزیلنډي سرتېري وژل شوي او د هغوی قربانۍ د درناوي وړ دي.

سفارت زیاته کړې چې «د هغوی قربانۍ په درناوي سره یادېږي» او د یادونې په توګه یې د #LestWeForget هشتګ هم کارولی دی.

دا څرګندونې په داسې حال کې شوې دي چې هر کال د اسټرالیا او نیوزیلنډ خلک د “انزاک ورځې” په نوم د خپلو سرتېرو یادونه کوي او د جګړو په بهیر کې د هغوی خدمتونه او قربانۍ ستايي.

طالبان: د کابل قصابیو ته د معیاري او صحي غوښې د رسولو بهیر پراخ شوی

۶ غویی ۱۴۰۵ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۶، ۰۶:۰۶ GMT+۱
طالبان: د کابل قصابیو ته د معیاري او صحي غوښې د رسولو بهیر پراخ شوی
100%

د طالبانو تر کنټرول لاندې د غوښو او لبنیاتو دولتي شرکت (مسلخ) مسوولین وايي، د کابل ښار قصابیو او ځینو دولتي ادارو ته د معیاري او صحي غوښې د برابرولو بهیر پراخ شوی او دا اداره د غوښې د کورني تولید ترڅنګ د وارداتي اړتیاوو د کمولو هڅه کوي.

د دغه مسلخ مسوولین وايي، د دغه شرکت له لارې اوس کولای شي په منظم ډول دولتي ادارو او ښار کې فعالو قصابیو ته غوښه برابر کړي.

د یاد شرکت مشر رحمت الله عباس ویلي، د مسلخ ترڅنګ دغه اداره په ښار کې خپلې قصابۍ هم لري چې د ده په وینا د بازار له نورو پلورونکو په پرتله غوښه په ټیټه بیه عرضه کوي.

د شرکت د صحي څانګې مسوولین زیاتوي چې د حلالې له ترسره کېدو وړاندې ټول حیوانات طبي معاینه کېږي او یوازې تر تایید وروسته یې غوښه بازارونو او ځینو دولتي ادارو ته وړاندې کېږي.

د دوی په وینا، دا مهال شاوخوا ۵۰ تنه قصابان د دې ادارې په بېلابېلو برخو کې په کار بوخت دي.

بل لور ته، افغانستان د کورني تولید ترڅنګ هر کال د خپلې غوښې د اړتیاوو د پوره کولو لپاره له سعودي عربستان، ترکیې، ایران او اروپایي اتحادیې څخه هم غوښه واردوي.

طالبانو او روسي کمپنیو د برېښنا سکتور کې د همکاریو هوکړې کړي

۶ غویی ۱۴۰۵ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۶، ۰۴:۳۴ GMT+۱
طالبانو او روسي کمپنیو د برېښنا سکتور کې د همکاریو هوکړې کړي
100%

د طالبانو تر چتر لاندې افغانستان برېښنا شرکت وایي، په روسیه کې د برېښنا له یو شمېر مهمو تولیدي او تخنیکي کمپنیو سره د لیدنو پر مهال د انرژۍ سکتور د پراختیا، پانګونې او تخنیکي همکارۍ په اړه نوې هوکړې او تفاهمونه یې ترلاسه کړي دي.

د دغه شرکت د خبرپاڼې له مخې، د دې شرکت رهبري پلاوي د خپل رسمي سفر په ترڅ کې روسیې ته تللي او هلته یې د برېښنا له یو شمېر مهمو او معتبرو تولیدي او تخنیکي کمپنیو له استازو سره لیدنې کړې دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، روسي معتبرې کمپنۍ چمتووالی ښودلی چې له افغانستان برېښنا شرکت سره د برېښنا شبکو د پراختیا، تخنیکي روزنې او د انرژۍ اړوند نورو برخو کې همکاري وکړي.

خبرپاڼه زیاتوي چې په نږدې راتلونکي کې به د روسي کمپنیو تخنیکي ټیمونه افغانستان ته سفر وکړي، او د دواړو لورو تخنیکي ډلې به د برېښنا اړوند پروژو د عملي کولو لپاره ګډ کار پیل کړي.

د طالبانو په باور، دا ډول همکارۍ کولی شي هېواد ته د دوامدارې برېښنا د تامین زمینه برابره کړي او په کور دننه د برېښنا د تولید او شبکو د پیاوړتیا په برخه کې مهم رول ولوبوي.

د امریکا د کانګرس غړې: ټرمپ له افغان متحدینو سره شوې ژمنه ماته کړې

۶ غویی ۱۴۰۵ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۶، ۰۳:۴۷ GMT+۱
د امریکا د کانګرس غړې: ټرمپ له افغان متحدینو سره شوې ژمنه ماته کړې
100%

د امریکا د کانګرس غړې سیدني کملیجر-دوو ویلي، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې له افغان متحدینو سره د بیا مېشتېدو ژمنه ماته کړې او اوس هغوی ته داسې انتخاب وړاندې کوي چې «د مرګ سزا» سره برابر دی.

د امریکا د استازو جرګې غړې سیدني کملیجر-دوو په خپله ایکس پاڼه لیکلي، واشنګټن له هغو افغانانو سره ژمنه کړې وه چې له امریکایي ځواکونو سره یې همکاري کړې وه، څو هغوی وکولای شي له جګړې وروسته په امریکا کې خوندي ژوند پیل کړي.

نوموړې د دې ژمنې د ماتېدو په غبرګون کې ویلي: «ټرمپ دا ژمنه ماته کړې ده، خو تر دې هم بد دا چې هغه زموږ افغان متحدین ګواښي چې یا به بېرته د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته ستانه شي او یا به د کانګو دیموکراتیک جمهوریت ته واستول شي.»

هغې ټینګار کړی چې دا ډول انتخاب «انتخاب نه، بلکې د مرګ سزا ده.»

کملیجر-دوو همداراز د امریکا د کډوالو پراوسنیو تګلارو نیوکه کړې او ویلي یې دي، دې ادارې مجرم کسان هغو هېوادونو ته شړلي چې اصلاً ورسره تړاو نه لري، خو د هغو افغانانو لپاره چې د امریکایي سرتېرو ساتنه یې کړې، «یو خوندي درېیم هېواد هم نه شي موندلی.»

هغې د خپلو څرګندونو په پای کې لیکلي: «پر هغوی دې شرم وي.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د افغان کډوالو او د امریکا د پخوانیو متحدینو د برخلیک په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي، او ګڼ شمېر سیاستوال د هغوی د خوندي انتقال او بیا مېشتېدو غوښتنه کوي.