• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو راوتلو اټکل شوی

۶ غویی ۱۴۰۵ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۰۷ GMT+۱

د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت اړوند د هوا پوهنې ادارې د هېواد په ۲۳ولایتونو کې د شدیدو بارانونو، تالندې برېښنا، تېزو بادونو او ناڅاپي سېلابونو راوتلو د احتمال خبرداری ورکړی دی.

یاد ادارې د یکشنبې په ورځ (د غويي ۶مه) په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې سبا په پروان، کاپیسا، پنجشېر، بغلان، سمنګان، بلخ، سرپل، فاریاب، غور، بادغیس، هرات، فراه، دایکندي، بامیان، غزني، میدان‌وردګ، لوګر، کابل، ننګرهار، پکتیا، خوست، تخار او بدخشان ولایتونو کې د بارانونو ورېدو امکان شته.

د خبرپاڼې له مخې، په بېلابېلو سیمو کې د ورښت اندازه د ۱۰تر ۳۰ملي مترو ترمنځ اټکل شوې ده.

همداراز ویل شوي، چې په مرکزي، لوېدیځو او سوېل ختیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو د لګېدو امکان هم شته، چې چټکتیا به یې په ساعت کې د ۵۰څخه تر ۸۰کیلومترو پورې وي.

چارواکو له خلکو غوښتنه کړې چې د احتمالي سېلابونو او خرابې هوا پر مهال لازم احتیاطي تدابیر ونیسي.

ترویج لرونکی

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟

۲

د طالبانو د مخابراتو وزیر ویلي د ډیجیټلي سکټور د پراختیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۵

عبدالباري جهاني: تاریخ او کتابونه وايي چې ملایان ګنهکاره او د زوال عاملین دي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو بادغیسي مالدارانو ته امر کړی چې د پسته‌لیق ځنګلونه تخلیه کړي

۶ غویی ۱۴۰۵ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۲۳ GMT+۱

په بادغیس کې طالبانو د پسته‌لیق د طبیعي ځنګلونو سیمې مالدارانو ته ۱۴ ورځې وخت ورکړی، چې دغه ساحه تخلیه کړي. طالبانو یادو مالدارانو ته خبرداری ورکړی، که د غويي میاشتې تر ۲۰مې له یادې ساحې ونه‌وځي نو لږ تر لږه ۶ میاشتې به زنداني شي.

د بادغیس ولایت لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ او د کرنې او اوبو لګولو ریاست په یوه مکتوب کې د پسته‌لیق د ځنګلونو په شاوخوا سیمو کې ټولو مالدارانو ته امر کړی، چې له یادې سیمې ووځي.

په دې مکتوب کې راغلي: «وروسته د دغه اعلان تر نشرېدو ټول د مالدارۍ لرونکي هغه کسان چي د پسته‌لیق په طبیعي ځنګلونو، هر هغه سیمه کي چې میشت وي د پسته‌لیق له ساحو او له ځنګلو دې خپلې مالدارۍ ژر تر ژره کډه کړي».

په دې مکتوب کې یادو مالدارانو ته خبرداری ورکړل شوی چې د طبیعي ځنګلونو د تنظیم قانون د ۳۷مې مادې له‌مخې، به سرغړونکي د خسارې د جبران په ګډون لږ تر لږه ۶ میاشتې بندي کړای شي.

د بادغیس پسته‌لیق
100%
د بادغیس پسته‌لیق

د طبیعي ځنګلونو د تنظیم قانون په ۳۷مې مادې کې راغلي: «په طبیعي ځنګلونو کي د مالونو څرول منع دي. متخلفین د خسارې له جبران سربېره په قصیر حبس چې له ۶ میاشتو به کم نه‌وي محکوم کېږي.»

د طالبانو په یاد مکتوب کې د دغې چارې لامل د پسته‌لیق ځنګلونو ته د مالونو له امله د تاوان رسېدل په ګوته کړي دي او زیاته شوې: «یاد اقدام وروسته له هغې ترسره شو چي د مالونو له امله د پسته لیق ملي شتمنۍ ته او خصوصاً د پستې د ګل د ودې په موسم کي تاوان رسیده».

پسته‌لیق
100%
پسته‌لیق

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان په لوېدیځ کې د بادغیس پسته‌لیق له ښکلو طبیعي سیمو څخه یوه ده او دا سیمه چې د پستې طبیعي ځنګلونه هم لري او ځايي اوسېدونکي له دې ځای پرته د مالونو د څرولو لپاره بل داسې څړځای نه‌لري.

په ننګرهار کې اته کلن ماشوم د کانال په اوبو کې د ډوبېدو له امله مړ شوی

۶ غویی ۱۴۰۵ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۱۷ GMT+۱

د ننګرهار ولایت ځایي طالب چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې اته کلن ماشوم د اوبو په یوه کانال کې د ډوبېدو له امله مړ شوی دی.

د ننګرهار د کانال ریاست طالب ویاند همایون غریب‌مل ویلي چې دا پېښه نن یکشنبه (د غویي۶مه) د بټي‌کوټ ولسوالۍ په «هجرت‌اباد» کلي کې رامنځته شوې ده.

د نوموړي په وینا، د ماشوم د جسد موندلو او راایستلو لپاره یې د کانال اوبه وچې کړي دي او د لټون هڅې روانې دي تر څو جسد پیدا او کورنۍ ته وسپارل شي.

دغه طالب چارواکي له خلکو غوښتنه کړې چې د سیندونو او ژورو اوبو پر غاړو د تفریح او لامبو پر مهال احتیاط وکړي او پر ماشومانو او تنکیو ځوانانو جدي پام وساتي.

د روان لمریز کال په ترڅ کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه په اوبو کې د ډوبېدو له امله د مړینې څو پېښې راپور شوې دي. د دغو ډېری پېښو لامل بې‌احتیاطي بلل شوې ده.

خلک همداراز شکایت کوي، چې د سیندونو او کانالونو ترڅنګ د ژغورنې او بیړنیو مرستو اسانتیاوې او تجهیزات کم دي، چې له امله یې د ورته پېښو پر مهال د ژغورنې چارې له ستونزو سره مخ کېږي.

طالبان او د کډوالۍ نړیوال سازمان چارواکي د همکاریو پر پیاوړتیا غږېدلي

۶ غویی ۱۴۰۵ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۵۴ GMT+۱

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتوالي ادارې مشر، ملا نورالدین ترابي د کډوالۍ نړیوال سازمان(ای او ایم) له مشرې میا پارک او ورسره مل پلاوي سره لیدلي او د همکاریو پر پیاوړتیا یې خبرې اترې کړي دي.

له دغه ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په یاده ناسته کې ملا ترابي د کډوالۍ نړیوال سازمان د رغنیزو، مخنیوي پروژو او بېړنیو مرستو په برخو کې یو مهم او اغېزمن شریک بللی. هغه همداراز د یادې ادارې لپاره د رضاکارانو د جذب روان بهیر ته اشاره وکړه او ویې ویل چې دا پروسه په چټکۍ سره روانه ده او ژر به بشپړه شي. نوموړي د دغو رضاکارانو پر ملاتړ ټینګار وکړ.

په خبرپاڼه کې د میا پارک له قوله ویل شوي، چې ای او ایم خپلو همکارانو ته لارښوونه کړې څو له دې ادارې سره فعاله او جدي همکاري وکړي.

اغلې پارک زیاته کړې، چې موخه یې دا ده چې د پېښو د مدیریت لپاره یو قوي او فعال میکانیزم رامنځته کړي، او په همدې خاطر د اړیکو مرکزونو پیاوړتیا او د رضاکارانو توانمندۍ ته ځانګړې پاملرنه کوي.

نوموړې همداراز وویل،چې په پکتیا ولایت کې پاتې نیمګړې پروژې بېرته پیل شوې دي او تمه ده په نږدې وخت کې بشپړې شي.

هغې ویلي،چې په کونړ ولایت کې د زلزله ځپلو خلکو لپاره د سرپناه جوړولو چارې روانې دي او هڅه کوي چې له تمویلونکو څخه د دې برخې لپاره نوره بودیجه هم ترلاسه کړي، ځکه زیانمن خلک جدي مرستو ته اړتیا لري.

په جلال اباد کې یوې کورنۍ د طالبانو ادعا رد کړه؛ د کورنۍ غړی مو غل نه و او دوی په ډزو وژلی

۶ غویی ۱۴۰۵ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۱۷ GMT+۱

په ننګرهار کې یوې کورنۍ افغانستان انټرنشنل ته په خبرو کې د طالبانو هغه ادعا رد کړه، چې ګواکې د دوی د کورنۍ غړی بشیرخان غل و او له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوی دی. دې کورنۍ تېره ورځ ویلي و، چې طالبانو بشیرخان په جلال‌اباد ښار کې له محاکمې پرته په ډزو وژلی.

د طالبانو د ننګرهار امنیه قومندان نن یکشنبه، د غويي پر ۶مه اعلان وکړ، چې ددغه ولایت د مرکز جلال اباد ښار د دويمې امنيتې حوزې په سیمه کې کور ته ورغلو غلو ددوی پر پولیسو ځوابي ډزې وکړې، چې په پایله کې یې د غلو مشر بشير لومړی ټپي شو او وروسته ومړ.

خو د بشیرخان کورنۍ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دوی د طالبانو دا ادعا ردوي او ددې پيښې د څرنګوالي د معلومولو لپاره باید یو خپلواک پلاوی وټاکل شي.

د بشیرخان زوی او ورور چې په په یوه اروپايي هېواد کې ژوند کوي، وايي، « دا ټوله سناریو د طالبانو له خوا جوړه شوې ده او هېڅ حقیقت نه لري».

د بشیرخان کورنۍ وايي، چې طالبانو پر دوی زور اچولی چې دا موضوع به نه رسنیزه کوي او په هېواد کې دننه نژدې خپلوانو باندې یې فشار راوړی چې په « دې موضوع پسې مه ګرځئ».

یاده کورنۍ نیوکه کوي، چې طالبانو له پيښې درې ورځې وروسته دوه کسان رسنیو ته ښکاره کړي او ضد او نقص څرګندونې کوي.

دغې کورنۍ زیاته کړې چې د بشیر خان پر بدن د ډزو د نښو ترڅنګ د سختې شکنجې نښې هم لیدل کېږي او بدن یې شین شوی و. دوی وایي، چې طالبانو په لومړیو کې د جسد له سپارلو ډډه کوله او فشار یې پرې راوړی و چې موضوع باید رسنیزه نه کړي.

ياده کورنۍ پر طالبانو نیوکه کوي چې په دغه نظام کې قانوني بهیر نشته او هر وسله‌وال طالب پخپله هم قوماندان دی او هم قاضي، چې خپله پرېکړه پخپله عملي کوي.

د طالبانو او عربستان د بهرنیو چارو وزیران د شخړو پر سوله ییز حل غږیدلي

۶ غویی ۱۴۰۵ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۴۴ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان د دوه اړخیزو اړیکو او د ډیپلوماسۍ له لارې په سیمه کې د شخړو د حل په تړاو ټیلیفوني خبرې وکړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یکشنې په ورځ، د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې امیرخان متقي له شهزاده فیصل بن فرحان سره د خبرو پرمهال د افغانستان او سعودي د دوو اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او په سیمه کې یې د ثبات لپاره د دغه هېواد د هڅو ستاینه وکړه.

اعلامیه زیاتوي، چې متقي په سعودي عربستان کې د مېشتو افغانانو لپاره د اسانتیاوو برابرولو او د ډیپلوماټیکې استازولۍ د بشري ظرفیت لوړولو په اړه هم خبرې کړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په وینا، شهزاده فیصل بن فرحان په سیمه کې روان وضعیت مهم بللی او د شخړو د پای ته رسېدو لپاره یې پر خبرو اتررو او ډيپلوماسۍ ټینګار کړی دی.