د ازبکستان د روغتیا وزیر د بلخ له حوزوي روغتون څخه لیدنه کړې

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي چې د ازبکستان د عامې روغتیا وزیر اصیلبیک خدایاروف د بلخ ولایت له حوزوي روغتون څخه لیدنه کړې ده. د طالبانو د عامې روغتیا وزیر له نوموړي سره په لیدنه کې غوښتنه کړې، چې د عصري طبي تجهیزاتو په برخه کې مرسته ورسره وکړي.
