طالبان: په درې ولایتونو کې پنځه مېرمنې له تاوتریخوالي ژغورل شوي

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت وایي، د غزني، بغلان او میدان وردګ ولایتونو کې یې پنځه مېرمنې له کورني تاوتریخوالي او نورو ستونزو ژغورلې دي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت وایي، د غزني، بغلان او میدان وردګ ولایتونو کې یې پنځه مېرمنې له کورني تاوتریخوالي او نورو ستونزو ژغورلې دي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د یادو ولایتونو محتسبینو د مېرمنو د حقونو د خوندي کولو په موخه دغه پنځه مېرمنې له بېلابېلو ستونزو ژغورلې دي.
د وزارت په وینا، په دغو قضیو کې د کورني تاوتریخوالي، کورني بند، نفقې او میراث اړوند ستونزې شاملې وې، چې مېرمنې ترې د ناوړه دودونو له امله محرومې شوې وې.
خبرپاڼه زیاتوي چې د تېرې حمل میاشتې په ترڅ کې په ټول هېواد کې د مېرمنو اړوند له ۴۰۱څخه ډېرو قضیو ته رسېدنه شوې، چې پکې د میراث، ولور، نفقې، کورني بند، په بدو کې ورکړې او غیر شرعي نکاح قضیې شاملې دي.

د طالبانو د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزیر نورالله نوري سمنګان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې یوې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال له خلکو غوښتي چې له دوی څخه ملاتړ وکړي.
نوري دغه غونډه کې د طالبانو د نظام څخه د ملاتړ ترڅنګ، په ملي یووالي او د خلکو د ستونزو د اورېدو پر اهمیت ټینګار کړې او ویلي دي چې « افغانان د دین او خاورې د دفاع لپاره یو موټی دي.»
دا په داسې حال کې ده چې یوه ورځ وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په یوه غونډه کې ادعا کړې وه چې د دوی پر وړاندې هېڅ مخالفت نشته او ټول ولس ورسره ولاړ دی.
له واکمنېدو راهیسې طالبان د ټولګډونه حکومت د نه جوړولو او د لږکیو د حقونو د نقض له امله له نیوکو سره مخ دي. په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شوي چې ګواکې پر خلکو فشار راوړل کېږي څو له طالبانو ملاتړ اعلان کړي.
یو شمېر شنونکي په دې باور دي چې د طالبانو له لوري د خلکو د ملاتړ پرلهپسې غوښتنه د دې نښه ده چې دوی د خپل نظام پر ثبات بشپړ باور نه لري.
ورته مهال د بحران نړۍوالې ډلې په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې طالبانو هڅه کړې له پاکستان سره د جګړې څخه په ګټې اخیستنې په کور دننه د ځان په ګټه عامه ملاتړ خپل کړي.
هرات کې د طالبانو چاپېریال ساتنې ریاست مسولین وايي چې، له عامو خلکو راټول شوي ۳۶ ډوله بېلابېل مرغان یې طبیعت ته خوشې کړي.
د یاد ریاست د اړیکو او عامه پوهاوي مدیر حامد الهام ویلي چې په خوشې شویو مرغانو کې ۱۵ زرکې، ۸ میناوې، ۱۲ جل مرغان او یو شاهین شامل دي.
هغه زیاته کړې چې دا اقدام د ژوو د بیلابیلو نسلونو د ساتنې او د وحشي ژوو د ناقانونه ښکار او ساتنې د مخنیوي په موخه ترسره شوی دی.
د هرات د چاپېریال ساتنې ریاست ټینګار کوي چې د مرغانو د راټولولو بهیر به دوام ولري او له سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي.
دغه مرغان د هرات ښار د تخته صفر تفریحي پارک په شنه طبیعت کې خوشې شوي او بېرته خپل طبیعي چاپېریال ته ستانه شوي دي.
غزني کې د طالبانو اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي، د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې د مسلکي ټیمونو له لوري ۲۴ تاریخي اثار موندل شوي چې ۲۳ سفالي (خټین) توکي او یو ډبرین لیکلی اثر پکې شامل دي او ټول د ولایت موزیم ته انتقال شوي دي.
ددغه ریاست مسوولین وايي، د یاد ریاست مسلکي کارکوونکو په تېرو څو ورځو کې د دغه ولایت د مرکز اړوند سیمو کې د لرغون پېژندنې په ترڅ کې ۲۴ تاریخي اثار کشف او ترلاسه کړي دي.
د ریاست د معلوماتو له مخې، ۲۳ سفالي (خټین) اثار چې د اوبو د پایپونو په بڼه دي، د غزني ښار د اسفنده سیمې څخه ترلاسه شوي دي. همداراز یو ډبرین لیکلی اثر چې په پنځو ټوټو کې لیکل شوی، د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند سیمه کې موندل شوی دی.
غزني کې د طالبانو اطلاعاتو او فرهنګ رییس ویلي چې دغه سفالي اثار د اسفنده په سیمه کې د وروستیو سېلابونو له امله راڅرګند شوي وو، چې د ریاست مسلکي ډلې د امنیتي ځواکونو په همکارۍ له ساحې راټول او د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند موزیم ته انتقال کړل.
مسوولین زیاتوي چې د دغو اثارو د ساتنې او څېړنې لپاره لازم اقدامات ترسره شوي څو د هېواد د تاریخي او فرهنګي میراث په توګه خوندي پاتې شي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په کابل کې د دودیزې غیږنیونې نړیوالې جشنوارې د ګډون کوونکو هېوادونو له استازو سره د لیدنې پر مهال ویلي چې د ورزشي ډیپلوماسي له لارې هڅه کوي له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس حافظ ضیاء احمد تکل په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د مولوي امیرخان متقي په کابل کې د دودیزې غیږنیونې نړیوالې جشنوارې د ګډون کوونکو هېوادونو له استازو سره لیدنه کړې ده.
په دې لیدنه کې متقي د افغانستان او سیمې ترمنځ کلتوري یووالی او اړیکې تاریخي بللي او ویلي یې دي چې د ورزشي ډیپلوماسۍ له لارې هڅه کوي له نړیوالې ټولنې سره اړیکې لا پراخې او پیاوړې کړي.
هغه زیاته کړې چې د ورزشکارانو لپاره د ویزو او نورو اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې هڅې روانې دي او په وینا یې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دودیزو لوبو او ورزشونو په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.
ضیا احمد لیکلي، د ګډون کوونکو هېوادونو ورزشي استازو د افغانانو د مدیریت او د غیږنیونې د مهارتونو ستاینه کړې او په دې برخه کې یې د ګډې همکارۍ ژمنه څرګنده کړې ده.
د یادونې وړ ده چې د اوو هېوادونو ترمنځ د دودیزې غیږنیونې نړیواله جشنواره د افغانستان په کوربهتوب تېر پنجشنبه په کابل کې پیل شوې، چې له ازبکستان، قرغیزستان، ترکمنستان، تاجکستان، ایران او ترکیې څخه ۶۰ بهرني او ۱۰۰ داخلي ورزشکاران پکې ګډون لري.
په اسټرالیا کې د افغانستان سفارت د انزاک ورځې په مناسبت ویلي چې د افغانستان په جګړه کې د وژل شویو ۴۱ اسټرالیایي او ۱۰ نیوزیلنډي سرتېرو قربانۍ ته درناوی کوي او هغوی یې د یاد وړ بللي دي.
په اسټرالیا کې د افغانستان سفارت په خپله ایکس پاڼه کې د اسټرالیا او نیوزیلنډ د سرتیرو د یاد ورځې په مناسبت پیغام خپور کړی او ویلي یې دي چې د هغو کسانو درناوی کوي چې د افغانستان په ماموریت کې یې دنده ترسره کړې ده.
په پیغام کې ویل شوي چې په افغانستان کې د ماموریت پر مهال ۴۱ اسټرالیایي او ۱۰ نیوزیلنډي سرتېري وژل شوي او د هغوی قربانۍ د درناوي وړ دي.
سفارت زیاته کړې چې «د هغوی قربانۍ په درناوي سره یادېږي» او د یادونې په توګه یې د #LestWeForget هشتګ هم کارولی دی.
دا څرګندونې په داسې حال کې شوې دي چې هر کال د اسټرالیا او نیوزیلنډ خلک د “انزاک ورځې” په نوم د خپلو سرتېرو یادونه کوي او د جګړو په بهیر کې د هغوی خدمتونه او قربانۍ ستايي.