په اسلام اباد او پېنډۍ کې د ګرځبنديز له امله پاکستان ته د ورځې ۱۹بیلیونه کلدارې تاوان اوړي

د خيبرپښتونخوا د خزانې سلاکار مزمل اسلم ادعا کړې، چې په اسلاماباد او راولپنډۍ ښارونو کې، د ګرځبنديز له امله پاکستان ته هره ورځ شاوخوا ۱۹ بیلیونه او د لسو ورځو لپاره دا اقتصادي زیان ۱۹۰ بیلیونه پاکستاني کلدارو ته رسېږي.
