• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له پاکستان نه مسکو ته لاړ

۶ غویی ۱۴۰۵ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۱۹ GMT+۱

ایرنا خبري اژانس خبر ورکړی، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له پاکستاني چارواکو سره له خبرو اترو وروسته، مسکو ته روان شوی دی.

په روسیه کې د ایران سفیر ویلي چې عراقچي به په مسکو کې له ولادیمیر پوتین سره هم وګوري او له روسي چارواکو سره به د مذاکراتو وروستي پرمختګونه، اوربند او سیمه ییزې مسلې وڅېړي.

ترویج لرونکی

د قدرت په مرکز کې یخ بادونه: «د هبت الله اخوندزاده او بشر نورزي ترمنځ اړیکې سړیږي»
۱
ځانګړی راپور

د قدرت په مرکز کې یخ بادونه: «د هبت الله اخوندزاده او بشر نورزي ترمنځ اړیکې سړیږي»

۲

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ

۳
شننه

جولای ۲۰۲۱؛ د سقوط وروستۍ نښې

۴

سرچینې: طالبانو حامد کرزي ته د خامنه‌یي د جنازې په مراسمو کې د ګډون اجازه نه‌ده ورکړې

۵

نوی ډیلی: د کابل د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ملاتړ کوو

•
•
•

نور کیسې

د امریکا سرپرست لوی څارنوال: ټرمپ ښايي د سپینې ماڼۍ د مېلمستیا د ډزو اصلي هدف و

۶ غویی ۱۴۰۵ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۳۱ GMT+۱
د امریکا سرپرست لوی څارنوال: ټرمپ ښايي د سپینې ماڼۍ د مېلمستیا د ډزو اصلي هدف و
100%

د امریکا سرپرست لوی څارنوال ټوډ بلانش د یکشنبې په ورځ وویل چې ډونالډ ټرمپ او د هغه د ادارې چارواکي ښايي د هغه شکمن کس هدف وو چې د سپینې ماڼۍ د خبریالانو د مېلمستیا پر مهال یې پر یو امنیتي مامور ډزې کړې وې.

بلانش وویل چې داسې ښکاري شکمن کس ښايي د ولسمشر په ګډون د ادارې پر کارکوونکو د برید نیت درلود. هغه زیاته کړه چې شکمن کس په احتمالي ډول له لاس انجلس نه د اورګاډي له لارې شیکاګو او بیا واشنګټن ته تللی و.

ټاکل شوې ده چې شکمن کس به د دوشنبې په ورځ په فدرالي محکمه کې پر فدرالي مامور د برید، د وسلې د کارولو او د فدرالي مامور د وژنې د هڅې په تورونو تورن شي.

هغه وویل چې تر اوسه معلومه نه ده چې دا پېښه له ایران سره کوم تړاو لري او که نه.

د راپورونو له مخې، شکمن کس د کالیفورنیا اوسېدونکی شاوخوا ۳۱ کلن سړی دی. د هغه د مخینې په اړه ډېر معلومات نه دي خپاره شوي، خو پر ټولنیزو شبکو پوسټونه ښيي چې ښايي ښوونکی و.

ایران د جیش العدل وسله‌والې ډلې سره تړلی یو کس اعدام کړی

۶ غویی ۱۴۰۵ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۱۹ GMT+۱
ایران د جیش العدل وسله‌والې ډلې سره تړلی یو کس اعدام کړی
100%

د ایران قضايي چارواکي وایي، یو کس چې د «جیش العدل» په نوم د سني وسله‌والې ډلې له غړیتوب او پر امنیتي ځواکونو د بریدونو په ترسره کولو تورن و، اعدام شوی دی.

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، یاد کس چې عامر رامش په نوم یاد شوی، د ایران په جنوب ختیځ کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو پر مهال نیول شوی و او وروسته پرې د وسله‌وال بغاوت، بمي چاودنو او کمینونو په ګډون د ګڼو تورونو له مخې قضیه ثبت شوې وه.

ایراني چارواکي وایي، نوموړی د هغو بریدونو په ترسره کولو تورن و چې د پوځ او امنیتي ځواکونو پر موټرو او سرتېرو ترسره شوي وو.

جیش العدل،یوه افراطي سني وسله‌واله ډله بلل کېږي چې د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې فعالیت لري، او دغه سیمه د هېواد له تر ټولو بې‌وزلو سیمو څخه ګڼل کېږي.

نړیوال مشران: د ټرمپ پر مېلمستیا د ډزو پېښه غندو، سیاسي تاوتریخوالی د منلو نه دی

۶ غویی ۱۴۰۵ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۶، ۰۸:۵۸ GMT+۱
نړیوال مشران: د ټرمپ پر مېلمستیا د ډزو پېښه غندو، سیاسي تاوتریخوالی د منلو نه دی
100%

د سپینې ماڼۍ د خبریالانو په مېلمستیا کې د ډزو له پېښې وروسته، د نړۍ یو شمېر مشرانو د ډونالډ ټرمپ د خوندیتوب په اړه خوښي څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې سیاسي تاوتریخوالی باید په کلکه وغندل شي.

د نړۍ یو شمېر مشرانو د سپینې ماڼۍ د خبریالانو د مېلمستیا پر مهال د ډزو له پېښې وروسته په خپلو غبرګونونو کې دا پېښه غندلې او د ټرمپ او نورو ګډونوالو د خوندي پاتې کېدو هرکلی یې کړی دی.

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي، هغه او مېرمن یې د ټرمپ پر وړاندې د برید پر هڅې “سخت حیران” شوي دي. نوموړي زیاته کړې چې د ولسمشر او لومړۍ مېرمنې د خوندي پاتې کېدو له امله “ارام” دي او د ټپي پولیس افسر د ژر رغېدو هیله یې څرګنده کړې ده.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي هم ویلي، خوښ دی چې ټرمپ، لومړۍ مېرمن او مرستیال ولسمشر له پېښې روغ وتلي دي. هغه ټینګار کړی: «تاوتریخوالی په ډیموکراسۍ کې ځای نه لري او باید په کلکه وغندل شي.»

اروپایي سیاستوالې کایا کالاس ویلي، دا د خوښۍ ځای دی چې د غونډې ټول ګډونوال خوندي دي، خو زیاته کړې یې ده چې «سیاسي تاوتریخوالی په ډیموکراسۍ کې هېڅ ځای نه لري» او هغه پېښه چې باید د ازادې رسنۍ د درناوي لپاره وای، باید د وېرې په صحنه بدله نه شي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف بیا دا پېښه “اندېښمنوونکې” بللې او ویلي یې دي چې د ټرمپ او نورو ګډونوالو د خوندي پاتې کېدو خبر یې د ډاډ وړ دی. نوموړي د ټرمپ د دوامدار خوندیتوب هیله هم څرګنده کړې ده.

دا غبرګونونه په داسې حال کې راځي چې د واشنګټن په یوه هوټل کې د یادې مېلمستیا پر مهال یو وسله‌وال کس ډزې وکړې، خو د امنیتي ځواکونو د چټک غبرګون له امله لوړپوړي چارواکي خوندي پاتې شول او بریدګر ونیول شو.

د دغې پېښې وروسته، یو ځل بیا د سیاسي تاوتریخوالي او د عامه شخصیتونو د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

اسټرالیا کې افغان سفارت: د افغان جګړې په ترڅ کې د اسټرالیایي سرتېرو د قربانیو درناوی کوو

۶ غویی ۱۴۰۵ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۶، ۰۶:۱۹ GMT+۱
اسټرالیا کې افغان سفارت: د افغان جګړې په ترڅ کې د اسټرالیایي سرتېرو د قربانیو درناوی کوو
100%

په اسټرالیا کې د افغانستان سفارت د انزاک ورځې په مناسبت ویلي چې د افغانستان په جګړه کې د وژل شویو ۴۱ اسټرالیایي او ۱۰ نیوزیلنډي سرتېرو قربانۍ ته درناوی کوي او هغوی یې د یاد وړ بللي دي.

په اسټرالیا کې د افغانستان سفارت په خپله ایکس پاڼه کې د اسټرالیا او نیوزیلنډ د سرتیرو د یاد ورځې په مناسبت پیغام خپور کړی او ویلي یې دي چې د هغو کسانو درناوی کوي چې د افغانستان په ماموریت کې یې دنده ترسره کړې ده.

په پیغام کې ویل شوي چې په افغانستان کې د ماموریت پر مهال ۴۱ اسټرالیایي او ۱۰ نیوزیلنډي سرتېري وژل شوي او د هغوی قربانۍ د درناوي وړ دي.

سفارت زیاته کړې چې «د هغوی قربانۍ په درناوي سره یادېږي» او د یادونې په توګه یې د #LestWeForget هشتګ هم کارولی دی.

دا څرګندونې په داسې حال کې شوې دي چې هر کال د اسټرالیا او نیوزیلنډ خلک د “انزاک ورځې” په نوم د خپلو سرتېرو یادونه کوي او د جګړو په بهیر کې د هغوی خدمتونه او قربانۍ ستايي.

هند: د الوتکې په انجن کې د اور لګېدو له امله شپږ مسافر ټپیان شوي

۶ غویی ۱۴۰۵ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۶، ۰۶:۰۸ GMT+۱
هند: د الوتکې په انجن کې د اور لګېدو له امله شپږ مسافر ټپیان شوي
100%

د هند په اندرا ګاندي نړیوال هوايي ډګر کې د سویس هوايي شرکت یوې مسافر وړونکې الوتکې د پورته کېدو پر مهال د انجن د تخنیکي خرابۍ له امله اور اخیستی چې په پایله کې یې شپږ مسافر ټپیان شوي دي.

د سویس هوايي شرکت دغه الوتکه چې له ډیلي څخه زوریخ ته روانه وه، د الوتنې پر مهال له اضطراري پېښې سره مخ شوې ده.

چارواکي وايي، د الوتکې د پورته کېدو پر مهال د انجن په یوه برخه کې ناڅاپي تخنیکي ستونزه رامنځته شوه چې له امله یې اور ولګېد. د پېښې له امله شپږ مسافر ټپیان شوي او روغتون ته لېږدول شوي دي، خو د چارواکو په وینا د هغوی وضعیت د درملنې لاندې دی او نور مسافر په خوندي ډول له الوتکې ایستل شوي دي.

هندي چارواکو د پېښې په اړه پلټنې پیل کړې دي او ویلي یې دي چې د عملې چټک غبرګون د احتمالي لویې فاجعې مخه نیولې ده.