• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هند: د الوتکې په انجن کې د اور لګېدو له امله شپږ مسافر ټپیان شوي

۶ غویی ۱۴۰۵ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۶، ۰۶:۰۸ GMT+۱

د هند په اندرا ګاندي نړیوال هوايي ډګر کې د سویس هوايي شرکت یوې مسافر وړونکې الوتکې د پورته کېدو پر مهال د انجن د تخنیکي خرابۍ له امله اور اخیستی چې په پایله کې یې شپږ مسافر ټپیان شوي دي.

د سویس هوايي شرکت دغه الوتکه چې له ډیلي څخه زوریخ ته روانه وه، د الوتنې پر مهال له اضطراري پېښې سره مخ شوې ده.

چارواکي وايي، د الوتکې د پورته کېدو پر مهال د انجن په یوه برخه کې ناڅاپي تخنیکي ستونزه رامنځته شوه چې له امله یې اور ولګېد. د پېښې له امله شپږ مسافر ټپیان شوي او روغتون ته لېږدول شوي دي، خو د چارواکو په وینا د هغوی وضعیت د درملنې لاندې دی او نور مسافر په خوندي ډول له الوتکې ایستل شوي دي.

هندي چارواکو د پېښې په اړه پلټنې پیل کړې دي او ویلي یې دي چې د عملې چټک غبرګون د احتمالي لویې فاجعې مخه نیولې ده.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

امریکایي اداره: په جنسي جرمونو محکوم افغان وګړی د کاناډا پولې ته نږدې نیول شوی

۳

د کابل او اسلام‌اباد پلاوي د استانبول په غونډه کې «ښو پایلو» ته رسېدلي

۴

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۵

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

•
•
•

نور کیسې

ټرمپ وایي فکر نکوي د سپینې ماڼۍ برید دې د ایران له جګړې سره تړاو ولري

۶ غویی ۱۴۰۵ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۶، ۰۴:۵۵ GMT+۱
ټرمپ وایي فکر نکوي د سپینې ماڼۍ برید دې د ایران له جګړې سره تړاو ولري
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، داسې انګېرنه نه لري چې د سپینې ماڼۍ د خبریالانو په مېلمستیا کې د ډزو پېښه دې د ایران له جګړې سره تړاو ولري، خو ټینګار یې کړی چې د پلټنو له بشپړېدو پرته په بشپړ یقین سره څه نه شي ویل کېدای.

ډونالډ ټرمپ د سپینې ماڼۍ د خبریالانو د مېلمستیا پر مهال د ډزو د پېښې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، په اوس وخت کې داسې کومه نښه نه شته چې دا پېښه دې د ایران له جګړې سره تړاو ولري.

هغه ویلي، سره له دې چې لومړنۍ ارزونې دا ډول تړاو نه ښيي، خو «هیڅکله په بشپړ یقین سره څه نه شي ویل کېدای.»

ټرمپ زیاته کړې چې د پېښې په اړه څېړنې روانې دي او غوره امنیتي او پلټونکي کارپوهان د موضوع پر ټولو اړخونو کار کوي. د هغه په وینا، د پلټنو له پرمختګ سره به د دې پېښې نور جزییات هم روښانه شي.

ملګري ملتونه: په ۲۰۲۵ کال کې ۱،۷۵ میلیاردو خلکو ته روغتیايي ګټې رسېدلي

۶ غویی ۱۴۰۵ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۶، ۰۴:۲۱ GMT+۱
ملګري ملتونه: په ۲۰۲۵ کال کې ۱،۷۵ میلیاردو خلکو ته روغتیايي ګټې رسېدلي
100%

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، د ۲۰۲۵ کال د پایلو راپور ښيي چې د دې سازمان او شریکانو په ملاتړ، په ټوله نړۍ کې ۱،۷۵ میلیاردو کسانو ته د ښه روغتیايي ژوند زمینه برابره شوې او سلګونه میلیونه نور خلک له بنسټیزو خدماتو او بیړنیو ګواښونو څخه خوندي شوي دي.

ددغه سازمان مشر تدروس ادهانوم غیبریسوس له‌خوا په ایکس خپور شوي پیغام کې راغلي، د روغتیا نړیوال سازمان د ۲۰۲۵ کلني راپور له مخې، د یاد سازمان او شریکانو په همکارۍ د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې میلیونونو خلکو ته عملي روغتیايي ګټې رسېدلې دي.

هغه ویلي، اټکل کېږي چې شاوخوا ۵۶۷ میلیونه نور خلک له بنسټیزو روغتیايي خدماتو برخمن شوي، پرته له دې چې د درملنې له امله له سختو مالي لګښتونو سره مخ شي. همداراز، د ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې ۶۹۸ میلیونه نور کسان د روغتیايي بیړنیو حالاتو پر وړاندې ښه خوندي شوي دي.

د هغه په وینا، په ټولیز ډول ۱،۷۵ میلیارد نور انسانان توانېدلي چې په ۲۰۲۵ کال کې نسبتا سالم او ښه ژوند ولري.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټینګار کړی چې دغه لاسته راوړنې باید عادي ونه ګڼل شي او د ساتنې او پراختیا لپاره یې دوامدار ملاتړ او پانګونې ته اړتیا ده.

نوموړي زیاته کړې: «موږ باید په ګډه کار وکړو، څو د دې سازمان په اساسي قانون کې ټاکل شوې موخه، یعنې د هر انسان لپاره د روغتیا تر ټولو لوړه ممکنه کچه د یوه حق په توګه، مخ ته یوسو.»

د امریکا د کانګرس غړې: ټرمپ له افغان متحدینو سره شوې ژمنه ماته کړې

۶ غویی ۱۴۰۵ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۶، ۰۳:۴۷ GMT+۱
د امریکا د کانګرس غړې: ټرمپ له افغان متحدینو سره شوې ژمنه ماته کړې
100%

د امریکا د کانګرس غړې سیدني کملیجر-دوو ویلي، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې له افغان متحدینو سره د بیا مېشتېدو ژمنه ماته کړې او اوس هغوی ته داسې انتخاب وړاندې کوي چې «د مرګ سزا» سره برابر دی.

د امریکا د استازو جرګې غړې سیدني کملیجر-دوو په خپله ایکس پاڼه لیکلي، واشنګټن له هغو افغانانو سره ژمنه کړې وه چې له امریکایي ځواکونو سره یې همکاري کړې وه، څو هغوی وکولای شي له جګړې وروسته په امریکا کې خوندي ژوند پیل کړي.

نوموړې د دې ژمنې د ماتېدو په غبرګون کې ویلي: «ټرمپ دا ژمنه ماته کړې ده، خو تر دې هم بد دا چې هغه زموږ افغان متحدین ګواښي چې یا به بېرته د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته ستانه شي او یا به د کانګو دیموکراتیک جمهوریت ته واستول شي.»

هغې ټینګار کړی چې دا ډول انتخاب «انتخاب نه، بلکې د مرګ سزا ده.»

کملیجر-دوو همداراز د امریکا د کډوالو پراوسنیو تګلارو نیوکه کړې او ویلي یې دي، دې ادارې مجرم کسان هغو هېوادونو ته شړلي چې اصلاً ورسره تړاو نه لري، خو د هغو افغانانو لپاره چې د امریکایي سرتېرو ساتنه یې کړې، «یو خوندي درېیم هېواد هم نه شي موندلی.»

هغې د خپلو څرګندونو په پای کې لیکلي: «پر هغوی دې شرم وي.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د افغان کډوالو او د امریکا د پخوانیو متحدینو د برخلیک په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي، او ګڼ شمېر سیاستوال د هغوی د خوندي انتقال او بیا مېشتېدو غوښتنه کوي.

کولمبیا کې پر یوې لویې لارې د چاودنې له امله ۱۳ کسان وژل شوي

۶ غویی ۱۴۰۵ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۴۴ GMT+۱
کولمبیا کې پر یوې لویې لارې د چاودنې له امله ۱۳ کسان وژل شوي
100%

د کولمبیا پولیسو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د دې هېواد لوېدیځ کاوکا ولایت کې د شنبې په ورځ د یوې چاودنې له امله ۱۳ کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.

دا چاودنه د کاوکا ولایت د کاجیبیو ولسوالۍ په ال تونل سیمه کې د پان امریکن لویې لارې پر سر ترسره شوې چې له پوپایان ښار څخه شاوخوا ۳۵ کیلومتره لرې موقعیت لري.

د کاوکا ولایت والي اوکتاویا ګوزمان په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «کاوکا نور نه‌شي کولای دا وحشت یوازې وزغمي. موږ له ترهګرۍ سره مخ یو چې سمدستي ځواب ته اړتیا لري. له مرکزي حکومته پیاوړی، دوامدار او موثر اقدام غواړو، ځکه د عامه نظم جدي بحران رامنځته شوی دی».

د ولسمشرۍ کاندیدې پالومه والنسیا، چې د مخالف ګوند غړې او له همدې ولایت څخه ده یاده چاودنه د فارک مخالفو وسله‌والو ترهګریز عمل بللی او زیاته کړې يې ده: «د ولسمشر ګوستاوو پیترو حکومت نه‌شي کولای تاوتریخوالی کم وګڼي یا دولت کمزوری کړي. موږ عاجل اقدام، د پوځ او پولیسو بشپړ ملاتړ او څرګندې پایلې غواړو».

چارواکو دا برید د فارک مخالفو ډلې پورې تړلی؛ هغه ډله چې د ۲۰۱۶ کال د سولې له موافقې سره یې مخالفت کړی وو.

ولسمشر ګوستاوو پیترو چې خپله پخوانی یاغي دی او د ولسمشرۍ موده یې پای ته نږدې ده، له وسله‌والو ډلو سره د سولې تګلاره غوره کړې، خو لا تر اوسه نه‌دی بریالی شوی.

میا افتخار حسین: پاکستان کې ولسواکي هېڅکله په ریښتینې معنا وده نه‌ده کړې

۶ غویی ۱۴۰۵ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۳۲ GMT+۱
میا افتخار حسین: پاکستان کې ولسواکي هېڅکله په ریښتینې معنا وده نه‌ده کړې
100%

په خيبر پښتونخوا کې د عوامي نشنل ګوند مشر میا افتخار حسین ويلي، د پاکستان د ولس «بدبختي» دا ده،چې دلته ولسواکي هېڅلکه په ریښتینې معنا وده نه‌ده کړې. هغه زياته کړې، هر ځل چې ډيموکراتیک نظام پیاوړی شوی، «غیر اساسي» اقدامات کېږي او دا نظام له خپل اصلي مسیر څخه لرې کوي.

میا افتخار حسین د شنبې په ورځ (د غويي ۵مه) د «ځوانانو ځواکمنه پارلمان» په پرانېستې مراسمو کې وویل، چې د حکومتي چارواکو د بې‌کفایتۍ له امله د پاکستان ولس د اتلسمې اساسي تعدیل له ګټو بې‌برخې پاتې دی. هغه زیاته کړه، چې د پارلمان د غړو اصلي دنده دا ده، چې نظام او پالیسي اصلاح کړي او د ولس لپاره ریښتینی خدمت وکړي.
میا افتخار حسین ټینګار وکړ، چې د سیاست، ډيموکراسۍ او پارلمان پیاوړتیا کې د ځوانانو رول ډېر مهم دی او زیاته یې کړه: «د ملت حقوقو ساتنه او د سولې ټینګښت کې ځوانانو ته ستر مسوولیتونه ورترغاړې دي».

میا افتخار حسین پاکستان کې د ټاکنو پر شفافیت شک څرګند کړ او ویې ویل، چې دلته انتخابات هم د درغلیو ښکار کېږي، ځکه په باور یې، اوس د پیسو په بدل کې خلک پارلمان ته استول کېږي او دا ډول استازي نه‌شي کولای د ولس استازیتوب وکړي.

نوموړي زیاته کړه: «پر پیسو راغلي کسان نه‌شي کولای د ملت قضیه په زغرده مطرح کړي».
ده ټینګار وکړ، «هغه کسان چې قوي نظریات لري، قوي کردار لري او ملت پرې باور کوي او چې د ولس په رایو پارلمان ته راشي، نو هېڅکله د ملت د حقوقو پر سر معامله نه‌کوي».
میا افتخار حسین په ډاګه کړه: «تر هغې چې پارلمان د واک اصلي مرکز نه‌شي، د ولس ستونزې به نورې هم ډېرې شي.»

د پاکستان حکومت د میا افتخار حسین د دغو څرګندونو په تړاو څه سپیناوی نه‌دی کړی او تر دې مخکې د دغه هېواد د اپوزیسیون مشر هم د پارلمان پر پياوړتیا ټينګار کړی دی.