په باجوړ کې ناڅرګندو وسله والو یو قومي مشر وژلی

د خیبر پښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ پولیس وایي چې د یادې ولسوالۍ په عنایت کلي بازار کې ناڅرګندو وسله والو یو قومي مشر ملک فضل واحد په ډزو وژلی. د پولیسو په وینا، پېښه د عنایت کلي په بازار کې شوې ده.

د خیبر پښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ پولیس وایي چې د یادې ولسوالۍ په عنایت کلي بازار کې ناڅرګندو وسله والو یو قومي مشر ملک فضل واحد په ډزو وژلی. د پولیسو په وینا، پېښه د عنایت کلي په بازار کې شوې ده.
د ماموند حوزې د پولیسو مشر نیاز محمد افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې ملک فضل واحد بازار ته تللی و چې ناڅرګندو وسله والو پرې ناڅاپي ډزې وکړې او نوموړی یې ځای پر ځای وواژه.
پولیسو ویلي، وژل شوی ملک د سیمې قبایلي مشر او د یوه ښوونځي ښوونکی و.
تر اوسه پورې د دغه برید انګېزه نه ده روښانه شوې.
د سیمې یو شمېر خبریالان وایي چې ملک فضل واحد څو کاله وړاندې هم نامعلومو کسانو تښتولی و او دوه کاله لادرکه و. همدارنګه، د وژل شوي ملک مشر ورور ملک عبد الحمید هم څو کاله مخکې نامعلومو وسله والو په ډزو وژلی و.
په باجوړ کې په وروستیو کلونو کې پر قبایلي مشرانو او سیاسي فعالانو هدفي بریدونه زیات شوي دي چې له امله یې څو کسان وژل شوي دي.
سیمه ییزې سرچینې وایي، په دې ولسوالۍ کې وخت ناوخت د امنیتي ځواکونو او وسله والو ډلو ترمنځ نښتې هم کېږي چې ملکي وګړي پکې زیانمن شوي دي.