• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په واشنګټن کې د ټرمپ په ګډون یوې غونډې ته نږدې د ډزو غږونه اورېدل شوي دي

۶ غویی ۱۴۰۵ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۶، ۰۳:۰۰ GMT+۱

د امریکا د واشنګټن په یوه هوټل کې ولسمشر ټرمپ له خبریالانو سره پر ماښامۍ مجلس بوخت وو، چې ورسره جوخت مجلس ته نږدې د ډزو غږونه واورېدل شول. د ډزو له غږونو سره سم، ډونالډ ټرمپ او نور لوړ پوړي چارواکي امن ځایونو ته لېږدول شوي دي. ټرمپ ویلي، بریدګر نیول شوی دی.

ټرمپ ویلي، تر نیم ساعت پورې به د دغې پېښې په تړاو په سپینه ماڼۍ کې په یوه خبري کنفرانس کې وینا وکړي. هغه زیاته کړې: «لومړۍ مېرمن، د ولسمشر مرستیال او د دولت ټول غړي په ښه حالت کې دي».

ترویج لرونکی

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ
۱

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ

۲
شننه

جولای ۲۰۲۱؛ د سقوط وروستۍ نښې

۳

نوی ډیلی: د کابل د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ملاتړ کوو

۴

سرچینې: طالبانو حامد کرزي ته د خامنه‌یي د جنازې په مراسمو کې د ګډون اجازه نه‌ده ورکړې

۵

روسیه پر دې غور کوي چې خپله یوه برخه تېل د پروسس لپاره افغانستان ته ولېږدوي

•
•
•

نور کیسې

کولمبیا کې پر یوې لویې لارې د چاودنې له امله ۱۳ کسان وژل شوي

۶ غویی ۱۴۰۵ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۴۴ GMT+۱
کولمبیا کې پر یوې لویې لارې د چاودنې له امله ۱۳ کسان وژل شوي
100%

د کولمبیا پولیسو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د دې هېواد لوېدیځ کاوکا ولایت کې د شنبې په ورځ د یوې چاودنې له امله ۱۳ کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.

دا چاودنه د کاوکا ولایت د کاجیبیو ولسوالۍ په ال تونل سیمه کې د پان امریکن لویې لارې پر سر ترسره شوې چې له پوپایان ښار څخه شاوخوا ۳۵ کیلومتره لرې موقعیت لري.

د کاوکا ولایت والي اوکتاویا ګوزمان په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «کاوکا نور نه‌شي کولای دا وحشت یوازې وزغمي. موږ له ترهګرۍ سره مخ یو چې سمدستي ځواب ته اړتیا لري. له مرکزي حکومته پیاوړی، دوامدار او موثر اقدام غواړو، ځکه د عامه نظم جدي بحران رامنځته شوی دی».

د ولسمشرۍ کاندیدې پالومه والنسیا، چې د مخالف ګوند غړې او له همدې ولایت څخه ده یاده چاودنه د فارک مخالفو وسله‌والو ترهګریز عمل بللی او زیاته کړې يې ده: «د ولسمشر ګوستاوو پیترو حکومت نه‌شي کولای تاوتریخوالی کم وګڼي یا دولت کمزوری کړي. موږ عاجل اقدام، د پوځ او پولیسو بشپړ ملاتړ او څرګندې پایلې غواړو».

چارواکو دا برید د فارک مخالفو ډلې پورې تړلی؛ هغه ډله چې د ۲۰۱۶ کال د سولې له موافقې سره یې مخالفت کړی وو.

ولسمشر ګوستاوو پیترو چې خپله پخوانی یاغي دی او د ولسمشرۍ موده یې پای ته نږدې ده، له وسله‌والو ډلو سره د سولې تګلاره غوره کړې، خو لا تر اوسه نه‌دی بریالی شوی.

میا افتخار حسین: پاکستان کې ولسواکي هېڅکله په ریښتینې معنا وده نه‌ده کړې

۶ غویی ۱۴۰۵ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۳۲ GMT+۱
میا افتخار حسین: پاکستان کې ولسواکي هېڅکله په ریښتینې معنا وده نه‌ده کړې
100%

په خيبر پښتونخوا کې د عوامي نشنل ګوند مشر میا افتخار حسین ويلي، د پاکستان د ولس «بدبختي» دا ده،چې دلته ولسواکي هېڅلکه په ریښتینې معنا وده نه‌ده کړې. هغه زياته کړې، هر ځل چې ډيموکراتیک نظام پیاوړی شوی، «غیر اساسي» اقدامات کېږي او دا نظام له خپل اصلي مسیر څخه لرې کوي.

میا افتخار حسین د شنبې په ورځ (د غويي ۵مه) د «ځوانانو ځواکمنه پارلمان» په پرانېستې مراسمو کې وویل، چې د حکومتي چارواکو د بې‌کفایتۍ له امله د پاکستان ولس د اتلسمې اساسي تعدیل له ګټو بې‌برخې پاتې دی. هغه زیاته کړه، چې د پارلمان د غړو اصلي دنده دا ده، چې نظام او پالیسي اصلاح کړي او د ولس لپاره ریښتینی خدمت وکړي.
میا افتخار حسین ټینګار وکړ، چې د سیاست، ډيموکراسۍ او پارلمان پیاوړتیا کې د ځوانانو رول ډېر مهم دی او زیاته یې کړه: «د ملت حقوقو ساتنه او د سولې ټینګښت کې ځوانانو ته ستر مسوولیتونه ورترغاړې دي».

میا افتخار حسین پاکستان کې د ټاکنو پر شفافیت شک څرګند کړ او ویې ویل، چې دلته انتخابات هم د درغلیو ښکار کېږي، ځکه په باور یې، اوس د پیسو په بدل کې خلک پارلمان ته استول کېږي او دا ډول استازي نه‌شي کولای د ولس استازیتوب وکړي.

نوموړي زیاته کړه: «پر پیسو راغلي کسان نه‌شي کولای د ملت قضیه په زغرده مطرح کړي».
ده ټینګار وکړ، «هغه کسان چې قوي نظریات لري، قوي کردار لري او ملت پرې باور کوي او چې د ولس په رایو پارلمان ته راشي، نو هېڅکله د ملت د حقوقو پر سر معامله نه‌کوي».
میا افتخار حسین په ډاګه کړه: «تر هغې چې پارلمان د واک اصلي مرکز نه‌شي، د ولس ستونزې به نورې هم ډېرې شي.»

د پاکستان حکومت د میا افتخار حسین د دغو څرګندونو په تړاو څه سپیناوی نه‌دی کړی او تر دې مخکې د دغه هېواد د اپوزیسیون مشر هم د پارلمان پر پياوړتیا ټينګار کړی دی.

پر اوکراین د روسیې په بریدونو کې ۷ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي

۵ غویی ۱۴۰۵ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۳۵ GMT+۱
پر اوکراین د روسیې په بریدونو کې ۷ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي
100%

پر اوکراین د روسیې د پراخو بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۷ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي. اوکرایني چارواکو ویلي، روسیې په ننني (شنبه د غويي ۵مه) بریدونو کې پر اوکراین له ۶۶۰ څخه ډېر بې‌پیلوټه الوتکې او توغندي توغولي او د اوکراین سوېل ختیځ او څو نورې سیمې یې په نښه کړې دي.

په دې بریدونو کې د اوکراین د سوېل ختیځ په دنیپرو ښار کې د استوګنې د یوې ودانۍ لویه برخه نړېدلې ده. د دې سیمې والي ویلي، چې د څلورو کسانو مړي له کنډوالو را اېستل شوي دي.

د اوکرایني چارواکو په وینا، د ژغورنې د عملیاتو پر مهال پر همدې سیمې یو بل برید هم شوی چې له امله یې یو کس وژل شوی او اووه نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، په دې ښار کې د روسیې د بریدونو د ټپیانو شمېر له ۳۰ کسانو اوښتی دی. همدارنګه، د اوکراین په شمال کې د چرنیهیف پر سیمې د روسیې په یوه بل برید کې دوه کسان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي: «هر داسې برید باید زموږ شریکانو ته دا ور په یاد کړي چې اوسنی وضعیت بېړني او قاطع اقدام ته اړتیا لري او باید زموږ د هوايي دفاع سیستم ژر تر ژره پیاوړی شي».

شهباز شریف د ایران له ولسمشر سره د سيمې د بدلېدونکي حالت په اړه ټېلیفوني خبرې وکړې

۵ غویی ۱۴۰۵ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۲۰ GMT+۱
شهباز شریف د ایران له ولسمشر سره د سيمې د بدلېدونکي حالت په اړه ټېلیفوني خبرې وکړې
100%

د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف په خپله اېکس‌پاڼه ویلي، چې د شنبې په ماښام (د غويي ۵مه) يې د ايران له ولسمشر مسعود پزشکيان سره د «سيمې د بدلېدونکي حالت» په اړه رغنده ټېليفوني خبرې کړې دي.

هغه په دې ټېلیفوني خبرو کې د «ايران له دوامداره تعامل» او اسلام‌اباد ته د دغه هېواد د بهرنيو چارو د وزير عباس عراقچي د سفر هرکلی او ترې مننه یې کړې ده.

د پاکستان لومړي وزير زياته کړې: «ما يو ځل بيا ټينګار وکړ، چې پاکستان د خپلو ملګرو او شريکانو په ملاتړ ژمن دی، چې د يوه صادق او مخلص اسانتيا برابروونکي په توګه عمل وکړي او په نه ستړې کېدونکې توګه به د سيمې د تلپاتې سولې او اوږدمهاله ثبات لپاره هڅې کوي».

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اسلام‌اباد ته د خپلو استازو سفر لغوه کړی او ویلي یې دي، چې واشنګټن «ټول اهرمونه په واک کې لري» او ایران هېڅ اهرم په لاس کې نه‌لري. هغه وویل: «که دوی [ایران] غواړي خبرې وکړي، یوازنی کار چې باید یې وکړي دا دی چې زنګ ووهي».

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له پاکستان څخه عُمان ته له رسېدو مخکې بیا ویلي، پاکستان ته یې د خپل سفر په ترڅ کې د ایران پر وړاندې د جګړې د دایمي پای ته رسولو لپاره د یوې عملي او د پلي کېدو وړ چوکاټ په اړه د اسلامي جمهوري دولت دریځ تشرېح کړی دی.

پر اوکراین د روسیې په بریدونو کې ۷ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي

۵ غویی ۱۴۰۵ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۱۷ GMT+۱
پر اوکراین د روسیې په بریدونو کې ۷ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي
100%

رویټرز د اوکراین د سیمه‌ییزو چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې تېره شپه پر اوکراین د روسیې په بریدونو کې له ۶۶۰ څخه ډېرې بې‌پیلوټه الوتکي او او توغندي کارول شوي، چې په پایله کې ۷ اوکراینیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

د اوکراین سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، چې په دنېپرو ښار کې پر یوې استوګنیزې ودانۍ د روسیې د بریدو له امله ۴ جسدونه له خاورو را ایستل شوي دي.

د دنېپرو د والي اولکساندر هانژا په وینا، د ژغورنې عملیاتو پر مهال دغه سیمه یو ځل بیا په نښه شوه چې په دویم برید کې یو تن ووژل شو او ۷ نور ټپیان شول. په دغه ښار کې د ټپیانو ټول شمېر تر ۳۰ تنو اوړي.

د اوکراین لومړۍ وزیرې یولیا سوېریدینکو دا بریدونه د خلکو پر وړاندې د روسیې د «قصدي ترور» دوام وباله. د دنېپرو ترڅنګ په شمالي سیمه «چرنیهیف» کې هم د توغندیو او ډرون بریدونو له امله ۲ تنه وژل شوي او ۷ نور ژوبل دي.

له یادو بریدو وروسته د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د دغو بریدونو په غبرګون کې یو ځل بیا له نړیوالو متحدینو وغوښتل چې د اوکراین هوايي دفاعي سیسټمونه پیاوړي کړي.

د اوکراین هوايي ځواک وایي چې روسیې په دې برید کې ۶۱۹ ډرون او ۴۷ توغندي کارولي، چې له ډلې یې ۵۸۰ ډرون او ۳۰ توغندي د اوکرایني ځواکونو له لوري په هوا کې ویجاړ شوي دي.

بل خوا، روسیې ادعا کړې چې د اوکراین په خاوره کې یې پوځي او د انرژۍ مرکزونه په نښه کړي، خو په دنېپرو کې یې د استوګنې پر ودانۍ د برید په اړه څه نه دي ویلي.