افتخار حسین: د تحريک انصاف حکومت د ښاروالیو د ټاکنو په نه اعلانولو جمهوريت ته زيان رسوي

د عوامي نشنل ګوند ایالتي مشر، میا افتخار حسین ويلي، په خیبر پښتونخوا کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د حکومت له خوا د ښاروالیو د ټاکنو نه اعلانول له جمهوري اصولو سرغړونه ده. هغه ټينګار کړی، چې د ښاروالیو منظم نظام رامنځته کول د وخت اړتیا ده.
