• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د نړيوال تروريزم شاخص ادارې د ۲۰۲٦ کال د رپوټ هرکلی کړی

۶ غویی ۱۴۰۵ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۰۴ GMT+۱تازه شوی: ۶ غویی ۱۴۰۵ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۳۹ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند د نړیوال تروریزم شاخص ادارې په راپور کې په ۲۰۲۶ کال کې په افغانستان کې د نا امنۍ د ۹۵ سلنه کمېدو هرکلی کړی. عبدالمتین قانع په یوه ویډیويي کلیپ کې ادعا کړې، چې اوس مهال په افغانستان کې امنیت تامین دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن یکشنبه، د غويي پر ۶مه وویل، چې دا لوی بدلون د طالبانو د مشرتابه د اغیزناک مدیریت او د دوی د امنیتي ځواکونو د هڅو پایله ده.

نوموړی ویلي، چې طالبانو افغانستان له ناامنۍ څخه امنیت او اقتصادي ودې ته رسولی او دا یې د سوکالۍ لپاره په یوه مهم تاریخي فرصت بدل کړی دی.

هغه دغه راز ویلي، چې د طالبانو امنیتي ادارې د ملي او نړیوالو پروژو او پانګونې لپاره د خوندي چاپیریال رامنځته کولو پلانونه لري.

د قانع په وینا، د ښه امنیتي وضعیت له امله ټرانزیټ په ښه توګه روان دی او د خصوصي سکتور ملاتړ شوی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند ټینکار کړي، چې دې ډلې په سیمه ییزه کچه خپل امنیتي ماموریت په اغیزناک ډول ترسره کړی، د ثبات او تلپاتې امنیت ساتلو ته ژمن دي او دا لاسته راوړنه به په کلکه وساتي او پیاوړې به یې کړي.

د نړیوال تروریزم شاخص ادارې ویلي، چې افغانستان په ۲۰۲۶ کال کې د ناامنه هېوادونو په ډله کې شپږم ځای لري.

دوه ورځې وړاندې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي کابل ته د خپل سفر په پای کې د ترهګرو ډلو د حضور او فعاليتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل چې دغه ډلې د سيمې او نړۍ لپاره ګواښ بلل کېږي.

ترویج لرونکی

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده
۱

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۲

د ژبې ورځې نمانځل: په هالنډ کې فرهنګیانو د پښتو ژبې پر ډیجیټلي کېدو ټینګار کړی

۳

پاکستان: د افغان کډوالو د ایستلو بهیر دې په ۴۵ ورځو کې بشپړ شي

۴

افغان ایواک: په قطر او پاکستان کې زرګونه افغانان د کډوالۍ د بندو پروګرامونو قرباني دي

۵

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په نوې مسوده کې طالبانو ته د «اړوندو چارواکو» اصطلاح کارېدلې

•
•
•

نور کیسې

نن پر چابهار بندر د امریکا د بندیزونو معافیت پای ته رسېږي

۶ غویی ۱۴۰۵ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۴۸ GMT+۱
نن پر چابهار بندر د امریکا د بندیزونو معافیت پای ته رسېږي
100%

د اپرېل پر ۲۶مه پر چابهار بندر د امریکا د بندیزونو معافیت پای ته رسیږي او دې چارې د هند مالي او سیاسي پانګونه له ګواښ سره مخ کړې ده. په چابهار بندر کې فعال ترمینل افغانستان ته دا امکان ور کوي، چې د سمندر له لارې بدیله لاره ومومي.

د چابهار د ترانزیتي دهلېزونو د جوړولو درې‌اړخیز تړون د ایران د ولسمشر حسن روحاني، د هند د صدراعظم نریندرا مودي او د افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني په حضور کې په تهران کې لاسلیک شوی و.

د هند بندرونو نړیوال شرکت د خپلې فرعي کمپنۍ له لارې په ۲۰۱۸ کال کې د بندر د عملیاتو چارې پیل کړې.

د ۲۰۲۴ کال د مې په ۱۳مه، همدې شرکت د ایران د بندرونو او سمندري چارو له ادارې سره د چابهار د شهید بهشتي ترمینل د تجهیز او چلولو لپاره لس کلن تړون لاسلیک کړ. د دغه تړون له مخې، هند د بندري تجهیزاتو د پېرلو لپاره ۱۲۰ میلیونه ډالره ځانګړي کړل.

خو د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر پر۱۶مه، امریکا هغه استثنايي معافیت لغوه کړ چې په ۲۰۱۸ کال کې د افغانستان د بیا رغونې او اقتصادي پرمختګ لپاره ورکړل شوی و او یوازې یې د ۲۰۲۶ کال د اپرېل تر ۲۶مې پورې مشروطه غځونه ومنله چې هند ته له پروژې څخه د وتلو وخت ورکړي.

د هندي رسنیو د رپوټونو له مخې، اوس چې د معافیت موده پای ته رسېږي، ښايي یاد هندی شرکت په چابهار کې خپله ونډه پر یوه ایراني بنسټ وپلوري.

سره له دې چې د امریکا د بندیزونو خطر له وړاندې معلوم و، هند بیا هم په دې پروژه کې پاتې شو، ځکه د دغه بندر ستراتېژیک اهمیت لوړ بلل کېږي.

دغه بندر د پاکستان ګوادر بندر ته نږدې موقعیت لري، چې چین پرې پانګونه کړې ده.

سربېره پر دې، چابهار د یوه مهم ترانزیتي دهلېز دروازه ده چې هند له منځنۍ اسیا او روسیې سره نښلوي او د سیمو ترمنځ د توکو د لېږد وخت راکموي.

برېښنا شرکت وايي کابل ته یې تر ۹۰ سلنې برېښنا برابره کړې ده

۶ غویی ۱۴۰۵ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۴۶ GMT+۱
برېښنا شرکت وايي کابل ته یې تر ۹۰ سلنې برېښنا برابره کړې ده
100%

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان برېښنا شرکت د کابل په ګډون یو شمېر ولایتونو ته د برېښنا رسونې په اړه معلومات خپاره کړې دي. یاد شرکت ویلي، چې تېره شپه کابل ته ۹۱ سلنه او کندهار ته ۱۰۰ سلنه برېښنا برابره شوې ده.

د برېښنا شرکت له‌خوا د خپرو شویو معلوماتو له‌مخې، تېره شپه کابل ښار ۳۷۰ میګاواټه برېښنا ته اړتیا لرله، خو شرکت ویلي، چې تېره شپه یې د کابل ښاریانو لپاره ۳۳۷،۶ میګاواټه برېښنا برابره کړې وه او په دغه ښار کې د برېښنا اړتیا ۹۱ سلنه پوره وه.

د شرکت په وینا، تېره شپه په کندهار، هلمند، فاریاب، نیمروز، بلخ، او پروان ولایتونو کې د خلکو د اړتیا وړ ۱۰۰ سلنه برېښنا او په غزني، ننګرهار، هرات، بغلان، پکتیا او کندوز ولایتونو کې بیا د برېښنا د شتون کچه له ۱۰۰ سلنې څخه کمه وه.

د طالبانو تر واک لاندې برېښنا شرکت د برېښنا رسونې د معلوماتو له‌مخې، اوس د برېښنا کچه له ۹۷ څخه تر ۱۰۰ سلنې پورې رسېدلې ده.

خو د برېښنا ګڼ مشتریان وايي، چې د کال په دغه فصل کې د برېښنا استعمال ته ډېره اړتیا نه لېدل کېږي، خو د یخ او ګرمي په فصلونو کې برېښنا ته د اړتیا پر مهال په ورځو ورځو برېښنا نه لري.

طالبان: یوه چینايي پانګوال په بغلان کې د اوسپنې ویلې کولو فابریکې جوړولو ته لېوالتیا ښودلې

۶ غویی ۱۴۰۵ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۱۳ GMT+۱
طالبان: یوه چینايي پانګوال په بغلان کې د اوسپنې ویلې کولو فابریکې جوړولو ته لېوالتیا ښودلې
100%

په بغلان کې د طالبانو رسنیز دفتر ویلي، چې یوه چینايي پانګوال په دغه لایت کې پر ۳۰ هکټاره ځمکه د ۶۴ میلیارده افغانیو په پانګونې د اوسپنې د ویلې کولو فابریکې جوړولو ته لېوالتیا ښودلې ده.

د طالبانو په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افتاب شرق په نوم د یو چینايي شرکت مشر لي جیون د دې ډلې د بغلان له والي عبدالرحمن حقاني سره کتلي او په دغه ولایت کې یې د ۶۴ میلیارده افغانیو په پانګونې د اوسپنې د استخراج او ویلې کولو د یوې لویې فابریکې جوړولو په اړه خبرې کړې دي.

طالبانو ویلي، چې چینايي پانګوال ویلي، دا فابریکه به په ۳۰ هکټاره ځمکه کې د درېیو کلونو په موده کې جوړه او له ۳ څخه تر ۵ زره پورې کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.

دغه چینايي پانګوال ویلي، چې فابریکه په دې شرط جوړوي، چې د بغلان د اوسپنې کانونه باید لږ تر لږه ۱۵ ټنه زیرمه ولري.

طالبانو په اوو ولایتونو کې ۳۱ تنه د غلا او نورو جنايي جرمونو په تړاو نیولي

۶ غویی ۱۴۰۵ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۴۳ GMT+۱
طالبانو په اوو ولایتونو کې ۳۱ تنه د غلا او نورو جنايي جرمونو په تړاو نیولي
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د یاد وزرات د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې د هېواد په اوو ولایتونو کې ۳۱ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.

دطالبانو د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کسان د جلا جلا عملیاتو پر مهال د غلا، د ځنګلونو د ناقانونه پرې کولو او د غیرقانوني وسلو د لېږد په تور نیول شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې په نیول شوو کسانو کې ۹ تنه د فاریاب ولایت په شیرین تګاب ولسوالۍ کې د غلا په تور، ۷ تنه (۶ د غلا او ۱ د غیرقانوني وسلې د لېږد په تور) په هرات ولایت کې او ۶ تنه غله په کونړ ولایت کې نیول شوي دي.

همدارنګه ۳ تنه د ځنګلونو د پرې کولو په تړاو د بادغیس ولایت په قادس ولسوالۍ کې، ۳ تنه غله په سمنګان ولایت کې، ۲ تنه په غزني او یو تن په فراه ولایت کې نیول شوی دی.

طالبانو د ښوونځيو له نصاب نه د انسان دوستۍ په ګډون ۵۱ موارد و اېستل

۶ غویی ۱۴۰۵ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۴۱ GMT+۱
 طالبانو د ښوونځيو له نصاب نه د انسان دوستۍ په ګډون ۵۱ موارد و اېستل
100%

افغانستان انټرنشنل ته د طالبانو د پوهنې وزارت رسېدلي مکتوبونه ښيي، چې دې ډلې د ښوونځیو د نصاب ۵۱ تدریسي موارد د خپلو پالیسیو خلاف ګڼلي دي. په دغو مواردو کې ملي یووالی، ازادي، ولسي نرخونه، د ښځو حقوق، بشري حقونه، جرګه، ملي سرود، مور، د ښوونکي ورځ او سوله هم شامل دي.

د طالبانو د پوهنې په وزارت کې سرچینو نن یکشنه، د غويي پر ۶مه افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي سندونه تایید کړل او ویې ویل، چې د کابل او ټولو ولایتونو او ولسوالیو د پوهنې امریتونو ته ویل شوي، چې له لومړي ټولګي څخه تر دوولسم ټولګي پورې په ښوونیز نصاب کې ۵۱ موارد د طالبانو د پالیسیو خلاف دي.

په دغو ۵۱ مواردو کې ولسي نرخونه «مچلغه»، د بامیانو مجسمې، حضرت علي، په ټولنیزو ژوند کې د ښځو ونډه، ښځې او لنډۍ، پسرلی، فردي ازادي، ولسواکي، د بشري حقونو کمېسیون او د افغانستان د موسیقۍ پلار استاد قاسم هم شامل دي.

ددغو سندونو په یوه برخه کې اساسي قانون، زموږ دولت، ملي شورا، ولسي جرګه، قضايي او اجرایه قواوې، د ماشومانو حقونه، ښځو حقونه، بن غونډه، لنډ مهاله اداره، بېړنۍ لویه جرګه، انتقالي اسلامي دولت، د هېواد د بیا رغونې پیل او ولسمشریزې ټاکنې هغه موضوعات دي، چې طالبانو له ښوونیز نصاب څخه لرې کړای شوي دي.

د سندونو له مخې، شپږ میاشتې وړاندې د طالبانو تر واک لاندې د پوهنې وزارت ددې ډلې ریاست الوزرا ته وړاندیز کړی و، چې ښوونیز نصاب له سره وکتل شي، چې ددې وړاندیز له مخې، د طالبانو ریاست الوزرا موضوع د کره کتنې ځانګړي کمیسیون ته وسپارله او له کرکتنې وروسته یې دا ۵۱ موارد له ښوونیز نصاب څخه لرې کړل.

د سندونو په پای کې د طالبانو د پوهنې وزارت څلورو مرستیالانو لاسلیکونه کړي دي او په متن کې لیکل شوی، چې د ښوونځیو له لومړي ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې «پرته له ساینسي مضامینو» د موظفې کمیټې له لوري په نښه شوي موارد د طالبانو له پالیسیو سره په ټکر کې دي او باید له نصاب نه واېستل شي.