له واکمنېدو وروسته د طالبانو تکراري غوښتنه: ولس دې له طالبانو ملاتړ وکړي

د طالبانو د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزیر نورالله نوري سمنګان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې یوې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال له خلکو غوښتي چې له دوی څخه ملاتړ وکړي.

د طالبانو د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزیر نورالله نوري سمنګان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې یوې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال له خلکو غوښتي چې له دوی څخه ملاتړ وکړي.
نوري دغه غونډه کې د طالبانو د نظام څخه د ملاتړ ترڅنګ، په ملي یووالي او د خلکو د ستونزو د اورېدو پر اهمیت ټینګار کړې او ویلي دي چې « افغانان د دین او خاورې د دفاع لپاره یو موټی دي.»
دا په داسې حال کې ده چې یوه ورځ وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په یوه غونډه کې ادعا کړې وه چې د دوی پر وړاندې هېڅ مخالفت نشته او ټول ولس ورسره ولاړ دی.
له واکمنېدو راهیسې طالبان د ټولګډونه حکومت د نه جوړولو او د لږکیو د حقونو د نقض له امله له نیوکو سره مخ دي. په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شوي چې ګواکې پر خلکو فشار راوړل کېږي څو له طالبانو ملاتړ اعلان کړي.
یو شمېر شنونکي په دې باور دي چې د طالبانو له لوري د خلکو د ملاتړ پرلهپسې غوښتنه د دې نښه ده چې دوی د خپل نظام پر ثبات بشپړ باور نه لري.
ورته مهال د بحران نړۍوالې ډلې په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې طالبانو هڅه کړې له پاکستان سره د جګړې څخه په ګټې اخیستنې په کور دننه د ځان په ګټه عامه ملاتړ خپل کړي.