ایران د جیش العدل وسلهوالې ډلې سره تړلی یو کس اعدام کړی

د ایران قضايي چارواکي وایي، یو کس چې د «جیش العدل» په نوم د سني وسلهوالې ډلې له غړیتوب او پر امنیتي ځواکونو د بریدونو په ترسره کولو تورن و، اعدام شوی دی.

د ایران قضايي چارواکي وایي، یو کس چې د «جیش العدل» په نوم د سني وسلهوالې ډلې له غړیتوب او پر امنیتي ځواکونو د بریدونو په ترسره کولو تورن و، اعدام شوی دی.
د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، یاد کس چې عامر رامش په نوم یاد شوی، د ایران په جنوب ختیځ کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو پر مهال نیول شوی و او وروسته پرې د وسلهوال بغاوت، بمي چاودنو او کمینونو په ګډون د ګڼو تورونو له مخې قضیه ثبت شوې وه.
ایراني چارواکي وایي، نوموړی د هغو بریدونو په ترسره کولو تورن و چې د پوځ او امنیتي ځواکونو پر موټرو او سرتېرو ترسره شوي وو.
جیش العدل،یوه افراطي سني وسلهواله ډله بلل کېږي چې د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې فعالیت لري، او دغه سیمه د هېواد له تر ټولو بېوزلو سیمو څخه ګڼل کېږي.

د سپینې ماڼۍ د خبریالانو په مېلمستیا کې د ډزو له پېښې وروسته، د نړۍ یو شمېر مشرانو د ډونالډ ټرمپ د خوندیتوب په اړه خوښي څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې سیاسي تاوتریخوالی باید په کلکه وغندل شي.
د نړۍ یو شمېر مشرانو د سپینې ماڼۍ د خبریالانو د مېلمستیا پر مهال د ډزو له پېښې وروسته په خپلو غبرګونونو کې دا پېښه غندلې او د ټرمپ او نورو ګډونوالو د خوندي پاتې کېدو هرکلی یې کړی دی.
د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي، هغه او مېرمن یې د ټرمپ پر وړاندې د برید پر هڅې “سخت حیران” شوي دي. نوموړي زیاته کړې چې د ولسمشر او لومړۍ مېرمنې د خوندي پاتې کېدو له امله “ارام” دي او د ټپي پولیس افسر د ژر رغېدو هیله یې څرګنده کړې ده.
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي هم ویلي، خوښ دی چې ټرمپ، لومړۍ مېرمن او مرستیال ولسمشر له پېښې روغ وتلي دي. هغه ټینګار کړی: «تاوتریخوالی په ډیموکراسۍ کې ځای نه لري او باید په کلکه وغندل شي.»
اروپایي سیاستوالې کایا کالاس ویلي، دا د خوښۍ ځای دی چې د غونډې ټول ګډونوال خوندي دي، خو زیاته کړې یې ده چې «سیاسي تاوتریخوالی په ډیموکراسۍ کې هېڅ ځای نه لري» او هغه پېښه چې باید د ازادې رسنۍ د درناوي لپاره وای، باید د وېرې په صحنه بدله نه شي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف بیا دا پېښه “اندېښمنوونکې” بللې او ویلي یې دي چې د ټرمپ او نورو ګډونوالو د خوندي پاتې کېدو خبر یې د ډاډ وړ دی. نوموړي د ټرمپ د دوامدار خوندیتوب هیله هم څرګنده کړې ده.
دا غبرګونونه په داسې حال کې راځي چې د واشنګټن په یوه هوټل کې د یادې مېلمستیا پر مهال یو وسلهوال کس ډزې وکړې، خو د امنیتي ځواکونو د چټک غبرګون له امله لوړپوړي چارواکي خوندي پاتې شول او بریدګر ونیول شو.
د دغې پېښې وروسته، یو ځل بیا د سیاسي تاوتریخوالي او د عامه شخصیتونو د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
په اسټرالیا کې د افغانستان سفارت د انزاک ورځې په مناسبت ویلي چې د افغانستان په جګړه کې د وژل شویو ۴۱ اسټرالیایي او ۱۰ نیوزیلنډي سرتېرو قربانۍ ته درناوی کوي او هغوی یې د یاد وړ بللي دي.
په اسټرالیا کې د افغانستان سفارت په خپله ایکس پاڼه کې د اسټرالیا او نیوزیلنډ د سرتیرو د یاد ورځې په مناسبت پیغام خپور کړی او ویلي یې دي چې د هغو کسانو درناوی کوي چې د افغانستان په ماموریت کې یې دنده ترسره کړې ده.
په پیغام کې ویل شوي چې په افغانستان کې د ماموریت پر مهال ۴۱ اسټرالیایي او ۱۰ نیوزیلنډي سرتېري وژل شوي او د هغوی قربانۍ د درناوي وړ دي.
سفارت زیاته کړې چې «د هغوی قربانۍ په درناوي سره یادېږي» او د یادونې په توګه یې د #LestWeForget هشتګ هم کارولی دی.
دا څرګندونې په داسې حال کې شوې دي چې هر کال د اسټرالیا او نیوزیلنډ خلک د “انزاک ورځې” په نوم د خپلو سرتېرو یادونه کوي او د جګړو په بهیر کې د هغوی خدمتونه او قربانۍ ستايي.
د هند په اندرا ګاندي نړیوال هوايي ډګر کې د سویس هوايي شرکت یوې مسافر وړونکې الوتکې د پورته کېدو پر مهال د انجن د تخنیکي خرابۍ له امله اور اخیستی چې په پایله کې یې شپږ مسافر ټپیان شوي دي.
د سویس هوايي شرکت دغه الوتکه چې له ډیلي څخه زوریخ ته روانه وه، د الوتنې پر مهال له اضطراري پېښې سره مخ شوې ده.
چارواکي وايي، د الوتکې د پورته کېدو پر مهال د انجن په یوه برخه کې ناڅاپي تخنیکي ستونزه رامنځته شوه چې له امله یې اور ولګېد. د پېښې له امله شپږ مسافر ټپیان شوي او روغتون ته لېږدول شوي دي، خو د چارواکو په وینا د هغوی وضعیت د درملنې لاندې دی او نور مسافر په خوندي ډول له الوتکې ایستل شوي دي.
هندي چارواکو د پېښې په اړه پلټنې پیل کړې دي او ویلي یې دي چې د عملې چټک غبرګون د احتمالي لویې فاجعې مخه نیولې ده.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، داسې انګېرنه نه لري چې د سپینې ماڼۍ د خبریالانو په مېلمستیا کې د ډزو پېښه دې د ایران له جګړې سره تړاو ولري، خو ټینګار یې کړی چې د پلټنو له بشپړېدو پرته په بشپړ یقین سره څه نه شي ویل کېدای.
ډونالډ ټرمپ د سپینې ماڼۍ د خبریالانو د مېلمستیا پر مهال د ډزو د پېښې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، په اوس وخت کې داسې کومه نښه نه شته چې دا پېښه دې د ایران له جګړې سره تړاو ولري.
هغه ویلي، سره له دې چې لومړنۍ ارزونې دا ډول تړاو نه ښيي، خو «هیڅکله په بشپړ یقین سره څه نه شي ویل کېدای.»
ټرمپ زیاته کړې چې د پېښې په اړه څېړنې روانې دي او غوره امنیتي او پلټونکي کارپوهان د موضوع پر ټولو اړخونو کار کوي. د هغه په وینا، د پلټنو له پرمختګ سره به د دې پېښې نور جزییات هم روښانه شي.
د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، د ۲۰۲۵ کال د پایلو راپور ښيي چې د دې سازمان او شریکانو په ملاتړ، په ټوله نړۍ کې ۱،۷۵ میلیاردو کسانو ته د ښه روغتیايي ژوند زمینه برابره شوې او سلګونه میلیونه نور خلک له بنسټیزو خدماتو او بیړنیو ګواښونو څخه خوندي شوي دي.
ددغه سازمان مشر تدروس ادهانوم غیبریسوس لهخوا په ایکس خپور شوي پیغام کې راغلي، د روغتیا نړیوال سازمان د ۲۰۲۵ کلني راپور له مخې، د یاد سازمان او شریکانو په همکارۍ د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې میلیونونو خلکو ته عملي روغتیايي ګټې رسېدلې دي.
هغه ویلي، اټکل کېږي چې شاوخوا ۵۶۷ میلیونه نور خلک له بنسټیزو روغتیايي خدماتو برخمن شوي، پرته له دې چې د درملنې له امله له سختو مالي لګښتونو سره مخ شي. همداراز، د ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې ۶۹۸ میلیونه نور کسان د روغتیايي بیړنیو حالاتو پر وړاندې ښه خوندي شوي دي.
د هغه په وینا، په ټولیز ډول ۱،۷۵ میلیارد نور انسانان توانېدلي چې په ۲۰۲۵ کال کې نسبتا سالم او ښه ژوند ولري.
د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټینګار کړی چې دغه لاسته راوړنې باید عادي ونه ګڼل شي او د ساتنې او پراختیا لپاره یې دوامدار ملاتړ او پانګونې ته اړتیا ده.
نوموړي زیاته کړې: «موږ باید په ګډه کار وکړو، څو د دې سازمان په اساسي قانون کې ټاکل شوې موخه، یعنې د هر انسان لپاره د روغتیا تر ټولو لوړه ممکنه کچه د یوه حق په توګه، مخ ته یوسو.»