• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بلوچستان په قلعه عبدالله کې دوه افغان کارګران په ډزو وژل شوي

۶ غویی ۱۴۰۵ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۶، ۰۳:۳۷ GMT+۱

د پاکستان د بلوچستان ایالت قلعه عبدالله ولسوالۍ په ګلستان سیمه کې دوه افغان وګړي، چې د مزدورۍ لپاره ورغلي وو، په ډزو وژل شوي دي.

ځايي پولیسو ویلي، پېښه د ګلستان په سیمه کې رامنځته شوې او قربانیان، چې باچا خان او شاه محمد نومېږي، د کار موندنې په موخه دغه سیمې ته تللي وو.

د پولیسو په وینا، د پېښې له رامنځته کېدو وروسته امنیتي ځواکونه سمدستي د پېښې ځای ته رسېدلي او جسدونه یې د کلا عبدالله د مېزۍ اډې روغتون ته یې لېږدولي دي.

پولیس زیاتوي چې د قانوني بهیر له بشپړېدو وروسته به د وژل شویو جسدونه د هغوی کورنیو ته وسپارل شي.

تر اوسه د برید د انګېزې او عاملانو په اړه څه نه دي ویل شوي او پلټنې روانې دي.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

امریکایي اداره: په جنسي جرمونو محکوم افغان وګړی د کاناډا پولې ته نږدې نیول شوی

۳

د کابل او اسلام‌اباد پلاوي د استانبول په غونډه کې «ښو پایلو» ته رسېدلي

۴

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۵

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

•
•
•

نور کیسې

میا افتخار حسین: پاکستان کې ولسواکي هېڅکله په ریښتینې معنا وده نه‌ده کړې

۶ غویی ۱۴۰۵ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۳۲ GMT+۱
میا افتخار حسین: پاکستان کې ولسواکي هېڅکله په ریښتینې معنا وده نه‌ده کړې
100%

په خيبر پښتونخوا کې د عوامي نشنل ګوند مشر میا افتخار حسین ويلي، د پاکستان د ولس «بدبختي» دا ده،چې دلته ولسواکي هېڅلکه په ریښتینې معنا وده نه‌ده کړې. هغه زياته کړې، هر ځل چې ډيموکراتیک نظام پیاوړی شوی، «غیر اساسي» اقدامات کېږي او دا نظام له خپل اصلي مسیر څخه لرې کوي.

میا افتخار حسین د شنبې په ورځ (د غويي ۵مه) د «ځوانانو ځواکمنه پارلمان» په پرانېستې مراسمو کې وویل، چې د حکومتي چارواکو د بې‌کفایتۍ له امله د پاکستان ولس د اتلسمې اساسي تعدیل له ګټو بې‌برخې پاتې دی. هغه زیاته کړه، چې د پارلمان د غړو اصلي دنده دا ده، چې نظام او پالیسي اصلاح کړي او د ولس لپاره ریښتینی خدمت وکړي.
میا افتخار حسین ټینګار وکړ، چې د سیاست، ډيموکراسۍ او پارلمان پیاوړتیا کې د ځوانانو رول ډېر مهم دی او زیاته یې کړه: «د ملت حقوقو ساتنه او د سولې ټینګښت کې ځوانانو ته ستر مسوولیتونه ورترغاړې دي».

میا افتخار حسین پاکستان کې د ټاکنو پر شفافیت شک څرګند کړ او ویې ویل، چې دلته انتخابات هم د درغلیو ښکار کېږي، ځکه په باور یې، اوس د پیسو په بدل کې خلک پارلمان ته استول کېږي او دا ډول استازي نه‌شي کولای د ولس استازیتوب وکړي.

نوموړي زیاته کړه: «پر پیسو راغلي کسان نه‌شي کولای د ملت قضیه په زغرده مطرح کړي».
ده ټینګار وکړ، «هغه کسان چې قوي نظریات لري، قوي کردار لري او ملت پرې باور کوي او چې د ولس په رایو پارلمان ته راشي، نو هېڅکله د ملت د حقوقو پر سر معامله نه‌کوي».
میا افتخار حسین په ډاګه کړه: «تر هغې چې پارلمان د واک اصلي مرکز نه‌شي، د ولس ستونزې به نورې هم ډېرې شي.»

د پاکستان حکومت د میا افتخار حسین د دغو څرګندونو په تړاو څه سپیناوی نه‌دی کړی او تر دې مخکې د دغه هېواد د اپوزیسیون مشر هم د پارلمان پر پياوړتیا ټينګار کړی دی.

شهباز شریف د ایران له ولسمشر سره د سيمې د بدلېدونکي حالت په اړه ټېلیفوني خبرې وکړې

۵ غویی ۱۴۰۵ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۲۰ GMT+۱
شهباز شریف د ایران له ولسمشر سره د سيمې د بدلېدونکي حالت په اړه ټېلیفوني خبرې وکړې
100%

د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف په خپله اېکس‌پاڼه ویلي، چې د شنبې په ماښام (د غويي ۵مه) يې د ايران له ولسمشر مسعود پزشکيان سره د «سيمې د بدلېدونکي حالت» په اړه رغنده ټېليفوني خبرې کړې دي.

هغه په دې ټېلیفوني خبرو کې د «ايران له دوامداره تعامل» او اسلام‌اباد ته د دغه هېواد د بهرنيو چارو د وزير عباس عراقچي د سفر هرکلی او ترې مننه یې کړې ده.

د پاکستان لومړي وزير زياته کړې: «ما يو ځل بيا ټينګار وکړ، چې پاکستان د خپلو ملګرو او شريکانو په ملاتړ ژمن دی، چې د يوه صادق او مخلص اسانتيا برابروونکي په توګه عمل وکړي او په نه ستړې کېدونکې توګه به د سيمې د تلپاتې سولې او اوږدمهاله ثبات لپاره هڅې کوي».

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اسلام‌اباد ته د خپلو استازو سفر لغوه کړی او ویلي یې دي، چې واشنګټن «ټول اهرمونه په واک کې لري» او ایران هېڅ اهرم په لاس کې نه‌لري. هغه وویل: «که دوی [ایران] غواړي خبرې وکړي، یوازنی کار چې باید یې وکړي دا دی چې زنګ ووهي».

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له پاکستان څخه عُمان ته له رسېدو مخکې بیا ویلي، پاکستان ته یې د خپل سفر په ترڅ کې د ایران پر وړاندې د جګړې د دایمي پای ته رسولو لپاره د یوې عملي او د پلي کېدو وړ چوکاټ په اړه د اسلامي جمهوري دولت دریځ تشرېح کړی دی.

د خيبرپښتونخوا حکومت د تېلو بیو لوړولو ته سخت غبرګون ښودلی

۵ غویی ۱۴۰۵ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۵۱ GMT+۱
د خيبرپښتونخوا حکومت د تېلو بیو لوړولو ته سخت غبرګون ښودلی
100%

په خيبرپښتونخوا کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند حکومت د مرکزي حکومت له‌خوا د تېلو د بیو لوړولو ته سخت غبرګون ښودلی او دغه ګراني یې پر ولس د «پټرول بم» غورځولو سره تشبيه کړې ده.

د پښتونخوا د اطلاعاتو سلاکار شفيع جان د شنبې په ورځ (د غويي ۵مه) وويل، د پاکستان د مرکزي حکومت له لوري د تېلو د بیو لوړول د غريب ولس پر جېب ډاکه او ولس دښمنه پرېکړه ده.

هغه زياته کړه، د ولس له رایو پرته راغلي مرکزي حکومت د تېلو د بیو په لوړولو سره فقر ځپلی ولس لاپسې وځاپه.

د يادونې وړ ده، چې د پاکستان د پټرولیم وزارت د جمعې په شپه (د غويي ۴مه) د ډیزل او پټرول د هر لیتر په بیه کې ۲۶ روپۍ او ۷۷ پیسې ډېروالی اعلان کړی.

په پاکستان کې د تېلو بيې یو ځل بيا لوړې کړای شوې | افغانستان انټرنشنل پښتو

د دغه اعلان له‌مخې، په ټول پاکستان کې د يو ليتر پټرول بیه ۳۹۳ روپۍ او ۳۵ پیسې او د یو لیتر ډيزل بیه ۳۸۰ روپۍ او ۱۹ پیسې ټاکل شوې ده.


د پاکستان په پلازمېنه کې یو خبریال د ناسمو معلوماتو د خپرولو په تړاو ونیول شو

۵ غویی ۱۴۰۵ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۲۷ GMT+۱
د پاکستان په پلازمېنه کې یو خبریال د ناسمو معلوماتو د خپرولو په تړاو ونیول شو
100%

د پاکستان په اسلام‌اباد کې د فخرالرحمان په نوم یو خبریال په ټولنیزو رسنیو کې د ناسمو معلوماتو د خپرولو په تړاو نیول شوی او د اسلام‌اباد یوې محکمې د لا زیاتو معلوماتو لپاره پولیسو ته امر کړی چې یاد خبریال په توقیف کې وساتي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له‌مخې، فخرالرحمان پرون (جمعه د غويي ۴مه)د پيکا په نوم د برېښنایي جرمونو د مخنیوي قانون له‌مخې نیول شوی او نن (شنبه د غويي ۵مه) د پلازمېنې د یوې ځايي محکمې له لوري د لا زیاتو معلوماتو لپاره توقیف کړای شو.

په پاکستان کې د برېښنايي جرمونو د مخنيوي ملي ادارې د لومړني راپور له مخې، دغه خبريال له هغو نهو تورنو کسانو څخه دی چې پر اېکس د دولتي ادارو پر ضد جعلي او ناسم معلومات خپاره کړي دي.

د فخرالرحمان وکیل احد کوهکر وايي، چې څارنوالۍ د فخرالرحمان جرم روښانه کړی نه‌‌دی او په وینا یې، فخرالرحمان یوازې د یوه دیني عالم خبرې نقل کړې دي اوخپل شخصي نظر یې نه‌دی څرګند کړی.

کوهکر نیوکه کړې، چې د یاد دیني عالم ویډیو زرګونه نورو کسانو هم په خپلو ټولنیزو پاڼو کې خپره کړې، خو یوازې د یوه خبریال نیونه د محکمې د دوه ګوني چلند ښکارندويي کوي.

محکمې د دواړو خواوو د استدلالونو له اورېدو وروسته پولیسو ته دا واک ورکړ چې د پوښتنو او ګروېږنو لپاره یاد خبریال په توقیف کې وساتي.

د یادونې وړ ده، چې په پاکستان کې د برېښنایي جرمونو د مخنیوي په نوم د پيکا قانون د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې د رسنیو له مخالفتونو سره تعدیل شو. د خبريالانو او بشری حقونو سازمانونو پيکا قانون د رسنیو ازادۍ ته جدي ګواښ بولي او وايي، چې ياد قانون خبریالان او رسنیزې ادارې له سختو محدودیتونو سره مخ کړي دي.

امریکا د پاکستاني الاصله ډاکټر د تابعیت لغوه کولو لپاره مدني دعوه ثبت کړې

۵ غویی ۱۴۰۵ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۲۴ GMT+۱
امریکا د پاکستاني الاصله ډاکټر د تابعیت لغوه کولو لپاره مدني دعوه ثبت کړې
100%

د امریکا د عدلیې وزارت د نیویارک په سویلي ولسوالۍ کې د پاکستاني الاصله ډاکټر پر ضد مدني دعوه ثبت کړې، چې موخه یې د هغه د امریکايي تابعیت لغوه کول دي. دغه ډاکټر د ماشومې د جنسي ځورونې په یوه جدي قضیه کې په ۱۷ کلونو بند محکوم شوی.

د امریکا د عدلیې وزارت ویلي چې په نیویارک کې یې د یوې ثبت شوې قضیې په ترڅ کې د پاکستاني الاصله ډاکټر پر ضد مدني دعوه وړاندې کړې، څو د هغه د تابعیت لغوه کېدل وڅېړل شي.

په راپور کې ویل شوي چې یاد ډاکټر له ۲۰۰۷ تر ۲۰۱۳ کال پورې د یوې ۱۱ کلنې نجلۍ په جنسي ځورونه تورن شوی و.

چارواکي وایي چې نوموړی په ۲۰۱۵ کال کې نیول شوی او وروسته د فدرالي محکمې له لوري په ۱۷ کلونو بند محکوم شوی دی.

د عدلیې وزارت په وینا، په نوموړي تورونه د ماشومې اړ کول، جنسي ځورونه، له امریکا بهر د ماشومانو د جنسي استثمار هڅې او د ماشومانو د فحش موادو په جوړولو او درلودلو پورې اړوند وو.

محکمې ته وړاندې شوي اسناد ښيي چې تورن کس په ۲۰۱۶ کال کې خپل جرمونه منلي او د امریکايي فدرالي قانون له مخې پرې د بند سزا اورول شوې ده.

اوس د امریکا حکومت د هغه د تابعیت د لغوه کولو په موخه قانوني اقدام پیل کړی، څو د تابعیت د ترلاسه کولو پر مهال د جرمونو د پټولو موضوع وڅېړل شي.