• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو او عربستان د بهرنیو چارو وزیران د شخړو پر سوله ییز حل غږیدلي

۶ غویی ۱۴۰۵ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۴۴ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان د دوه اړخیزو اړیکو او د ډیپلوماسۍ له لارې په سیمه کې د شخړو د حل په تړاو ټیلیفوني خبرې وکړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یکشنې په ورځ، د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې امیرخان متقي له شهزاده فیصل بن فرحان سره د خبرو پرمهال د افغانستان او سعودي د دوو اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او په سیمه کې یې د ثبات لپاره د دغه هېواد د هڅو ستاینه وکړه.

اعلامیه زیاتوي، چې متقي په سعودي عربستان کې د مېشتو افغانانو لپاره د اسانتیاوو برابرولو او د ډیپلوماټیکې استازولۍ د بشري ظرفیت لوړولو په اړه هم خبرې کړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په وینا، شهزاده فیصل بن فرحان په سیمه کې روان وضعیت مهم بللی او د شخړو د پای ته رسېدو لپاره یې پر خبرو اتررو او ډيپلوماسۍ ټینګار کړی دی.

ترویج لرونکی

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی
۱

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی

۲

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۳

په کابل کې د ټکسي چلونې یوه شرکت ۲۴ ساعته انلاین خدمات پیل کړل

۴

د جرمني په هېسن ایالت څارنوالۍ د یوه ۷۰ کلن افغان لپاره د عمري بند سزا غوښتې

۵

ایران ۱۶۲ نور افغان بندیان طالبانو ته سپارلي

•
•
•

نور کیسې

افغان لیکوال، څېړونکی او پخوانی ډیپلومات عبدالرشید وزیري ومړ

۶ غویی ۱۴۰۵ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۰۷ GMT+۱
افغان لیکوال، څېړونکی او پخوانی ډیپلومات عبدالرشید وزیري ومړ
100%

د افغانستان د سرحدونو او قبایلوچارو وزارت پخوانی سیاسي مرستیال، دیپلومات، لیکوال او د قبایلي چارو څېړونکی عبدالرشید وزیري د ورپېښې ناروغۍ له کبله د اپرېل پر ۲۶مه د امریکا په کالیفورنیا کې ومړ.

د رشید وزیري کورنۍ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې نوموړی ناروغ و او له څه وخت راهیسې په روغتون کې بستر و.

رشید وزیري په جنوبي وزیرستان کې زیږېدلی و او کابل ته له تګ وروسته یې د افغانستان د خلق ډیموکراتیک ګوند غړیتوب اخېستی و.

نوموړي په کوټه ښار کې د افغانستان د جنرال کونسل، د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د معیین او د خلق دیموکراتیک ګوند د کنترول او نظارت د څانګې مسوول په توګه دندې ترسره کړې.

له ۲۰۰۱ کال وروسته نوموړي د افغانستان د سیمه‌ييزو مطالعاتو د مرکز د قبایلو او پښتونخوا په څېړنیزه څانګه کې دنده ترسره کوله.

طالبانو د نړيوال تروريزم شاخص ادارې د ۲۰۲٦ کال د رپوټ هرکلی کړی

۶ غویی ۱۴۰۵ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۰۴ GMT+۱
طالبانو د نړيوال تروريزم شاخص ادارې د ۲۰۲٦ کال د رپوټ هرکلی کړی
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند د نړیوال تروریزم شاخص ادارې په راپور کې په ۲۰۲۶ کال کې په افغانستان کې د نا امنۍ د ۹۵ سلنه کمېدو هرکلی کړی. عبدالمتین قانع په یوه ویډیويي کلیپ کې ادعا کړې، چې اوس مهال په افغانستان کې امنیت تامین دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن یکشنبه، د غويي پر ۶مه وویل، چې دا لوی بدلون د طالبانو د مشرتابه د اغیزناک مدیریت او د دوی د امنیتي ځواکونو د هڅو پایله ده.

نوموړی ویلي، چې طالبانو افغانستان له ناامنۍ څخه امنیت او اقتصادي ودې ته رسولی او دا یې د سوکالۍ لپاره په یوه مهم تاریخي فرصت بدل کړی دی.

هغه دغه راز ویلي، چې د طالبانو امنیتي ادارې د ملي او نړیوالو پروژو او پانګونې لپاره د خوندي چاپیریال رامنځته کولو پلانونه لري.

د قانع په وینا، د ښه امنیتي وضعیت له امله ټرانزیټ په ښه توګه روان دی او د خصوصي سکتور ملاتړ شوی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند ټینکار کړي، چې دې ډلې په سیمه ییزه کچه خپل امنیتي ماموریت په اغیزناک ډول ترسره کړی، د ثبات او تلپاتې امنیت ساتلو ته ژمن دي او دا لاسته راوړنه به په کلکه وساتي او پیاوړې به یې کړي.

د نړیوال تروریزم شاخص ادارې ویلي، چې افغانستان په ۲۰۲۶ کال کې د ناامنه هېوادونو په ډله کې شپږم ځای لري.

دوه ورځې وړاندې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي کابل ته د خپل سفر په پای کې د ترهګرو ډلو د حضور او فعاليتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل چې دغه ډلې د سيمې او نړۍ لپاره ګواښ بلل کېږي.

نن پر چابهار بندر د امریکا د بندیزونو معافیت پای ته رسېږي

۶ غویی ۱۴۰۵ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۴۸ GMT+۱
نن پر چابهار بندر د امریکا د بندیزونو معافیت پای ته رسېږي
100%

د اپرېل پر ۲۶مه پر چابهار بندر د امریکا د بندیزونو معافیت پای ته رسیږي او دې چارې د هند مالي او سیاسي پانګونه له ګواښ سره مخ کړې ده. په چابهار بندر کې فعال ترمینل افغانستان ته دا امکان ور کوي، چې د سمندر له لارې بدیله لاره ومومي.

د چابهار د ترانزیتي دهلېزونو د جوړولو درې‌اړخیز تړون د ایران د ولسمشر حسن روحاني، د هند د صدراعظم نریندرا مودي او د افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني په حضور کې په تهران کې لاسلیک شوی و.

د هند بندرونو نړیوال شرکت د خپلې فرعي کمپنۍ له لارې په ۲۰۱۸ کال کې د بندر د عملیاتو چارې پیل کړې.

د ۲۰۲۴ کال د مې په ۱۳مه، همدې شرکت د ایران د بندرونو او سمندري چارو له ادارې سره د چابهار د شهید بهشتي ترمینل د تجهیز او چلولو لپاره لس کلن تړون لاسلیک کړ. د دغه تړون له مخې، هند د بندري تجهیزاتو د پېرلو لپاره ۱۲۰ میلیونه ډالره ځانګړي کړل.

خو د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر پر۱۶مه، امریکا هغه استثنايي معافیت لغوه کړ چې په ۲۰۱۸ کال کې د افغانستان د بیا رغونې او اقتصادي پرمختګ لپاره ورکړل شوی و او یوازې یې د ۲۰۲۶ کال د اپرېل تر ۲۶مې پورې مشروطه غځونه ومنله چې هند ته له پروژې څخه د وتلو وخت ورکړي.

د هندي رسنیو د رپوټونو له مخې، اوس چې د معافیت موده پای ته رسېږي، ښايي یاد هندی شرکت په چابهار کې خپله ونډه پر یوه ایراني بنسټ وپلوري.

سره له دې چې د امریکا د بندیزونو خطر له وړاندې معلوم و، هند بیا هم په دې پروژه کې پاتې شو، ځکه د دغه بندر ستراتېژیک اهمیت لوړ بلل کېږي.

دغه بندر د پاکستان ګوادر بندر ته نږدې موقعیت لري، چې چین پرې پانګونه کړې ده.

سربېره پر دې، چابهار د یوه مهم ترانزیتي دهلېز دروازه ده چې هند له منځنۍ اسیا او روسیې سره نښلوي او د سیمو ترمنځ د توکو د لېږد وخت راکموي.

برېښنا شرکت وايي کابل ته یې تر ۹۰ سلنې برېښنا برابره کړې ده

۶ غویی ۱۴۰۵ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۴۶ GMT+۱
برېښنا شرکت وايي کابل ته یې تر ۹۰ سلنې برېښنا برابره کړې ده
100%

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان برېښنا شرکت د کابل په ګډون یو شمېر ولایتونو ته د برېښنا رسونې په اړه معلومات خپاره کړې دي. یاد شرکت ویلي، چې تېره شپه کابل ته ۹۱ سلنه او کندهار ته ۱۰۰ سلنه برېښنا برابره شوې ده.

د برېښنا شرکت له‌خوا د خپرو شویو معلوماتو له‌مخې، تېره شپه کابل ښار ۳۷۰ میګاواټه برېښنا ته اړتیا لرله، خو شرکت ویلي، چې تېره شپه یې د کابل ښاریانو لپاره ۳۳۷،۶ میګاواټه برېښنا برابره کړې وه او په دغه ښار کې د برېښنا اړتیا ۹۱ سلنه پوره وه.

د شرکت په وینا، تېره شپه په کندهار، هلمند، فاریاب، نیمروز، بلخ، او پروان ولایتونو کې د خلکو د اړتیا وړ ۱۰۰ سلنه برېښنا او په غزني، ننګرهار، هرات، بغلان، پکتیا او کندوز ولایتونو کې بیا د برېښنا د شتون کچه له ۱۰۰ سلنې څخه کمه وه.

د طالبانو تر واک لاندې برېښنا شرکت د برېښنا رسونې د معلوماتو له‌مخې، اوس د برېښنا کچه له ۹۷ څخه تر ۱۰۰ سلنې پورې رسېدلې ده.

خو د برېښنا ګڼ مشتریان وايي، چې د کال په دغه فصل کې د برېښنا استعمال ته ډېره اړتیا نه لېدل کېږي، خو د یخ او ګرمي په فصلونو کې برېښنا ته د اړتیا پر مهال په ورځو ورځو برېښنا نه لري.

طالبان: یوه چینايي پانګوال په بغلان کې د اوسپنې ویلې کولو فابریکې جوړولو ته لېوالتیا ښودلې

۶ غویی ۱۴۰۵ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۱۳ GMT+۱
طالبان: یوه چینايي پانګوال په بغلان کې د اوسپنې ویلې کولو فابریکې جوړولو ته لېوالتیا ښودلې
100%

په بغلان کې د طالبانو رسنیز دفتر ویلي، چې یوه چینايي پانګوال په دغه لایت کې پر ۳۰ هکټاره ځمکه د ۶۴ میلیارده افغانیو په پانګونې د اوسپنې د ویلې کولو فابریکې جوړولو ته لېوالتیا ښودلې ده.

د طالبانو په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افتاب شرق په نوم د یو چینايي شرکت مشر لي جیون د دې ډلې د بغلان له والي عبدالرحمن حقاني سره کتلي او په دغه ولایت کې یې د ۶۴ میلیارده افغانیو په پانګونې د اوسپنې د استخراج او ویلې کولو د یوې لویې فابریکې جوړولو په اړه خبرې کړې دي.

طالبانو ویلي، چې چینايي پانګوال ویلي، دا فابریکه به په ۳۰ هکټاره ځمکه کې د درېیو کلونو په موده کې جوړه او له ۳ څخه تر ۵ زره پورې کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.

دغه چینايي پانګوال ویلي، چې فابریکه په دې شرط جوړوي، چې د بغلان د اوسپنې کانونه باید لږ تر لږه ۱۵ ټنه زیرمه ولري.