په جلال اباد کې یوې کورنۍ د طالبانو ادعا رد کړه؛ د کورنۍ غړی مو غل نه و او دوی په ډزو وژلی

په ننګرهار کې یوې کورنۍ افغانستان انټرنشنل ته په خبرو کې د طالبانو هغه ادعا رد کړه، چې ګواکې د دوی د کورنۍ غړی بشیرخان غل و او له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوی دی. دې کورنۍ تېره ورځ ویلي و، چې طالبانو بشیرخان په جلالاباد ښار کې له محاکمې پرته په ډزو وژلی.
