• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو او روسي کمپنیو د برېښنا سکتور کې د همکاریو هوکړې کړي

۶ غویی ۱۴۰۵ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۶، ۰۴:۳۴ GMT+۱

د طالبانو تر چتر لاندې افغانستان برېښنا شرکت وایي، په روسیه کې د برېښنا له یو شمېر مهمو تولیدي او تخنیکي کمپنیو سره د لیدنو پر مهال د انرژۍ سکتور د پراختیا، پانګونې او تخنیکي همکارۍ په اړه نوې هوکړې او تفاهمونه یې ترلاسه کړي دي.

د دغه شرکت د خبرپاڼې له مخې، د دې شرکت رهبري پلاوي د خپل رسمي سفر په ترڅ کې روسیې ته تللي او هلته یې د برېښنا له یو شمېر مهمو او معتبرو تولیدي او تخنیکي کمپنیو له استازو سره لیدنې کړې دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، روسي معتبرې کمپنۍ چمتووالی ښودلی چې له افغانستان برېښنا شرکت سره د برېښنا شبکو د پراختیا، تخنیکي روزنې او د انرژۍ اړوند نورو برخو کې همکاري وکړي.

خبرپاڼه زیاتوي چې په نږدې راتلونکي کې به د روسي کمپنیو تخنیکي ټیمونه افغانستان ته سفر وکړي، او د دواړو لورو تخنیکي ډلې به د برېښنا اړوند پروژو د عملي کولو لپاره ګډ کار پیل کړي.

د طالبانو په باور، دا ډول همکارۍ کولی شي هېواد ته د دوامدارې برېښنا د تامین زمینه برابره کړي او په کور دننه د برېښنا د تولید او شبکو د پیاوړتیا په برخه کې مهم رول ولوبوي.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۳

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ

۴

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

۵

اروپايي پارلمان د ناقانونه کډوالو د بېرته ستنولو په اړه نوی قانون تصویب کړ

•
•
•

نور کیسې

د امریکا د کانګرس غړې: ټرمپ له افغان متحدینو سره شوې ژمنه ماته کړې

۶ غویی ۱۴۰۵ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۶، ۰۳:۴۷ GMT+۱
د امریکا د کانګرس غړې: ټرمپ له افغان متحدینو سره شوې ژمنه ماته کړې
100%

د امریکا د کانګرس غړې سیدني کملیجر-دوو ویلي، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې له افغان متحدینو سره د بیا مېشتېدو ژمنه ماته کړې او اوس هغوی ته داسې انتخاب وړاندې کوي چې «د مرګ سزا» سره برابر دی.

د امریکا د استازو جرګې غړې سیدني کملیجر-دوو په خپله ایکس پاڼه لیکلي، واشنګټن له هغو افغانانو سره ژمنه کړې وه چې له امریکایي ځواکونو سره یې همکاري کړې وه، څو هغوی وکولای شي له جګړې وروسته په امریکا کې خوندي ژوند پیل کړي.

نوموړې د دې ژمنې د ماتېدو په غبرګون کې ویلي: «ټرمپ دا ژمنه ماته کړې ده، خو تر دې هم بد دا چې هغه زموږ افغان متحدین ګواښي چې یا به بېرته د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته ستانه شي او یا به د کانګو دیموکراتیک جمهوریت ته واستول شي.»

هغې ټینګار کړی چې دا ډول انتخاب «انتخاب نه، بلکې د مرګ سزا ده.»

کملیجر-دوو همداراز د امریکا د کډوالو پراوسنیو تګلارو نیوکه کړې او ویلي یې دي، دې ادارې مجرم کسان هغو هېوادونو ته شړلي چې اصلاً ورسره تړاو نه لري، خو د هغو افغانانو لپاره چې د امریکایي سرتېرو ساتنه یې کړې، «یو خوندي درېیم هېواد هم نه شي موندلی.»

هغې د خپلو څرګندونو په پای کې لیکلي: «پر هغوی دې شرم وي.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د افغان کډوالو او د امریکا د پخوانیو متحدینو د برخلیک په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي، او ګڼ شمېر سیاستوال د هغوی د خوندي انتقال او بیا مېشتېدو غوښتنه کوي.

تېره ورځ له څلور زرو زیات افغان کډوال جبري افغانستان ته ستانه کړل شوي

۶ غویی ۱۴۰۵ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۶، ۰۳:۲۵ GMT+۱
تېره ورځ له څلور زرو زیات افغان کډوال جبري افغانستان ته ستانه کړل شوي
100%

د طالبانو تر چتر لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، د شنبې په ورځ د هېواد له بېلابېلو لارو ۴۲۲۹ تنه کډوال، چې ۷۷۲ کورنۍ جوړوي، په جبري توګه افغانستان ته راستانه کړل شوي او تر ثبت وروسته ورته لومړني خدمات وړاندې شوي دي.

د یاد کمېسیون د دارالانشاء د ورځني راپور له مخې، دغه کډوال د شنبې په ورځ د بېلابېلو سرحدي دروازو له لارې هېواد ته داخل شوي او د اړوندو ادارو له‌خوا ثبت او بایومېټریک شوي دي.

راپور څرګندوي چې تر ټولو ډېر کډوال د ننګرهار د تورخم له لارې راستانه شوي، چې شمېر یې ۶۷۶ کورنیو ته رسېږي او ټول ۳۷۴۱ تنه غړي لري. همداراز، د کندهار د سپین بولدک له لارې۳۴۱ تنه او د نیمروز د ورېښمو له لارې ۱۱۳ تنه هېواد ته راستانه شوې دي.

په ورته مهال، د هرات د اسلام‌کلا له لارې ۶ کورنۍ چې ۲۸ تنه غړي لري او د هلمند د بهرامچې له لارې یوه شپږ کسیزه کورنۍ هم راستنه شوې ده. راپور زیاتوي چې سربېره پر دې، د نیمروز له لارې ۶۰۷ نور مسافر هم هېواد ته داخل شوي دي.

د کمېسیون د معلوماتو له مخې، راستنېدونکو کډوالو ته د ثبت، لېږد، لنډمهاله استوګنې او مالي مرستو ترڅنګ د بېلابېلو موضوعاتو په اړه پوهاوی هم ورکړل شوی دی.

شاه محمود میاخېل: د ډیورند کرښې مساله د څو کسانو په څرګندونو نه‌شي هوارېدلی

۶ غویی ۱۴۰۵ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۰۵ GMT+۱
شاه محمود میاخېل: د ډیورند کرښې مساله د څو کسانو په څرګندونو نه‌شي هوارېدلی
100%

د افغانستان د تېر نظام د ملي دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل د ډیورنډ کرښې په تړاو د یو شمېر سیاسیونو وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، افغانستان له تاریخي پلوه، دوه پلازمېنې درلودې؛ پېښور د پخوانیو افغان واکمنانو ژمنۍ پلازمېنه او کابل د اوړي پلازمېنه وه.

شاه محمود میاخېل د شنبې په شپه (د غويي ۵مه) په خپله اېکس‌پاڼه ویلي، ډیورند کرښه تر اوسه هېڅ افغان حکومت په رسمي ډول د افغانستان او پاکستان تر منځ د قانوني پولې په توګه په رسمیت نه‌ده پېژندلې.

میاخېل زیاته کړې: «له تاریخي پلوه، افغانستان دوه پلازمېنې لرلې. پېښور د پخوانیو افغان واکمنانو لپاره د ژمنۍ پلازمېنې په توګه کارول کېده، په داسې حال کې چې کابل د اوړي پلازمېنه وه».

د تېر نظام دغه پخواني چارواکي ویلي، د ډیورند کرښې په تړاو د افرادو او نیابتي لوبغاړو څرګندونې هېڅ مشروعیت نه‌لري او همداراز زیاتوي: «له بده مرغه، پاکستان په وار وار له دې موضوع څخه د افغانستان د بې‌ثباته کولو لپاره ګټه اخیستې او د سخت‌دریځو عناصرو او نیابتي ډلو ملاتړ یې کړی دی. له همدې امله، نیابتي لوبغاړي یا اشخاص د دې موضوع د منلو یا ردولو هېڅ واک نه‌لري».

د نوموړي په وینا، د ډیورند کرښې اړوند مساله د څو کسانو په څرګندونو نه‌شي هوارېدلی، بلکې د یوې دایمي حل‌لارې لپاره یوه مشروع حکومت او باوري رسمي بهیر ته اړتیا ده.

د ډیورنډ کرښې په اړه د سیاسیونو او افغانانو ترمنځ نیوکې او ناندرۍ وروسته له هغې راپورته شوې، چې د وحدت ګوند مشر محمد محقق وویل، «ډیورند کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رسمي پولې په توګه په رسمیت پېژني».

برېتانیا کې پر یوې ماشومې پر جنسي تېري تورن افغان «له طالبانو سره اړیکې درلودې»

۶ غویی ۱۴۰۵ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۴۶ GMT+۱
برېتانیا کې پر یوې ماشومې پر جنسي تېري تورن افغان «له طالبانو سره اړیکې درلودې»
100%

دېرش کلن افغان پناه غوښتونکی افسر ساپی د لندن په یوه هوټل کې د اووه کلنې نجلۍ د تښتونې او جنسي تېري په جرم په دوه نیم کاله بند محکوم شوی دی. د محکمې د افشا شویو اسنادو له‌مخې، دغه کس د پناه غوښتنې په غوښتنلیک کې منلې وه، چې د ماشومتوب پر مهال یې له طالبانو سره اړیکې درلودې.

د برېتانیا رسنیو د راپور له‌مخې، دغه افغان پناه غوښتونکي د تېر کال د سپټمبر په میاشت کې د لوېدیځ لندن په یوه هوټل کې یوه اووه کلنه نجلۍ له خپلې مور څخه جلا کړه او وروسته یې د هغې له مټو ونیوله او د هوټل په دهلېز کې یې راکاږله.

افسر ساپی په ۲۰۲۱ کال کې برېتانیا ته داخل شوی وو. د راپور پر بنسټ، هغه مخکې د پناه غوښتنې په غوښتنلیک کې لیکلي وو، چې له لس کلنۍ راهیسې «له طالبانو سره وو».

د ساپي د پناه غوښتنې غوښتنه د برېتانیا له خوا رد شوې وه او راپورونه ښيي، چې نوموړي له دې پرېکړې وروسته هم د بیاکتنې غوښتنه ثبت کړې وه.

د افسر ساپي مدافع وکیل ادعا کړې، چې طالبانو هغه د «غلام» په توګه نیولی وو او نوموړی یوازې درې میاشتې له دې ډلې سره د روزنې لپاره پاتې شوی وو. دغه سړی په دوه نیم کاله بند محکوم شوی او نوم یې د اوو کلونو لپاره د جنسي مجرمانو په نوملړ کې ثبت شوی دی.

افسر ساپي په محکمه کې یاد تورونه رد کړي او ویلي یې دي، چې له ماشومانو سره مینه لري.

هغه په محکمه کې د پښتو ژباړن په مرسته وویل: «هغې وویل، چې د خپلې مور انتظار باسي چې ورته څه وپېري. ما یې مخ ښکل کړ. ما دا کار له ماشومانو سره د مینې له امله وکړ».

د پېښې قرباني ماشومې هم په محکمه کې ویلي: «ما نه‌شو کولای هغه ته ووایم چې لاړ شي، ځکه چې ډېره وېرېدلې وم. هغه خپل لاسونه زما شاوخوا تاو کړل. زه داسې احساس کوم لکه هغه تل زما پسې راځي. زما بد خوبونه رښتیا ښکاري او کله ناکله ژاړم».

د شانګهای سازمان غړو هېوادونو په افغانستان کې له امنیتي وضعیت څخه ژوره اندېښنه څرګنده کړې

۵ غویی ۱۴۰۵ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۴۳ GMT+۱
د شانګهای سازمان غړو هېوادونو په افغانستان کې له امنیتي وضعیت څخه ژوره اندېښنه څرګنده کړې
100%

د شانګهای د همکاریو سازمان غړو هېوادونو د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د یوې مشورتي غونډې پر مهال د افغانستان پر اوسني امنیتي وضعیت ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. د غونډې ګډونوالو ټینګار کړی، چې افغانستان باید له جګړې، ترهګرۍ او نشه‌یي توکو پاک هېواد وي.

د دې غونډې ګډونوالو چې تېرماښام (جمعه د غويي ۴مه) په مسکو کې ترسره شوه وویل، چې د سیمې امنیت لپاره د یوه خپلواک، بې‌طرفه او باثباته افغانستان جوړېدل اړین دي.

د غونډې په جریان کې د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو مرستیال وزیرانو د افغانستان د راتلونکي، امنیتي وضعیت، د سیمې د ثبات او سیاسي همکاریو په تړاو پراخ بحثونه وکړل. ګډونوالو د افغانستان وضعیت د ټولې سیمې له ثبات سره تړلی وباله او ټینګار یې وکړ، چې یوازې د ګډو او همغږو هڅو له لارې شته ننګونو ته ځواب ورکولای شي.

د راپورونو له مخې، د شانګهای سازمان او افغانستان ترمنځ د تماس ډلې بیا پیلول، له طالبانو سره عملي تعامل او د نورو همکاریو د لارو موندل د غونډې مهم بحثونه وو. غړو هېوادونو وویل، چې د افغانستان په اړه سیمه‌ییز او همغږی سیاست اړین دی، څو شته ستونزو ته په مؤثر ډول ځواب ورکړل شي.

سره له دې، چې طالبانو تر اوسه د دغې غونډې په تړاو څه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو د سیمې هېوادونه لا هم په افغانستان کې پر ټول‌شموله سیاسي جوړښت او پراخ امنیت ټینګار لري.

د شانګهای د همکاریو سازمان چې په‌کې روسیه، چین، پاکستان، هند، قزاقستان، قرغیزستان، تاجیکستان او ازبکستان غړیتوب لري، د سیمې د امنیت او اقتصادي همکاریو لپاره مهمه سیمه‌ییزه ډله ګڼل کېږي. دغه سازمان له طالبانو سره د عملي تعامل او د افغانستان د ثبات لپاره پر ګډو هڅو ټینګار لري.