• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په اوو ولایتونو کې ۳۱ تنه د غلا او نورو جنايي جرمونو په تړاو نیولي

۶ غویی ۱۴۰۵ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۴۳ GMT+۱تازه شوی: ۶ غویی ۱۴۰۵ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۲۱ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د یاد وزرات د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې د هېواد په اوو ولایتونو کې ۳۱ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.

دطالبانو د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کسان د جلا جلا عملیاتو پر مهال د غلا، د ځنګلونو د ناقانونه پرې کولو او د غیرقانوني وسلو د لېږد په تور نیول شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې په نیول شوو کسانو کې ۹ تنه د فاریاب ولایت په شیرین تګاب ولسوالۍ کې د غلا په تور، ۷ تنه (۶ د غلا او ۱ د غیرقانوني وسلې د لېږد په تور) په هرات ولایت کې او ۶ تنه غله په کونړ ولایت کې نیول شوي دي.

همدارنګه ۳ تنه د ځنګلونو د پرې کولو په تړاو د بادغیس ولایت په قادس ولسوالۍ کې، ۳ تنه غله په سمنګان ولایت کې، ۲ تنه په غزني او یو تن په فراه ولایت کې نیول شوی دی.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

امریکایي اداره: په جنسي جرمونو محکوم افغان وګړی د کاناډا پولې ته نږدې نیول شوی

۴

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۵

د کابل او اسلام‌اباد پلاوي د استانبول په غونډه کې «ښو پایلو» ته رسېدلي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د ښوونځيو له نصاب نه د انسان دوستۍ په ګډون ۵۱ موارد و اېستل

۶ غویی ۱۴۰۵ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۴۱ GMT+۱
 طالبانو د ښوونځيو له نصاب نه د انسان دوستۍ په ګډون ۵۱ موارد و اېستل
100%

افغانستان انټرنشنل ته د طالبانو د پوهنې وزارت رسېدلي مکتوبونه ښيي، چې دې ډلې د ښوونځیو د نصاب ۵۱ تدریسي موارد د خپلو پالیسیو خلاف ګڼلي دي. په دغو مواردو کې ملي یووالی، ازادي، ولسي نرخونه، د ښځو حقوق، بشري حقونه، جرګه، ملي سرود، مور، د ښوونکي ورځ او سوله هم شامل دي.

د طالبانو د پوهنې په وزارت کې سرچینو نن یکشنه، د غويي پر ۶مه افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي سندونه تایید کړل او ویې ویل، چې د کابل او ټولو ولایتونو او ولسوالیو د پوهنې امریتونو ته ویل شوي، چې له لومړي ټولګي څخه تر دوولسم ټولګي پورې په ښوونیز نصاب کې ۵۱ موارد د طالبانو د پالیسیو خلاف دي.

په دغو ۵۱ مواردو کې ولسي نرخونه «مچلغه»، د بامیانو مجسمې، حضرت علي، په ټولنیزو ژوند کې د ښځو ونډه، ښځې او لنډۍ، پسرلی، فردي ازادي، ولسواکي، د بشري حقونو کمېسیون او د افغانستان د موسیقۍ پلار استاد قاسم هم شامل دي.

ددغو سندونو په یوه برخه کې اساسي قانون، زموږ دولت، ملي شورا، ولسي جرګه، قضايي او اجرایه قواوې، د ماشومانو حقونه، ښځو حقونه، بن غونډه، لنډ مهاله اداره، بېړنۍ لویه جرګه، انتقالي اسلامي دولت، د هېواد د بیا رغونې پیل او ولسمشریزې ټاکنې هغه موضوعات دي، چې طالبانو له ښوونیز نصاب څخه لرې کړای شوي دي.

د سندونو له مخې، شپږ میاشتې وړاندې د طالبانو تر واک لاندې د پوهنې وزارت ددې ډلې ریاست الوزرا ته وړاندیز کړی و، چې ښوونیز نصاب له سره وکتل شي، چې ددې وړاندیز له مخې، د طالبانو ریاست الوزرا موضوع د کره کتنې ځانګړي کمیسیون ته وسپارله او له کرکتنې وروسته یې دا ۵۱ موارد له ښوونیز نصاب څخه لرې کړل.

د سندونو په پای کې د طالبانو د پوهنې وزارت څلورو مرستیالانو لاسلیکونه کړي دي او په متن کې لیکل شوی، چې د ښوونځیو له لومړي ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې «پرته له ساینسي مضامینو» د موظفې کمیټې له لوري په نښه شوي موارد د طالبانو له پالیسیو سره په ټکر کې دي او باید له نصاب نه واېستل شي.

د طالبانو د پوهنې وزیر: په کلاشنکوف او زېړه بوشکه د «دښمن» دفاع نه شو کولی

۶ غویی ۱۴۰۵ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۲۹ GMT+۱
د طالبانو د پوهنې وزیر: په کلاشنکوف او زېړه بوشکه د «دښمن» دفاع نه شو کولی
100%

د طالبانو د پوهنې وزیر حبیب الله اغا د عصري علومو پر زده کړې ټینګار کړی او وايي، چې په کلاشنکوف او زېړه بوشکه د «دښمن» دفاع نه شي کېدای. نوموړی وايي، په اوسني وخت کې «زېړه بوشکه» په کار نه ورځي او باید پرمختللی دفاعي سیستم ولري.

د طالبانو د پوهنې وزیر حبیب الله اغا په بامیان کې یوې غونډي ته د وینا پر مهال د عصري علومو پر زده کړې په ټینګار سره د پرمختللي دفاعي سیستم جوړول د اوسني وخت جدي اړتیا بللې ده.

حبیب الله اغا ویلي، چې که دښمن په سمندر کې او یا د هوا له لارې بمبار کوي، نو د دفاع لپاره یې باید عصري دفاعي وسایل جوړ شي.

نوموړي زیاته کړې:«اوس زه او ته په توره، په غشي، په کلاشنکوف او ژړه بوشکه باندې د دښمن دفاع نه شو کولی».

نوموړي ویلي، چې له زیړې بوشکې استفاده هغه وخت اړینه ده، چې بهرنی تېری وکړي او دوی به یې پر سړک ورته ښخه کړي خو په اوسني عصر کې پر زیړې بوشکي سربېره باید پرمختللی سیستم موجود وي.

نوموړي د خپلو خبرو پرمهال پر ایران د امریکا او اسراییل ترمنځ جګړې ته هم اشاره کړې او وايي، داسې انګېرل کېده، چې ایران به په روانه جګړه ماته وخوري، خو دده په وینا، «ایران د پرمختللي دفاعي سیستم په لرلو سره برلاسی دی».

نوموړي د عصري علومو په مټ د پرمختللي دفاعي سیستم پر جوړیدو داسې مهال ټینګار کوي، چې په تېرو څو میاشتو کې د پاکستان هوايي ځواکونو د افغانستان پر یو شمېر ولایتونو بمبارۍ وکړې او طالبانو یې پر وړاندې په دهشکو هوايي دفاع کوله.

طالبانو په کابل کې د امید سبز ښارګوټي ۱۵۰۰ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه

۶ غویی ۱۴۰۵ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۱۷ GMT+۱
طالبانو په کابل کې د امید سبز ښارګوټي ۱۵۰۰ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه
100%

د طالبانو عدلیې وزارت خبر ورکړی، چې د مرکزي زون د غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ ځانګړي محکمې په کابل کې د امید سبز ښارګوټي په نوم څه باندې ۱۵۰۰ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړې ده.

د طالبانو عدلیې وزارت د یکشنبې په ورځ وویل، چې د دې ډلې د غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګي ځانګړي محکمې د کابل ښار په لویدیځ کې په شپږمه او دیارلسمه ناحیه کې د امید سبز ښارګوتي د ځمکې د سندونو او مدارکو له څېړنې وروسته د یاد ښارګوټي ټوله څه باندې ۱۵۰۰ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه.

یاد وزارت ویلي، چې ځانګړي م‍حکمې پریکړه کړې، چې د امید سبز ښارګوټي ټوله ځمکه دې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استراد کمېسیون ته وسپارل شي.

وزارت زیاته کړې چې د هېواد په کچه د دولتي ځمکو د ارزونې، تثبیت او استرداد بهیر دوام لري او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون، ولایتي تخنیکي پلاوي او اړوندې ځانګړې محکمې د اسنادو، مدارکو او د دولتي ادارو اړوندو معلوماتو له کره ارزونې وروسته، د دولتي غصب شویو ځمکو په اړه پرېکړې کوي.

له دې وړاندې د طالبانو یادې محکمې په نهمه ناحیه کې د عمرګلستان ښارګوټي ځمکه هم دولتي اعلان کړې وه.

ددغه ښارګوټي اوسېدونکو په یوه اعتراضي غونډه کې وویل، چې دوی په دغو ښارګوټو کې کورونه او اپارتمانونه پېرلي دي او د ابادۍ او ځمکې ترمنځ باید توپیر وشي.

د کابل یو شمېر ښاریانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو دغو پرېکړو ددوی پر ژوند ناوړه اغیز کړی او په ځینو سیمو کې د کورونو نړېدو له امله د کورونو کرایې هم لوړې شوې او د احمدشاه بابا مېنې په څېر په ځینو سیمو کې د کډوالو د راتګ له امله کورونه نه موندل کیږي.

افغان خبریال حبیب‌الله عزیزي په امریکا کې د ترافیکي پېښې له امله ومړ

۶ غویی ۱۴۰۵ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۰۰ GMT+۱
افغان خبریال حبیب‌الله عزیزي په امریکا کې د ترافیکي پېښې له امله ومړ
100%

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان وايي، چې افغان خبریال حبیب‌الله عزیزي په متحده ایالاتو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله مړ شوی دی. عزیزي له لسو کلونو راهیسې د افغانستان خصوصي رسنیو کې د ویډیو اخیستونکي په توګه کار کړی و.

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان نن یکشنبه، د غويي پر ۶مه د اعلامیې په خپرولو سره په اېکس کې لیکلي، چې د هغه مړینه د افغانستان د رسنیو او فرهنګي کدرونو لپاره یوه لویه ضایعه بلل کیږي.

د یاد سازمان په وینا، عزیزي له سختو شرایطو سره سره د مسلکي ارزښتونو د پاللو لپاره هڅې کولې او د رسنیو په ډګر کې یې مهم رول درلود.

حبیب الله عزیزي د طالبانو له راتګ څخه وړاندې د طلوع نیوز خصوصي رسنۍ سره لس کاله کاري سابقه درلوده او هغه مهال د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د سختو جګړو پرمهال د خبریالانو ملتیا کوله او په دې برخه کې سختې ورځې ګاللې دي.

یوسف وفا د طالبانو امارت د «خلکو له متن نه انتخاب شوی» او جمهوریت «تپل شوی» نظام وباله

۶ غویی ۱۴۰۵ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۰۱ GMT+۱
یوسف وفا د طالبانو امارت د «خلکو له متن نه انتخاب شوی» او جمهوریت «تپل شوی» نظام وباله
100%

د طالبانو د بلخ والي محمد یوسف وفا ادعا کړې، چې پخوانی جمهوري نظام د بن کنفرانس له لارې پر افغانانو «تپل شوی نظام» و او د خلکو له غوښتنو سره یې سمون نه درلود. هغه ادعا وکړه، چې د طالبانو اداره د خلکو له متن نه «انتخاب شوی نظام» دی.

په بلخ کې د طالبانو والي او د مولو ي هبت الله د کړۍ نږدې کس اسدالله وفا د طالبانو د ادارې په ملاتړ یوې غونډې ته د یکشنبې په ورځ وویل، چې د طالبانو اداره «د خلکو له منځه» راټوکېدلې او د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ولس نظرونو او مشورو ته ارزښت ورکوي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ له شخړو وروسته طالبانو د افغانستان په مختلفو ولایتونو، په ځانګړې توکه د هېواد په شمالي ولایتونو کې د ولسي غونډو په جوړولو پیل کړی دی.

دغه غونډې د طالبانو د قومونو او قبایلو چارو وزارت تر مشرۍ لاندې جوړیږي او ډېری ددغه وزارت وزیر پکې ګډون کوي.

د طالبانو دغه والي ادعا وکړه، چې د جمهوري نظام هیڅ قانون او تګلاره د افغانانو په نبض جوړه نه وه.

هغه په خپلو خبرو کې وویل، « اسلامي امارت د خلکو له متن څخه انتخاب شوی نظام دی چې د اسلامي شریعت په رڼا کې د ولس هرې مشورې او نظر ته د قدر په سترګه ګوري».

د طالبانو دغه چارواکی داسې مهال خپله اداره «د ولس له منځه انتخاب شوی نظام» بولي، چې یادې ډلې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د زور له لارې کابل ونیوه او د ټاکنو له لارې د مشر د انتخاب پرځای پر بیعت باور لري.