• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پښتونخوا حکومت سلاکار: مرکزي حکومت دې ایالت کې د ورګډو ولسواليو پراختیایي بودیجه درولې

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۳۵ GMT+۱تازه شوی: ۸ غویی ۱۴۰۵ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۳۸ GMT+۱

د خيبرپښتونخوا د اطلاعاتو او عامه اړیکو ځانګړي سلاکار، شفيع جان په مرکزي حکومت انتقادونه کړي، چې په دغه ايالت کې د ورګډو ولسواليو (پخوانۍ فاټا) ته ورکړل کېدونکې پراختیایي بودیجه یې درولي دي.

هغه د دوشنبې په ورځ وويل، «مرکزي حکومت به له خپلو ژمنو سره سم ورګډو شویو ولسواليو ته هر کال ۱۰ بيليونه کلدارې ورکولې، خو له بده مرغه یې تراوسه پورې ۱۶بيليونه او ۸زره ميليونه کلدارې ورکړي، او تراوسه ورته ۵۳بيليونه او ۲زره ميليونه کلدارې ورکول پاتې دي».

هغه د مرکزي حکومت لخوا په ايالت کې د برېښنا پر پرچاوۍ هم نيوکه وکړه، چې خيبرپښتونخوا کې د هيواد تر ټولو زياته د برېښنا پرچاوي رامنځته کېږي.

نوموړي وويل، په خيبرپښتونخوا کې غيراعلاني او د اوږد وخت پورې د برېښنا پرې کېدنه دوام لري، د ایالت په لرې پرتو سيمو کې هره ورځ «د ۲۰ نه تر ۲۲ ساعتونو» پورې برېښنا نه وي، باوجود د دې چې ايالت د خپل ضرورت څخه زياته برېښنا او ګاز توليدوي.

هغه وويل، همداراز ایالت ته د سي اېن جي ګاز بند کړل شوی، چې له امله یې بېوزله خلک او ډرايوران سخت اغېزمن دي.

شفيع جان د اقتصاد په برخه کې د مرکزي حکومت پاليسۍ هم د انتقاد لاندې راوستي چې له سببه یې صنعتونه مخ په ټيټه روان دي، او له دغو دښمنه پاليسيو له امله کارخانې بندې او بهرنۍ پانګونې په ټپه ولاړې دي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۴
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۵

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

•
•
•

نور کیسې

لنډي کوتل کې د زده‌کوونکو لاریون؛ د ستنېدونکو افغان کډوالو پرمخ د تګ لاره وتړل شوه

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۸:۵۴ GMT+۱
لنډي کوتل کې د زده‌کوونکو لاریون؛ د ستنېدونکو افغان کډوالو پرمخ د تګ لاره وتړل شوه
100%

د خیبر پښتونخوا په لنډي کوتل سیمه کې زده‌کوونکو لاریون کړی او غوښتنه یې کړې، چې د سېلابونو له کبله دې نړېدلې ښوونځي ورغول شي. لاریونوالو د سیمې لویه لار د تګ‌راتګ لپاره تړلې ده، چې له کبله یې ستنېدونکي کډوال له ستونزو سره مخ شوي دي.

لاریونوال د وروستیو بارانونو له کبله د تخریب شویو ښونځیو د جوړېدو غوښتنه کوي. دوی زیاتوي، چې تر شنه اسمان لاندې په سخته ګرمۍ کې زده‌کړې ستونزمنې دي او باید ځايي حکومت یې غږ واوري او ستونزې یې حل کړي.

د لاریون له کبله د لنډي کوتل لویه لار د تګ‌راتګ لپاره تړل شوې او د کډوالو د موټرو اوږده کتارونه په سیمه کې بند پاتې دي. ستنېدونکي کډوال هم له دغه وضعیت څخه شکایت کوي او وایي، چې هوا ګرمه ده او له کبله یې ښځې، ماشومان او سپين ږېري له سختو ستونزو سره مخ دي.

افغانستان ته ستنېدونکي کډوال د لارې پر ژر خلاصېدو ټینګار کوي. سیمه‌ییزو چارواکو هم ویلي، چې سیمې ته یې ځواکونه لېږلي او د لارې د خلاصېدو ډاډ یې ښودلی دی.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په پښتونخوا کې دوه ديني عالمان وژل شوي

۶ غویی ۱۴۰۵ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۱۷ GMT+۱
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په پښتونخوا کې دوه ديني عالمان وژل شوي
100%

د خيبرپښتونخوا په خيبر او کوهاټ ولسواليو کې په دوو جلا پېښو کې دوه ديني عالمان د نامعلومه کسانو له لوري وژل شوي دي. پولیسو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې په وژل شویو دیني عالمانو کې یو په ډزو او بل د چړو په ګوزارونو وژل شوی.

خيبر ولسوالۍ کې د دينې عالم شېخ يوسف اپريدي د وژلو پېښه د دوشنبې په ورځ رامنځته شوې او یاده پېښه د پوليسو له لوري افغانستان انټرنشنل - پښتو ته تایید شوې ده.

د خيبر د ذخه خېلو پوليسو وويل، چې ديني عالم شېخ يوسف اپريدی نامعلومه وسله والو په ډزو وژلی دی. ويل شوي ياد ديني عالم د اهل حديث فکري لاروی و او تراوسه د پېښې مسووليت چا نه دی منلی.

بله پېښه په کوهاټ ولسوالۍ کې رامنځته شوې، د بلي ټنګ سیمې پوليسو وويل، ديني عالم شېخ الحديث عبدالقادر باندې د يکشنبې په ورځ نامعلومه کسانو په چاکوانو ګوزارونه کړي، ټپي کړی یې و، او د دوشنبې په ورځ يې ساه ورکړې ده.

پوليسو وويل، د دواړو پېښو پلټنې یې پيل کړي دي.

خيبرپښتونخوا کې وخت په وخت ديني عالمان وژل کيږي، چې د وژنو پړه یې جلا جلا توندروه ډلې قبلوي.

په باجوړ کې ناڅرګندو وسله والو یو قومي مشر وژلی

۶ غویی ۱۴۰۵ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۵۹ GMT+۱
په باجوړ کې ناڅرګندو وسله والو یو قومي مشر وژلی
100%

د خیبر پښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ پولیس وایي چې د یادې ولسوالۍ په عنایت کلي بازار کې ناڅرګندو وسله والو یو قومي مشر ملک فضل واحد په ډزو وژلی. د پولیسو په وینا، پېښه د عنایت کلي په بازار کې شوې ده.

د ماموند حوزې د پولیسو مشر نیاز محمد افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې ملک فضل واحد بازار ته تللی و چې ناڅرګندو وسله والو پرې ناڅاپي ډزې وکړې او نوموړی یې ځای پر ځای وواژه.

پولیسو ویلي، وژل شوی ملک د سیمې قبایلي مشر او د یوه ښوونځي ښوونکی و.

تر اوسه پورې د دغه برید انګېزه نه ده روښانه شوې.

د سیمې یو شمېر خبریالان وایي چې ملک فضل واحد څو کاله وړاندې هم نامعلومو کسانو تښتولی و او دوه کاله لادرکه و. همدارنګه، د وژل شوي ملک مشر ورور ملک عبد الحمید هم څو کاله مخکې نامعلومو وسله والو په ډزو وژلی و.

په باجوړ کې په وروستیو کلونو کې پر قبایلي مشرانو او سیاسي فعالانو هدفي بریدونه زیات شوي دي چې له امله یې څو کسان وژل شوي دي.

سیمه ییزې سرچینې وایي، په دې ولسوالۍ کې وخت ناوخت د امنیتي ځواکونو او وسله والو ډلو ترمنځ نښتې هم کېږي چې ملکي وګړي پکې زیانمن شوي دي.

سهیل اپریدی: د عمران خان د خوشې کېدو لپاره له کشمیره د لاریونونو لړۍ پیل کوو

۶ غویی ۱۴۰۵ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۶، ۰۷:۵۴ GMT+۱
سهیل اپریدی: د عمران خان د خوشې کېدو لپاره له کشمیره د لاریونونو لړۍ پیل کوو
100%

د پاکستان تحریک انصاف ګوند په یوه پراخه ولسي غونډه کې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي ویلي، چې د ګوند بنسټګر او پخواني لومړي وزیر عمران خان د خوشې کېدو لپاره به خپل لاریونونه دوامداره کړي او دا لړۍ به له کشمیره پیل کړي.

د پاکستان تحریک انصاف له لوري د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر په پلازمېنه مظفراباد کې یوه پراخه ولسي غونډه ترسره شوې ده.

په دې غونډه کې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهېل اپرېدي ویلي، دوی به د ګوند د بنسټګر او پخواني لومړي وزیر عمران خان د خوشې کېدو لپاره خپلو احتجاجي لارو چارو ته دوام ورکړي او د دې لړۍ پیل به له کشمیره وکړي.

نوموړي زیاته کړې چې د عمران خان د خوشې کېدو لپاره یې ټولې قانوني، اساسي او ولسي لارې کارولې دي، خو تر اوسه کومه مثبته پایله نه ده ترلاسه شوې.

هغه ادعا کړې چې محکمې ورته د عمران خان سره د لیدنې اجازه ورکړې، خو د زندان مسوولین دا حکم نه عملي کوي او د محکمې پرېکړو ته غاړه نه ږدي.

پېښور عالي محکمه: د جعلي افغان کډوالۍ کارت له کبله د شناختي کارت نه ورکول ناقانونه دي

۶ غویی ۱۴۰۵ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۶، ۰۴:۴۵ GMT+۱
پېښور عالي محکمه: د جعلي افغان کډوالۍ کارت له کبله د شناختي کارت نه ورکول ناقانونه دي
100%

د پېښور عالي محکمې د یوه پاکستاني وګړي د کمپیوټري پېژندپاڼې د ترلاسه کولو په قضیه کې د نادرا ادارې ته امر کړی چې نوموړي ته د ۹۰ ورځو په موده کې پېژندپاڼه ورکړي. دغه پاکستاني وګړي د مرستو ترلاسه کولو په موخه جعلي د افغان کډوالۍ کارت جوړ کړی و.

د خیبر پښتونخوا په پېښور کې عالي محکمې د حضرت رحمان په نوم د یوه پاکستاني وګړي د کمپیوټري پېژندپاڼې (شناختي کارت) د ترلاسه کولو په اړه پرېکړه کړې ده.

قضیه وروسته له هغه مطرح شوې چې حضرت رحمان د اقتصادي ستونزو له امله د افغان کډوالو لپاره د ۱۹۸۰ لسیزې د نړیوالو مرستو د ترلاسه کولو په موخه د افغان کډوالۍ د پېژند کارت (پي او آر کارت) جعلي نسخه جوړه کړې وه.

د نوموړي مدافع وکیلې ثناء ګلزار محکمې ته ویلي چې موکل یې اصلا پاکستاني تبعه دی، خو د بې وزلۍ له امله یې د لنډ مهال لپاره جعلي افغان کارت کارولی و، څو له مرستو برخمن شي. هغې زیاته کړې چې د همدې وجې له کبله د پاکستان د تابعیت ادارې (نادرا) نوموړي ته پېژندپاڼه نه ورکوله.

محکمې د دوسیې له اورېدو وروسته د مدافع وکیلې دلایل ومنل او د حضرت رحمان د حق په تایید یې حکم صادر کړ.

په پرېکړه کې محکمې د پاکستان د تابعیت ورکوونکې ادارې (نادرا) او نورو اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې چې د ۹۰ ورځو په موده کې نوموړي ته د کمپیوټري پېژندپاڼې اجرا وکړي.

عدالت همداراز ویلي چې د جعلي افغان کارت جوړول د اقتصادي مجبوریو له امله ترسره شوي، خو اوس باید د قانون له مخې د هغه د تابعیت رسمي اسناد ورکړل شي.