• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان او ایراني چارواکي د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا غږېدلي

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۴۵ GMT+۱

په کابل کې د ایران سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د بیجار په مشرۍ د ایران د سیستان او بلوچستان والي د طالبانو د نیمروز ولایت له والي محمود سره لیدلي او د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا غږېدلي دي.

د سفارت د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو د ایران او افغانستان د سرحدي ولایتونو ترمنځ د همکاریو د پیاوړتیا پر پروګرامونو خبرې کړې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې ناسته کې د اقتصادي، سوداګریزو او سرحدي همکاریو د پراختیا پر موضوعاتو تمرکز شوی او دواړو خواوو د ګډو پروژو د عملي کېدو لپاره پر همغږۍ هوکړه کړې ده.

ایراني لوري ټینګار کړی، چې له افغانستان سره د سرحدي اړیکو پیاوړتیا د دواړو هېوادونو لپاره مهمه ده، او کولی شي د سیمې په کچه اقتصادي ودې او ثبات ته لاره هواره کړي.

د طالبانو د نیمروز والي له لوري هم د متقابلو همکاریو هرکلی شوی او ویل شوي، چې د دواړو ولایتونو ترمنځ همغږي به د سوداګرۍ او تګ راتګ په اسانتیا کې مهم رول ولوبوي.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د کابل او اسلام‌اباد پلاوي د استانبول په غونډه کې «ښو پایلو» ته رسېدلي

۳

امریکایي اداره: په جنسي جرمونو محکوم افغان وګړی د کاناډا پولې ته نږدې نیول شوی

۴

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۵

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

•
•
•

نور کیسې

محمد اکرم خپلواک: پر کونړ پوهنتون برید د نړیوالو قوانینو ښکاره نقض دی

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۳۰ GMT+۱
محمد اکرم خپلواک: پر کونړ پوهنتون برید د نړیوالو قوانینو ښکاره نقض دی
100%

د تېر جمهوري نظام پر مهال د سولې عالي شورا د دارالانشا مشر محمد اکرم خپلواک ویلي، چې پر کونړ پوهنتون( سید جمال الدین افغان پوهنتون)د پاکستان برید د نړیوالو قوانینو او بشري اصولو ښکاره سرغړونه ده او نړیواله ټولنه باید د دې په اړه عملي اقدامات وکړي.

محمد اکر خپلواک په ایکس خواله رسنۍ کې ویلي، چې پاکستان دا ځل پر یو علمي مرکز، د کونړ پر پوهنتون، برید کړی دی.

هغه دا اقدام د نړیوالو قوانینو او بشري اصولو ښکاره نقض بللی او ټینګار یې کړی چې دا ډول بریدونه یوازې د غندنې تر کچې نه شي محدودېدای.

خپلواک زیاته کړې، چې د دې ډول پېښو په وړاندې باید د نړیوالو بنسټونو او د بشري حقونو د ادارو له لارې جدي او عملي اقدامات ترسره شي.

هغه پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د ملکي او علمي مرکزونو پر ضد د بریدونو موضوع جدي وڅېړي او د داسې کړنو مخنیوي لپاره لازم ګامونه واخلي.

د طالبانو دفاع وزارت: په پکتیا کې مو د وسلو او مهماتو د قاچاق مخه نیولې

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۱۷ GMT+۱
د طالبانو دفاع وزارت: په پکتیا کې مو د وسلو او مهماتو د قاچاق مخه نیولې
100%

د طالبانو د دفاع وزارت اړوند ۲۰۳ منصوري قول اردو وایي، چې د پکتیا ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې د کشفي عملیاتو پر مهال لسګونه میله وسلې، مهمات او په تړاو یې دوه قاچاقبران نیول شوي دي.

د طالبانو د دفاع وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې قول اردو منسوبینو د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ د شهرنو په سایمه کې ځانګړي کشفي عملیات ترسره کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې، په دغو عملیاتو کې ۵۸میله تفنګچې، یو شمېر مرمۍ او یوه عراده فیلډر موټر نیول شوي دي.

د طالبانو دفاع وزارت وایي چې، ددغه وسلو او مهماتو په تور یې دوه کسان هم نیولي دي.

د بشري حقونو بنسټ: پر کونړ د پاکستاني پوځ بریدونه د تاوتریخوالي اندېښمنوونکې بڼه ښيي

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۰۵ GMT+۱
د بشري حقونو بنسټ: پر کونړ د پاکستاني پوځ بریدونه د تاوتریخوالي اندېښمنوونکې بڼه ښيي
100%

د بشري حقونو یو نړیوال بنسټ وايي، د کونړ ولایت په اسعداباد کې د پاکستاني پوځ وروستي بریدونه د ملکي وګړو لپاره درانه زیانونه اړولي او د تاوتریخوالي یوه اندېښمنوونکې بڼه ښيي.

د دې بنسټ په وینا، د ځایي سرچینو او روغتیايي مرکزونو د معلوماتو له مخې، لږ تر لږه ۴۸ملکي کسان، د ښځو، ماشومانو او محصلانو په ګډون، ټپیان شوي او یو شمېر نور هم وژل شوي دي. راپورونه ښيي چې بریدونه پر استوګنیزو سیمو او د سید جمال الدین افغان پوهنتون پر ودانیو شوي دي.

د سیمې اوسېدونکي وایي، بریدونه په مستقیم ډول پر کورونو او تعلیمي مرکزونو ترسره شوي دي. یو محصل ویلي چې دا پېښه د درسي ساعتونو پر مهال رامنځته شوه، چې له امله یې زده‌کوونکي ټپیان او سخت وېرېدلي دي.

یاد بنسټ دغه وضعیت د نړیوالو بشردوستانه قوانینو خلاف بللی او ټینګار یې کړی چې ټول ښکېل لوري باید د ملکي وګړو او پوځي اهدافو ترمنځ توپیر وکړي. بنسټ همداراز د سمدستي، خپلواکې او شفافې پلټنې غوښتنه کړې او د ملکي تلفاتو د مخنیوي او د تعلیمي مرکزونو د ساتنې پر اړتیا یې ټینګار کړی دی.

سره صلیب د نورستان له کامدېش روغتون سره د طبي تجهیزاتو او درملو مرسته کړې

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۵۸ GMT+۱
سره صلیب د نورستان له کامدېش روغتون سره د طبي تجهیزاتو او درملو مرسته کړې
100%

د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ای سي ار سي) ویلي، چې د افغانستان په نورستان ولایت کې د کامدېش ولسوالۍ روغتون ته یې د درملو او طبي تجهیزاتو یوه نوې جوپه رسولې، چې د روغتیايي خدماتو د دوام لپاره به مهمه ونډه ولري.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې په ایکس خواله رسنۍ ویلي، چې د دې ادارې اړوند ټیمونو د افغانستان په نورستان ولایت کې د کامدېش ولسوالۍ روغتون ته طبي مرسته رسولې ده.

د معلوماتو له مخې، دا مرسته وروسته له هغه ترسره شوې چې یاد روغتون د څو اوونیو لپاره د طبي توکو له کمښت سره مخ و، چې له امله یې د روغتیايي خدماتو وړاندې کول اغېزمن شوي وو.

دغه کمیټې ویلي، په دې مرستو کې درمل، د رګونو د مایعاتو (انفیوژن) محلولونه، د زرق لپاره مواد، بنداژونه، د ټپونو د ګنډلو سیټونه، د سترېلیزېشن وسایل او د جراحي د تخلیې تجهیزات شامل دي.

دغه اداره زیاتوي چې د دې مرستو موخه د روغتیايي کارکوونکو ملاتړ او د ناروغانو لپاره د اړینو درملنو د دوام ډاډمنول دي.

نرګس نهان: افغانستان ته داسې سیاسي نظام پکار دی چې د ټولو خلکو استازیتوب وکړي

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۵۰ GMT+۱
نرګس نهان: افغانستان ته داسې سیاسي نظام پکار دی چې د ټولو خلکو استازیتوب وکړي
100%

د جمهوریت پر مهال د کانونو او پټرولیم وزیرې نرګس نهان ویلي، چې په افغانستان کې د حکومتونو د پرله‌پسې پرځېدلو یو مهم لامل د سیاسي نظام ناسم جوړښت او د حکومتولۍ تګلارې دي، چې د یوې محدودې ډلې د ګټو پر بنسټ جوړې شوې وې او د ټولنې نورې برخې یې له پامه غورځولې دي.

نرګس نهان په ایکس خواله رسنۍ کې ویلي، چې په افغانستان کې د تېرو حکومتونو د سقوطونو اصلي لاملونو کې یو هم د سیاسي جوړښت او د حکومتولۍ ناسمې کړنې وې.

هغې زیاته کړې چې دا جوړښتونه په کابل کې د یوې محدودې ډلې د غوښتنو او ګټو پر بنسټ جوړ شوي وو، په داسې حال کې چې د ټولنې د نورو قشرونو، په ځانګړي ډول ښځو، ځوانانو او ولایتونو اړتیاوې او واقعیتونه پکې له پامه غورځول شوي وو.

د هغې په وینا، همدې حالت د ولس او حکومت ترمنځ واټن دومره زیات کړ چې خلک نور د نظام ملاتړ ته نه هڅول کیدل.

نرګس نهان ټینګار کړی چې هېڅ حکومت د خلکو له رښتیني ملاتړ پرته نه شي پاتې کېدای.

هغې ویلي، افغانستان تر بل هر وخت زیات داسې نظام ته اړتیا لري چې د هېواد ټولنیز، جنسیتي، قومي او جغرافیایي تنوعات په پام کې ونیسي او د شفافیت، حساب ورکونې او د خلکو له اړتیاوو سره تړلی وي.

نوموړې وړاندې ویلي چې د راتلونکي سیاسي نظام جوړښت باید د یوې محدودې ډلې د شخصي خوښې پر بنسټ ونه ټاکل شي، بلکې باید د مسلکي او پراخو بحثونو، علمي غونډو او د نورو هېوادونو له بریالیو تجربو د ګټې اخیستنې له لارې وټاکل شي.

هغې زیاته کړې چې هدف باید داسې نظام وي چې د بېلابېلو قومي ډلو د څو محدودو کسانو د ګټو لپاره نه، بلکې د هېواد د اساسي ستونزو د حل لپاره کار وکړي.

نرګس نهان ویلي، داسې نظام باید رامنځته شي چې د ملي مشارکت ترڅنګ د ټولو وګړو، په ځانګړي ډول ښځو او ځوانانو لپاره عدالت او هوساینه تضمین کړي او د تلپاتې ثبات زمینه برابره کړي.