• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فضل هادي مسلمیار: پر کونړ او سپین بولدک د پاکستان بریدونه د نړیوالو اصولو ښکاره سرغړونه ده

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۱۹ GMT+۱

د جمهوري نظام پر مهال د مشرانو جرګې مشر، فضل هادي مسلمیار د پاکستاني ځواکونو له لوري پر کونړ او سپین بولدک د درنو وسلو بریدونه په سختو ټکو غندلي او دا یې د نړیوالو قوانینو او بشري اصولو ښکاره سرغړونه بللې ده.

فضل هادي مسلمیار په خپل ایکس پوسټ کې ویلي چې پاکستاني پوځ د کونړ ولایت د سید جمال‌الدین افغان پوهنتون پر لیلیه برید کړی، چې له امله یې یو شمېر محصلین وژل شوي او ټپیان شوي دي.

هغه دغه بریدونه په سختو ټکو غندلي او ویلي یې دي چې دا ډول اقدامات د ملکي او عامه ځایونو پر ضد ترسره شوي، چې هېڅ ډول توجیه نه لري او د نړیوالو اصولو ښکاره خلاف عمل دی.

مسلمیار ویلي، چې دی د قربانیانو له غمجنو کورنیو سره ځان په دې درانه غم کې شریک بولي او د هغوی کورنیو ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړي دي، همدارنګه ټپیانو ته یې د عاجلې شفا هیله څرګنده کړې ده.

هغه د ایکس په دغه پوسټ کې پر نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او د امنیت شورا غږ کړی چې د پاکستان له پوځي رژیم څخه د دې ډول “خپلسرو بریدونو” په اړه پوښتنه وکړي، چې په وینا یې ملکي ځایونه په نښه کوي.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

امریکایي اداره: په جنسي جرمونو محکوم افغان وګړی د کاناډا پولې ته نږدې نیول شوی

۳

د کابل او اسلام‌اباد پلاوي د استانبول په غونډه کې «ښو پایلو» ته رسېدلي

۴

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۵

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

•
•
•

نور کیسې

امرخېل: پاکستان غواړي خلک خپلې سیمې پرېږدي او داعش او نور ورانکاري پکې ځای پر ځای کړي

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۳۳ GMT+۱
امرخېل: پاکستان غواړي خلک خپلې سیمې پرېږدي او داعش او نور ورانکاري پکې ځای پر ځای کړي
100%

د ننګرهار پخوانی والي ضیاالحق امرخېل وايي، چې «پر افغانستان د پاکستان بریدونه له هغو بریدونو سره ورته دي چې اسراییل یې پر لبنان کوي». هغه زیاتوي، چې پاکستان هڅه کوي د ډیورنډ کرښې دې خوا سیمې ناامنه کړي، خلک له خپلو سیمو ووځي او ورانکارې ډلې هلته ځای پر ځای کړي.

ضیاالحق امرخېل د پاکستان دا کړنه یوه لویه توطیه بولي.

نوموړي ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید اجازه ورنه کړي چې افغانان د دغې توطیې قرباني شي.

هغه له نړیوالو غوښتي چې د پاکستان بمبارۍ وغندي او ژر تر ژره اقدام وکړي. امرخېل خبرداری ورکړی چې د دغو بریدونو دوام به د سیمې ثبات ته ستر ګواښ وي.

افغانستان انټرنشنل ته د کونړ د دولتي روغتون سرچینو ویلي، د پاکستان د تازه بریدونو له امله لږ تر لږه ۷ کسان وژل شوي او ۷۵ نور ټپیان شوي دي.

د معلوماتو له مخې، په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

تادین خان: زه نه پوهېږم چې طالبان د افغان ملت د دفاع او امنیت لپاره څه پلان لري او که نه

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۳۵ GMT+۱
تادین خان: زه نه پوهېږم چې طالبان د افغان ملت د دفاع او امنیت لپاره څه پلان لري او که نه
100%

د کندهار پخواني امنیه قوماندان تادین خان اڅکزي پر کندهار او کونړ ولایتونو د پاکستان د بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې پاکستاني پوځ ملکي خلک او عامه تاسیسات په نښه کړي دي. نوموړي طالبان پوښتلي، چې د افغانانو د امنیت او دفاع لپاره څه پلان لري او که نه؟.

تادین خان دغه راز پر نړیوالې ټولنې نیوکه کړې، چې د یوې ډلې د حاکمیت له امله د افغانستان د ټول ملت پر وړاندې پر کېدونکو جنایتونو سترګې پټوي.

د پاکستان پوځ په نننیو بریدونو کې سپین بولدک، د اسعداباد مرکز کونړ ولایت او د سرکاڼوو ولسوالۍ سیمې په نښه کړې دي.

د کونړ د دولتي روغتون سرچینې وایي چې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۷ کسان وژل شوي او ۷۵ تنه ټپیان شوي دي. د قربانیانو په ډله کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

کرزي له ملګرو ملتونو وغوښتل چې پر افغانستان د پاکستان د بریدونو په اړه جدي څېړنه وکړي

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۲۱ GMT+۱
کرزي له ملګرو ملتونو وغوښتل چې پر افغانستان د پاکستان د بریدونو په اړه جدي څېړنه وکړي
100%

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر کونړ او د کندهار ولایت پر سپین بولدک ولسوالۍ د پاکستان وروستي پوځي بریدونه غندلي او له ملګرو ملتونو یې غوښتي، چې په دې اړه تحقیقات وکړي.

حامد کرزي نن دوشنبه، د غويي پر ۷مه په اېکس کې ولیکل، چې په دغو بریدونو ملکي وګړو او ملکي تاسیساتو ته زیان رسېدلی او د کونړ پر سیدجمالدین افغان پوهنتون د برید په پایله کې ګڼ شمیر هیوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

کرزي زیاته کړې، چې د لومړنیو راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې د اسعداباد پوهنتون په نښه شوی او یو شمیر محصلان هم ټپیان شوي دي.

هغه دا یادونه هم کړې، چې په نورو سیمو کې پر ښوونځیو د پاکستان پخوانیو بریدونو هم افغان ماشومان له زده کړې محروم کړي دي.

کرزي دا بریدونه د پاکستان د پالیسۍ یوه برخه وګڼله چې په افغانستان کې د زده کړې او پرمختګ بنسټونه کمزوري کړي او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د دې کړنو په وړاندې غبرګون وښيي.

هغه له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د دغو بریدونو جدي پلټنه وکړي او ویې غندي او سملاسي یې د بندولو لپاره اقدام وکړي.

د کرزي په پیغام کې ویل شوي چې د افغانستان پر خلکو، خاورې او ملي تاسیساتو د پاکستان پوځي بریدونه باید ودرول شي او ملګري ملتونه مسوولیت لري چې دا مساله تعقیب کړي.

هغه ټینګار کړی، چې د دې بریدونو دوام به په افغانستان کې ملکي وګړو او د زده کړې راتلونکي ته جدي زیان ورسوي.

په کونړ کې سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د پاکستان پوځ د ولایت په مرکز اسد اباد کې په مختلفو سیمو او همدارنګه د سید جمال الدین افغان پوهنتون باندې د توپونو بریدونه کړي دي، چې په پایله کې یې اووه تنه وژل شوی او ۷۵ نور ټپیان دي.

د کونړ فعالان او خبریالان: د بریدونو او وژنو په اړه د طالبانو له ویرې څه نه شو ویلی

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۱۹ GMT+۱
د کونړ فعالان او خبریالان: د بریدونو او وژنو په اړه د طالبانو له ویرې څه نه شو ویلی
100%

د کونړ لسو فعالانو او خبریالانو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د طالبانو له ویرې په ټولنیزو رسنیو کې د شویو بریدونو په اړه خبرونه، راپورونه او تبصرې نه شي خپرولی. دوی وايي چې له دې وړاندې طالبانو د ټولنیزو رسنیو درې فعالان شکنجه کړي وو.

دوی چې د امنیتي اندېښنو له امله یې د نوم نه ښودلو غوښتنه کړې، وایي چې د بیان ازادي په شدیده توګه محدوده شوې او که د پاکستان د جګړې او بریدونو په اړه هر ډول معلوماتي خبر یا تبصره ولیکي نو له جدي پایلو سره مخ کېدای شي.

یو خبریال وویل: «دا نن زه د هر څه عیني شاهد یم، خو جرئت نه لرم چې دا معلومات خپاره کړم، ځکه وېره لرم چې طالبان مې نیسي.»

یو بل پخواني خبریال زیاته کړه: «پخوا به مو لږ تر لږه ځینې راپورونه خپرول، خو اوس وضعیت دومره خراب شوی چې حتا ساده خبر هم نشو شریکولی.»

د ټولنیزو رسنیو یو فعال وویل: «موږ ته ښکاره خبرداری راکړل شوی چې که د ناامنۍ یا بریدونو په اړه څه خپاره کړو، له جدي عواقبو سره به مخ شو.»

د دغو سرچینو په وینا، تر دې وړاندې درې د ټولنیزو رسنیو فعالان د طالبانو له خوا نیول شوي او شکنجه شوي وو، چې له امله یې د نورو فعالانو او خبریالانو ترمنځ وېره نوره هم زیاته شوې ده.

دوی زیاتوي چې اوس مهال ډېری خبریالان او فعالان اړ دي چې یا چوپ پاتې شي او یا هم خپل فعالیتونه محدود کړي، څو له احتمالي ګواښونو او تعقیب څخه ځان وژغوري.

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو لوړو زده کړو وزارت پر پوهنتون برید د اسلامي او نړیوالو اصولو خلاف عمل وباله

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۴۱ GMT+۱
د طالبانو لوړو زده کړو وزارت پر پوهنتون برید د اسلامي او نړیوالو اصولو خلاف عمل وباله
100%

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په یوه اعلامیه کې د کونړ پر سید جمال الدین افغان پوهنتون د پاکستان برید بزدلانه او د اسلامي او نړیوالو اصولو خلاف عمل وباله. یاد وزارت له نړیوالو بنسټونو غوښتي چې د پاکستان د پوځ ددغه برید پر وړاندې چوپ پاتې نه شي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت نن دوشنبه، د غويي پر ۸مه په یوه اعلامیه کې د کونړ د سید جمال الدین افغان پر پوهنتون د پاکستان د پوځ بریدونه بزدلانه، بې رحمه او د اسلامي او نړیوالو اصولو خلاف عمل بللی.

د طالبانو د وزارت په اعلامیه کې راغلي چې دغه توغندیز برید د غويي په اوومه نېټه شوی او شاوخوا ۳۰ تنه محصلان او استادان پکې ټپیان شوي دي. همدارنګه، د پوهنتون ودانیو او شاوخوا سیمو ته پراخ مالي زیان رسېدلی دی.

د طالبانو لوړو زده کړو وزارت ویلي، ددغه وزارت وزیر ندا محمد ندیم د پوهنتون مسوولینو ته لارښوونه کړې چې ټپیان ژر روغتیايي مرکزونو ته ورسوي.

یاد وزارت ټینګار کړی چې د محصلینو، استادانو او علمي مرکزونو د ملاتړ لپاره خپلې ژمنې ته وفادار دی او د پوهنتونونو او دیني جامعاتو د امنیت د تامین لپاره به له ټولو امکاناتو ګټه پورته کوي.

د وروستیو راپورونو له مخې، د پاکستان پوځ د کونړ ولایت په اسعداباد ښار او سرکاڼو ولسوالۍ او د سیدجمالدین پوهنتون پر ودانۍ د توپ او هاوان بریدونه کړي دي.

د روغتون سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۷ کسان وژل شوي او ۷۵ تنه نور ټپیان شوي دي.