• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بحرین د ایران د بریدونو د «ستاینې او ملاتړ» له امله د ۶۹ کسانو تابعیت لغوه کړی

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۴۰ GMT+۱

د بحرین د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د ۶۹ کسانو تابعیت یې لغوه کړی دی، ځکه هغوی د ایران د «دښمنو کړنو ملاتړ یا ستاینه» کړې او له بهرنیو اړخونو سره یې اړیکې درلودې. وزارت ویلي چې په دغو کسانو کې ځینې تورن کسان او د هغوی د کورنۍ غړي شامل دي.

وزارت زیاته کړې چې دا پرېکړه د بحرین د پاچا حمد بن عیسی ال خلیفه د شاهي لارښوونو له مخې او د تابعیت د قانون د ۱۰ مې مادې د ۳ مې فقرې پر بنسټ شوې ده، چې له مخې یې د هغو کسانو تابعیت لغوه کېدای شي چې د هېواد د ګټو پر ضد عمل وکړي یا د وفادارۍ له اصولو سرغړونه وکړي.

د بحرین کورنیو چارو وزارت ویلي چې اړوندې ادارې لا هم د دې ارزونه کوي چې څوک د بحرین تابعیت وړ دي.

ترویج لرونکی

د قدرت په مرکز کې یخ بادونه: «د هبت الله اخوندزاده او بشر نورزي ترمنځ اړیکې سړیږي»
۱
ځانګړی راپور

د قدرت په مرکز کې یخ بادونه: «د هبت الله اخوندزاده او بشر نورزي ترمنځ اړیکې سړیږي»

۲

ملګري متلونه: تر ۲۰۶۰کال پورې به د افغانستان نیمايي وګړي په ښارونو کې ژوند کوي

۳

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ

۴
شننه

جولای ۲۰۲۱؛ د سقوط وروستۍ نښې

۵

سرچینې: طالبانو حامد کرزي ته د خامنه‌یي د جنازې په مراسمو کې د ګډون اجازه نه‌ده ورکړې

•
•
•

نور کیسې

له عراقچي سره په لیدنه کې؛ پوتین له ایران سره د ستراتیژیکو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۳۹ GMT+۱
له عراقچي سره په لیدنه کې؛ پوتین له ایران سره د ستراتیژیکو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی
100%

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له عباس عراقچي سره په لیدنه کې ویلي چې روسیه غواړي له ایران سره خپلې ستراتیژیکې اړیکې دوامدارې وساتي او لا یې پیاوړې کړي.

پوتین د سیمې وضعیت ته په اشارې ویلې چې روسیه چمتو ده د منځني ختیځ د سولې او ثبات لپاره هر ډول ډیپلوماټیکې هڅې وکړي او هیله یې وښوده چې په نږدې راتلونکي کې به سوله ټینګه شي.

له بلې خوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وویل چې د ایران او روسیې اړیکې یو ستراتیژیک شراکت جوړوي چې دا به دوام وکړي او لا به هم پیاوړې شي.

د راپورونو له مخې، ایران او روسیې تېر کال د ۲۰ کلنې ستراتیژیکې همکارۍ تړون لاسلیک کړی او دواړه هېوادونه د انرژۍ، دفاع او سیمه‌ییز سیاست په برخو کې پراخې ګډې ګټې لري.

دغه لیدنه په داسې وخت کې شوې چې په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي او نړیوالو فشارونو کچه لوړه شوې او مسکو هڅه کوي د ډیپلوماسۍ له لارې د کړکېچ د کمېدو لپاره مثبت رول ولوبوي.

پر لبنان د اسراییل په بریدونو کې ۱۴ کسان وژل شوي

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۶:۱۱ GMT+۱
پر لبنان د اسراییل په بریدونو کې ۱۴ کسان وژل شوي
100%

د لبنان روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د اسراییل په هوايي بریدونو کې ۱۴ کسان وژل شوي او ۳۷ نور ټپیان دي. د یاد وزارت په وینا؛ په وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

دغه بریدونه داسې مهال شوي، چې لاهم د اسراییل او حزب‌الله ترمنځ نازک اوربند پرځای دی؛ خو دواړه خواوې یو بل د اوربند په سرغړونې تورنوي. رویټرز راپور ورکړی، د اسراییل پوځ د لبنان «حایلي سیمې» خلکو ته خبرداری ورکړی چې له دغه سیمې او د سویلي لبنان له ځینو سیمو ووځي.

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په بیت‌المقدس کې د کابینې یوې غونډه ته ویلي: «زموږ لپاره تر ټولو مهم د اسراییل او د خپلو سرتېرو امنیت او د خلکو خوندیتوب دی». هغه زیاته کړې، اسراییل به د هغو اصولو له مخې عمل کوي چې له امریکا او لبنان سره پرې هوکړه شوې ده.

بلخوا حزب‌الله ویلي، تر هغې به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي؛ څو اسراییل خپل بریدونه او له اوربند څخه سرغړونې ونه دروي. راپورونه ښيي، چې د مارچ له پیل راهیسې د دواړو لورو ترمنځ په جګړو کې زرګونه کسان وژل شوي دي. که څه هم د امریکا په منځګړیتوب اوربند د تاوتریخوالي کچه راټیټه کړې؛ خو نښتې لاهم په بشپړ ډول نه‌دي درېدلې.

د شمالي کوریا مشر د روسیې پر دوامداره ملاتړ ټینګار وکړ

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۳:۵۳ GMT+۱
د شمالي کوریا مشر د روسیې پر دوامداره ملاتړ ټینګار وکړ
100%

د شمالي کوریا رسمي خبري اژانس راپور ورکړی، چې د دغه هېواد مشر کېم جونګ اون د روسیې له دفاع وزیر سره په لیدنه کې د پیونګ یانګ له‌خوا د مسکو د ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ.

کېم جونګ اون په دغه لیدنه کې وویل، چې د شمالي کوریا ځواکونو او د روسیې پوځ یو کال مخکې د کورسک سیمه ازاده کړه او د دواړو هېوادونو همکاري به دوام ومومي.

هغه وویل: «د شمالي کوریا دولت به په راتلونکي کې هم په بشپړه توګه د د روسیې فدراسیون د هغو سیاستونو ملاتړ وکړي، چې د دغه هېواد د ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا، امنیت او ګټو د ساتنې لپاره دي».

د شمالي کوریا مشر زیاته کړه: «د روسیې پوځ او خلک به هرو مرو په خپلې عادلانه او سپېڅلې مبارزه کې بریالي شي». کېم همداراز د روسیې له مشرتابه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره د هڅو مننه وکړه.

د شمالي کوریا رسمي خبري اژانس ویلي، چې د دغه هېواد مشر او د روسیې دفاع وزیر په خپله لیدنه کې «د نړۍوال او سیمه‌ییز کړکېچن وضعیت په اړه نظرونه تبادله کړل».

ډونالډ ټرمپ: موږ په یوې لېونۍ نړۍ کې ژوند کوو

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۱۶ GMT+۱
ډونالډ ټرمپ: موږ په یوې لېونۍ نړۍ کې ژوند کوو
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې نړۍ له ناارامو او غیرعادي حالاتو سره مخ ده او «موږ په یوې لېونۍ نړۍ کې ژوند کوو».

ټرمپ دا څرګندونې د سي بي ایس شبکې په۶۰ دقیقې په خپرونه کې کړې دي. هغه په دې مرکه کې هغه کس چې د سپینې ماڼۍ د خبریالانو د مېلمستیا پر مهال یې برید کړی و، «ډېر ناروغ انسان» وباله او زیاته یې کړه چې یاد کس «لومړی یو سخت مذهبي عیسوی و، خو وروسته د مذهب ضد شو او په شخصیت کې یې ډېر بدلونونه راغلي وو.»

د دې پوښتنې په ځواب کې چې څومره اندېښمن شوی و، ټرمپ وویل چې اندېښنه یې نه درلوده او زیاتوي: «زه ژوند درک کوم. موږ په یوې لېونۍ نړۍ کې ژوند کوو».

هغه د خپلې مېرمنې ملانیا ټرمپ د غبرګون په اړه هم وویل چې نه غواړي ووایي هغه وېرېدلې وه، ځکه خلک نه خوښوي چې داسې یادونه وشي، خو ټینګار یې وکړ چې په داسې حالت کې هر څوک وېرېږي. د هغه په وینا، ملانیا ښايي ژر درک کړې وه چې پېښه عادي نه ده او وضعیت جدي دی.

ټرمپ زیاته کړه،چې د پېښې له رامنځته کېدو وروسته یې مېرمن ډېره خواشینې ښکارېده.

د شمالي کوریا مشر: د روسیې له پالیسیو ملاتړ ته دوام ورکوم

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۱۴ GMT+۱
د شمالي کوریا مشر: د روسیې له پالیسیو ملاتړ ته دوام ورکوم
100%

د شمالي کوریا مشر کېم‌جونګ‌اون د روسیې له دفاع وزیر سره په کتنه کې ویلي، هېواد به یې د روسیې له سیاستونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د شمالي کوریا دولتي رسنۍ د دوشنبې په ورځ (د غويي ۷مه) ویلي، د روسیې د دفاع وزیر اندري بلوسوف په مشرۍ یو روسي پلاوی د هغو شمالي کوریايي سرتېرو په ویاړ د جوړ شوي څلي د پرانېستې په مراسمو کې د ګډون لپاره شمالي کوریا ته تللی، چې د روسیې په کورسک سیمه کې له اوکرایني ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي وو.

کیم‌جونګ‌اون په دې کتنه کې وویل: «د شمالي کوریا حکومت به له خپل حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او امنیتي ګټو څخه د دفاع په برخه کې د روسیې له پالیسیو بشپړ ملاتړ ته دوام ورکړي».

شمالي کوریا وروسته له هغه چې له روسیې سره یې د دوه اړخیز دفاع تړون لاسلیک کړ، نږدې ۱۴ زره سرتېري په کورسک کې د روسي ځواکونو ترڅنګ جګړې ته واستول.

د شمالي کوریا د دولتي رسنۍ په وینا، دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو پر لا پراختیا هم ټينګار کړی دی.

د یادونې وړ ده، چې روسیې د ۲۰۲۲ په فبرورۍ کې پر اوکراین بریدونه پیل کړل او د هغه هېواد د نږدې پنځمې برخې له نیولو سربېره لا هم د دواړو لورو تر منځ جګړه روانه ده.