طالب سرتېری: له پاکستانه مو یو شمېر وسلې نیولې دي

افغانستان انټرنشنل ته د یو طالب سرتېري له خوا په رالېږل شوې ویډیو کې ښکاري، چې د کندهار په سپین بولدک کې د طالبانو ځواکونه له پاکستاني ځواکونو سره تر نښتې وروسته یو شمېر وسلې ټولوي.

افغانستان انټرنشنل ته د یو طالب سرتېري له خوا په رالېږل شوې ویډیو کې ښکاري، چې د کندهار په سپین بولدک کې د طالبانو ځواکونه له پاکستاني ځواکونو سره تر نښتې وروسته یو شمېر وسلې ټولوي.
طالبان وايي چې دغه وسلې یې له پاکستاني ځواکونو څخه د «غنیمت» په توګه نیولې دي.
تر دې مخکې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو چې د یکشنبې په شپه پاکستاني پوځیانو د سپین بولدک ولسوالۍ پر څو کلیو د هاوان مرمۍ ورولې دي، چې وروسته طالبانو هم د پاکستاني پوستو پر لور ډزې کړې دي.
ځايي سرچینې وايي، سهارنۍ نښتې د لږ وخت لپاره ودرېدې، خو ماسپښین بیا پیل شوې. دغه نښتې په لقمان، جهانګیر، باچا کلي، عبدالله کنډک او عرب کلا سیمو کې روانې دي.