د طالبانو ویاند د دوشنبې په ورځ په یوه خپاره شوي پیغام کې ویلي چې ۴۸ کاله وړاندې، د ۱۳۵۷ کال د غويي پر اوومه نېټه، د هغه وخت د حکومت پر وړاندې ترسره شوې «کمونیستي کودتا» په افغانستان کې د «کمونیستي یرغل» لپاره زمینه برابره کړه.
د ۱۳۵۷ کال د غويي په ۲۸مه د افغانستان د خلکو ډیموکراتیک ګوند د هغه وخت ولسمشر محمد داود خان حکومت د یوې پوځي کودتا له لارې نسکور کړ. په دې پېښه کې داود خان، د هغه د کورنۍ غړي او ساتونکي په ماڼۍ کې ووژل شول.
د طالبانو په پیغام کې راغلي چې دا کودتا د افغانستان د خاورې د نیولو او د کمونیستي ایډیالوژۍ د تپل کېدو په موخه شوې وه. دوی ټینګار کړی چې افغانانو د شلمې پېړۍ پر مهال په هېواد کې د شوروي «استعماري خوب» د عملي کېدو مخه نیولې ده.
طالبانو د ۱۳۷۱ کال د غويي اتمه یوه تاریخي او ویاړلې ورځ بللې او دا یې د «خدای لوی نعمت» ګڼلی.
دا ورځ د مجاهدینو د بریا له ورځې سره برابره ده، چې د ډاکټر نجیب الله حکومت پکې سقوط وکړ او مجاهدین کابل ته ننوتل.
په اعلامیه کې ویل شوي چې افغانانو هغه مهال هیله لرله چې له ۱۴ کلنې جګړې وروسته به سوله راشي، خو د جهادي ډلو ترمنځ اختلافاتو کورنۍ جګړې رامنځته کړې او دا هیلې یې له منځه یوړې.
طالبانو ویلي چې د دوی تحریک د همدې لپاره رامنځته شوی و، څو یووالی رامنځته کړي، ګډوډي ختمه کړي او یو شرعي نظام جوړ کړي او په وینا یې دا هدف اوس ترلاسه شوی دی.
د یادونې وړ ده چې د غويي اتمه پخوا عامه رخصتي وه، خو د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته دا ورځ له رسمي کلیزې څخه لرې شوې ده.