د کونړ ځینو اوسېدونکو نن دوشنبه، د غويي پر ۷مه وویل، چې د سرکاڼو ولسوالۍ په ځینو سیمو کې د عامو خلکو کورونه په نښه شوي دي.
په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو انځورونو کې لیدل کیږي، چې له ځینو سیمو تور لوګي پورته کېږي.
د کونړ په مرکز اسعداباد کې د دولتي روغتون مسوولان وايي چې د روانو بریدونو ځینې قربانیان روغتون ته لېږدول شوي دي او ځینو نورو سیمو ته هم امبولانسونه لېږل شوي دي.
ځينې ځايي اوسېدونکي وايي، په یو شمېر نورو سیمو کې پر توغندیزو بریدونو سربېره د ډرون او جنګي الوتکو بریدونه هم شوي دي.
د سرچینو په وینا، له بریدونو سره هممهاله ولسي خلک له کورونو وتلو ته اړ شوي دي.
د کونړ پر مرکز او سرکاڼو ولسوالۍ دغه بریدونه داسې مهال کیږي، چې یوه ورځ وړاندې د غويي پر شپږمه ددې ولسوالۍ ځینو قومي مشرانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې یو شمېر قومي مشرانو د ډیورنډ کرښې پورې غاړې ته د باجوړ ولسوالۍ له مشرانو سره خبرې پیل کړې دي، چې پاکستاني ځواکونه پر کونړ بریدونه ودروي.
د دوی په وینا، تر دې دمه د طالبانو په اجازه د دایمي اوربند د څرنګوالي په تړاو دوه ناستې شوې دي.
د دغو خبرو په اړه قومي مشرانو ډېر جزییات ورنه کړل، خو دواړو لوريو خپل شرایط سره شریک کړي دي.
پر سرکاڼو ولسوالۍ له بریدونو وروسته داسې برېښي، چې ښايي دغو خبرو اترو او د قومي جرګې هڅو پایله نه وي ور کړې.