د اسعداباد اوسېدونکي: د کونړ پوهنتون او لیلیې ودانۍ له محصلینو خالي شوې دي

د پاکستان له بریدونو وروسته د کونړ په اسعد اباد کې د سیدجمال الدین افغان پوهنتون سیمه له محصلانو تشه ښکاري. د سیمې اوسېدونکي په یوه ویډیو کې وايي، له سیمې د وتلو په هڅه کې دي او په دویمه ویډیو کې ښکاري، چې د پوهنتون ساحه له محصلانو نږدې تشه شوې ده.
