• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ډونالډ ټرمپ: موږ په یوې لېونۍ نړۍ کې ژوند کوو

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۱۶ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې نړۍ له ناارامو او غیرعادي حالاتو سره مخ ده او «موږ په یوې لېونۍ نړۍ کې ژوند کوو».

ټرمپ دا څرګندونې د سي بي ایس شبکې په۶۰ دقیقې په خپرونه کې کړې دي. هغه په دې مرکه کې هغه کس چې د سپینې ماڼۍ د خبریالانو د مېلمستیا پر مهال یې برید کړی و، «ډېر ناروغ انسان» وباله او زیاته یې کړه چې یاد کس «لومړی یو سخت مذهبي عیسوی و، خو وروسته د مذهب ضد شو او په شخصیت کې یې ډېر بدلونونه راغلي وو.»

د دې پوښتنې په ځواب کې چې څومره اندېښمن شوی و، ټرمپ وویل چې اندېښنه یې نه درلوده او زیاتوي: «زه ژوند درک کوم. موږ په یوې لېونۍ نړۍ کې ژوند کوو».

هغه د خپلې مېرمنې ملانیا ټرمپ د غبرګون په اړه هم وویل چې نه غواړي ووایي هغه وېرېدلې وه، ځکه خلک نه خوښوي چې داسې یادونه وشي، خو ټینګار یې وکړ چې په داسې حالت کې هر څوک وېرېږي. د هغه په وینا، ملانیا ښايي ژر درک کړې وه چې پېښه عادي نه ده او وضعیت جدي دی.

ټرمپ زیاته کړه،چې د پېښې له رامنځته کېدو وروسته یې مېرمن ډېره خواشینې ښکارېده.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د کابل او اسلام‌اباد پلاوي د استانبول په غونډه کې «ښو پایلو» ته رسېدلي

۳

امریکایي اداره: په جنسي جرمونو محکوم افغان وګړی د کاناډا پولې ته نږدې نیول شوی

۴

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۵

پر ډیورنډ کرښه تړلې لارې؛ پاکستان خپلې سوداګریزې لارې بدلوي

•
•
•

نور کیسې

د شمالي کوریا مشر: د روسیې له پالیسیو ملاتړ ته دوام ورکوم

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۱۴ GMT+۱
د شمالي کوریا مشر: د روسیې له پالیسیو ملاتړ ته دوام ورکوم
100%

د شمالي کوریا مشر کېم‌جونګ‌اون د روسیې له دفاع وزیر سره په کتنه کې ویلي، هېواد به یې د روسیې له سیاستونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د شمالي کوریا دولتي رسنۍ د دوشنبې په ورځ (د غويي ۷مه) ویلي، د روسیې د دفاع وزیر اندري بلوسوف په مشرۍ یو روسي پلاوی د هغو شمالي کوریايي سرتېرو په ویاړ د جوړ شوي څلي د پرانېستې په مراسمو کې د ګډون لپاره شمالي کوریا ته تللی، چې د روسیې په کورسک سیمه کې له اوکرایني ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي وو.

کیم‌جونګ‌اون په دې کتنه کې وویل: «د شمالي کوریا حکومت به له خپل حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او امنیتي ګټو څخه د دفاع په برخه کې د روسیې له پالیسیو بشپړ ملاتړ ته دوام ورکړي».

شمالي کوریا وروسته له هغه چې له روسیې سره یې د دوه اړخیز دفاع تړون لاسلیک کړ، نږدې ۱۴ زره سرتېري په کورسک کې د روسي ځواکونو ترڅنګ جګړې ته واستول.

د شمالي کوریا د دولتي رسنۍ په وینا، دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو پر لا پراختیا هم ټينګار کړی دی.

د یادونې وړ ده، چې روسیې د ۲۰۲۲ په فبرورۍ کې پر اوکراین بریدونه پیل کړل او د هغه هېواد د نږدې پنځمې برخې له نیولو سربېره لا هم د دواړو لورو تر منځ جګړه روانه ده.

د اروپايي احصایې ادارې: افغانان لا هم په اروپا کې د پناه غوښتنې تر ټولو لویه ډله ده

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۳۶ GMT+۱
د اروپايي احصایې ادارې: افغانان لا هم په اروپا کې د پناه غوښتنې تر ټولو لویه ډله ده
100%

د اروپايي احصایې ادارې «یورواسټاټ» تازه شمېرې ښيي، چې سره له دې چې په اروپا کې د پناه غوښتنې د منلو کچه په څرګند ډول کمه شوې، خو افغان پناه غوښتونکي لا هم د اروپايي ټولنې په غړو هېوادونو کې د ملاتړ تر ټولو لویه برخه جوړوي.

د یورواسټاټ د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵کال کې شاوخوا ۳۶۱زره او ۳۲۵د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه په اروپايي ټولنې په غړو هېوادونو کې په مثبت ځواب منل شوي دي، چې دا شمېر د ۲۰۲۴کال په پرتله نږدې ۲۰سلنه کمښت ښيي.

د راپور له مخې، جرمني له څه باندې ۱۰۳زره منل شویو غوښتنو سره تر ټولو ډېر پناه غوښتونکي منلي او د ټولو مثبتو پرېکړو شاوخوا ۲۹سلنه برخه یې خپله کړې ده. ورپسې هسپانیا او فرانسه په دویم او درېیم مقام کې دي.

د معلوماتو له مخې، افغان پناه غوښتونکي د ۲۷سلنې ونډې سره د ملاتړ ترلاسه کوونکو په سر کې ځای لري. تر هغوی وروسته دوینزویلا وګړي له ۱۶سلنې، او د سوریې او اوکراین وګړي هر یو له ۵سلنې سره په راتلونکو کتارونو کې راغلي دي.

په راپور کې همداراز ویل شوي چې د «فرعي ملاتړ» په برخه کې تر ټولو ډېر کمښت ثبت شوی، چې دا ډول ملاتړ عموماً د جګړه ځپلو سیمو خلکو ته ورکول کېږي او د تېر کال په پرتله نږدې ۵۰سلنه راکم شوی دی.

سره له دې، افغان پناه غوښتونکي لا هم د هغو ډلو له جملې څخه دي چې د منلو لوړه کچه لري او د پناه غوښتنې د ارزونې په دواړو پړاوونو، یعنې لومړني ارزونه او استیناف کې، د مخکښو ملیتونو په کتار کې پاتې دي.

محمد محقق: که طالبان ایران هم د ځان مخالف کړي نو «رڼا ورځ به پرې توره شپه» شي

۶ غویی ۱۴۰۵ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۲۱ GMT+۱
محمد محقق: که طالبان ایران هم د ځان مخالف کړي نو «رڼا ورځ به پرې توره شپه» شي
100%

د وحدت ګوند مشر محمد محقق د پاکستان د پوځ د مشر له ستاینې او د ډیورند کرښې د رسمیت پېژندنې په تړاو له جنجالي څرګندونو وروسته اوس ویلي، که طالبان ایران هم د ځان مخالف کړي نو «رڼا ورځ به پرې توره شپه» شي.

محمد محقق د یکشنبې په ورځ (د غويي ۶مه) له یوې ایرانۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، طالبانو په دې سختو شرایطو کې له ایران څخه ملاتړ ونشو کړای، خو د ایران پر وړاندې هم دریځ نیونه به طالبانو ته ډېره درنه تمامه شي.

محقق زیاته کړې: «په دې مرحله کې به طالبان له ایران څخه ملاتړ ونه‌شي کړای او پر وړاندې یې هم نه‌شي درېدلی، ځکه دا ساده کار نه‌دی. پایلې لري، ژیوپولیتیکې پایلې لري».

محقق د افغانستان او ایران تر منځ ګډه پوله ۱۰۰ کیلومتره ګڼي، په داسې حال کې چې د دواړو هېوادونو تر منځ ګډه پوله څه باندې ۹۰۰ کیلومتره ده او ډیورند کرښه ۲۴۰۰ کیلومتره ګڼي، په داسې حال کې چې دغه کرښه څه باندې ۲۶۰۰ کیلومتره دی.

د نوموړي په وینا، افغانستان تر ډېره له پاکستان او ایران سره په کرښه او پولې وصل دی او اوس چې طالبان له پاکستان سره دښمني لري او که ایران هم د ځان مخالف کړي، نو پر طالبانو به رڼا ورځ توره شپه شي.

هغه ویلي: «که دوی [طالبان] د ایران پر وړاندې دریځ ونیسي او یا د امریکا په ګته کار وکړي، دې ته هم اندېښمن دي، چې پاکستان خو ورسره مخالف دی او که ایران هم مخالف شي بیا نو رڼا ورځ پرې توره شپه کېږي».

محقق باوري که طالبان د ایران پر وړاندې او د امریکا په ګټه کوم کار وکړي، نو ښايي «په پټه» یې داسې وکړي چې مقابل لوری «حساس» نه‌کړي.

د نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د طالبانو او ایران تر منځ اړیکې د ډيپلوماټيکو او سفیرانو په کچه دي یعنې په کابل کې د ایران او په ایران کې د طالبان سفارتونه فعال دي او همداراز د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګري په نورمال حالت کې روانه ده.

په ننګرهار کې اته کلن ماشوم د کانال په اوبو کې د ډوبېدو له امله مړ شوی

۶ غویی ۱۴۰۵ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۱۷ GMT+۱
په ننګرهار کې اته کلن ماشوم د کانال په اوبو کې د ډوبېدو له امله مړ شوی
100%

د ننګرهار ولایت ځایي طالب چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې اته کلن ماشوم د اوبو په یوه کانال کې د ډوبېدو له امله مړ شوی دی.

د ننګرهار د کانال ریاست طالب ویاند همایون غریب‌مل ویلي چې دا پېښه نن یکشنبه (د غویي۶مه) د بټي‌کوټ ولسوالۍ په «هجرت‌اباد» کلي کې رامنځته شوې ده.

د نوموړي په وینا، د ماشوم د جسد موندلو او راایستلو لپاره یې د کانال اوبه وچې کړي دي او د لټون هڅې روانې دي تر څو جسد پیدا او کورنۍ ته وسپارل شي.

دغه طالب چارواکي له خلکو غوښتنه کړې چې د سیندونو او ژورو اوبو پر غاړو د تفریح او لامبو پر مهال احتیاط وکړي او پر ماشومانو او تنکیو ځوانانو جدي پام وساتي.

د روان لمریز کال په ترڅ کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه په اوبو کې د ډوبېدو له امله د مړینې څو پېښې راپور شوې دي. د دغو ډېری پېښو لامل بې‌احتیاطي بلل شوې ده.

خلک همداراز شکایت کوي، چې د سیندونو او کانالونو ترڅنګ د ژغورنې او بیړنیو مرستو اسانتیاوې او تجهیزات کم دي، چې له امله یې د ورته پېښو پر مهال د ژغورنې چارې له ستونزو سره مخ کېږي.

د امریکا سرپرست لوی څارنوال: ټرمپ ښايي د سپینې ماڼۍ د مېلمستیا د ډزو اصلي هدف و

۶ غویی ۱۴۰۵ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۳۱ GMT+۱
د امریکا سرپرست لوی څارنوال: ټرمپ ښايي د سپینې ماڼۍ د مېلمستیا د ډزو اصلي هدف و
100%

د امریکا سرپرست لوی څارنوال ټوډ بلانش د یکشنبې په ورځ وویل چې ډونالډ ټرمپ او د هغه د ادارې چارواکي ښايي د هغه شکمن کس هدف وو چې د سپینې ماڼۍ د خبریالانو د مېلمستیا پر مهال یې پر یو امنیتي مامور ډزې کړې وې.

بلانش وویل چې داسې ښکاري شکمن کس ښايي د ولسمشر په ګډون د ادارې پر کارکوونکو د برید نیت درلود. هغه زیاته کړه چې شکمن کس په احتمالي ډول له لاس انجلس نه د اورګاډي له لارې شیکاګو او بیا واشنګټن ته تللی و.

ټاکل شوې ده چې شکمن کس به د دوشنبې په ورځ په فدرالي محکمه کې پر فدرالي مامور د برید، د وسلې د کارولو او د فدرالي مامور د وژنې د هڅې په تورونو تورن شي.

هغه وویل چې تر اوسه معلومه نه ده چې دا پېښه له ایران سره کوم تړاو لري او که نه.

د راپورونو له مخې، شکمن کس د کالیفورنیا اوسېدونکی شاوخوا ۳۱ کلن سړی دی. د هغه د مخینې په اړه ډېر معلومات نه دي خپاره شوي، خو پر ټولنیزو شبکو پوسټونه ښيي چې ښايي ښوونکی و.