• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تر ۱۷کلن ځنډ وروسته؛ طالبانو په حیرتان بندر کې د نفتي زېرمو د بیا فعالېدو خبر ورکړی

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۷:۰۵ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د تېلو او ګازو دولتي شرکت خبر ورکړی، چې تر ۱۷کلن ځنډ وروسته په حیرتان بندر کې د کابل بانک (۲) د نفتي زېرمو د بیارغونې پروژه پیل شوې ده. د دغه شرکت په وینا؛ د یادو زېرمو ټولیز ظرفیت ۶۰زره ټنه دی، چې اوس‌مهال ترې شاوخوا ۲۰زره ټنه استفاده کېږي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د تېلو او ګازو دولتي شرکت نن دوشنبه (د غويي ۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، هڅې روانې دي چې پاتې ۴۰زره ټنه ظرفیت هم په نږدې راتلونکي کې فعال شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه زېرمې له ۱۷کلونو وروسته بېرته فعالې شوې او د بیارغونې چارې یې د حیرتان بندر د تېلو او ګازو ریاست تر څار لاندې روانې دي. دغه شرکت زیاتوي، چې د رېل پټلۍ اړوند اسانتیاوې هم برابرې شوې؛ څو دغه زېرمو ته د واګونونو د رسېدو زمینه برابره شي.

د طالبانو تر واک لاندې د تېلو او ګازو دولتي شرکت په باور؛ د دغه پروژې بشپړ فعالېدل به د انرژۍ سکتور په پیاوړتیا، د ذخیره کولو ظرفیت لوړولو او د بېړنیو حالاتو پرمهال د اړتیاوو په پوره کولو کې مهم رول ولري.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

امریکایي اداره: په جنسي جرمونو محکوم افغان وګړی د کاناډا پولې ته نږدې نیول شوی

۴

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۵

د کابل او اسلام‌اباد پلاوي د استانبول په غونډه کې «ښو پایلو» ته رسېدلي

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي په کابل کې یې ۷۵زره سوالګر راټول کړي

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۴:۵۶ GMT+۱
طالبان وايي په کابل کې یې ۷۵زره سوالګر راټول کړي
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین عبدالرحمان منیر وايي، په کابل کې یې ۷۵زره سوالګر راټول کړي چې له دې ډلې یې ۴۰زره مسلکي کسان وو. نوموړي زیاته کړې، چې د اړمنو سوالګرو سره یې مرستې کړې دي.

عبدالرحمان منیر وايي، چې په کابل کې له ۷۵زره راټول شویو سوالګرو څخه شاوخوا ۳۵زره وړ او مستحق کسان وو. د منیر په خبره؛ له همدغه مستحقو سوالګرو سره د طالبانو تر واک لاندې د سرې میاشتې ادارې له‌خوا مرستې شوې دي.

نوموړي دا هم ویلي، چې هڅه کوي دغه سوالګرو ته د کار زمینه برابره کړي او نورو ته د لاس نیوي څخه یې راوګرځوي.

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې کاري فرصتونه خورا محدود شوي، اقتصادي سرچینې کمې شوې او د کاري فرصتونو د نشتوالي له امله ډېر کسان سوالګرۍ ته اړ شوي، په ځانګړې توګه هغه ښځې چې د کورونو سرپرستي پر غاړه لري او پر ښځو د طالبانو د محدودیتونو له امله په خپله د کاروبار اجازه نه‌لري.

د اروپايي احصایې ادارې: افغانان لا هم په اروپا کې د پناه غوښتنې تر ټولو لویه ډله ده

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۳۶ GMT+۱
د اروپايي احصایې ادارې: افغانان لا هم په اروپا کې د پناه غوښتنې تر ټولو لویه ډله ده
100%

د اروپايي احصایې ادارې «یورواسټاټ» تازه شمېرې ښيي، چې سره له دې چې په اروپا کې د پناه غوښتنې د منلو کچه په څرګند ډول کمه شوې، خو افغان پناه غوښتونکي لا هم د اروپايي ټولنې په غړو هېوادونو کې د ملاتړ تر ټولو لویه برخه جوړوي.

د یورواسټاټ د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵کال کې شاوخوا ۳۶۱زره او ۳۲۵د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه په اروپايي ټولنې په غړو هېوادونو کې په مثبت ځواب منل شوي دي، چې دا شمېر د ۲۰۲۴کال په پرتله نږدې ۲۰سلنه کمښت ښيي.

د راپور له مخې، جرمني له څه باندې ۱۰۳زره منل شویو غوښتنو سره تر ټولو ډېر پناه غوښتونکي منلي او د ټولو مثبتو پرېکړو شاوخوا ۲۹سلنه برخه یې خپله کړې ده. ورپسې هسپانیا او فرانسه په دویم او درېیم مقام کې دي.

د معلوماتو له مخې، افغان پناه غوښتونکي د ۲۷سلنې ونډې سره د ملاتړ ترلاسه کوونکو په سر کې ځای لري. تر هغوی وروسته دوینزویلا وګړي له ۱۶سلنې، او د سوریې او اوکراین وګړي هر یو له ۵سلنې سره په راتلونکو کتارونو کې راغلي دي.

په راپور کې همداراز ویل شوي چې د «فرعي ملاتړ» په برخه کې تر ټولو ډېر کمښت ثبت شوی، چې دا ډول ملاتړ عموماً د جګړه ځپلو سیمو خلکو ته ورکول کېږي او د تېر کال په پرتله نږدې ۵۰سلنه راکم شوی دی.

سره له دې، افغان پناه غوښتونکي لا هم د هغو ډلو له جملې څخه دي چې د منلو لوړه کچه لري او د پناه غوښتنې د ارزونې په دواړو پړاوونو، یعنې لومړني ارزونه او استیناف کې، د مخکښو ملیتونو په کتار کې پاتې دي.

امسو: پاکستان د افغان کډوالو حقونه او ټول نړۍوال معیارونه تر پښو لاندې کړي

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۱۸ GMT+۱
 امسو: پاکستان د افغان کډوالو حقونه او ټول نړۍوال معیارونه تر پښو لاندې کړي
100%

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان یا امسو جنیوا کې د ملګرو ملتونو د «شکنجې پر خلاف کمېټې» په ناسته کې پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه د یاد سازمان موندنې او اندېښنې شریکې کړې. دې غونډه کې د پاکستان د قانون او عدالت وزیر عقیل ملک او په جېنوا کې د پاکستان سفیر هم حضور درلود.

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان یا (امسو) مشر حامد عبیدي د یکشنبې په ورځ (د غويي ۶مه) په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د «شکنجې پر خلاف کمېټې» په ناسته کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه د یاد سازمان موندنې او اندېښنې شریکې کړې او زیاته یې کړه، چې د دغه سازمان نوې څېړنه چې ډېر ژر به خپره شي، په پاکستان کې د افغانانو بشري حقونو وضعیت بیانوي.

حامد عبیدي په دې ناسته کې وویل: «دوی د افغانانو د وضعیت په اړه یوه څېړنه چمتو کړې چې په‌کې د جبري اېستلو د پلان (ای ایف ار پي) منفي اغېزې مستندې شوې دي».

عبیدي زیاته کړه، د دوی موندنې ښيي، چې پاکستان د افغان کډوالو حقونه او ټول نړۍوال معیارونه تر پښو لاندې کړي دي.

د امسو مشر د ملګرو ملتونو د «شکنجې پر خلاف کمېټې» کې چې د پاکستان د قانون او عدالت وزیر عقیل ملک، په جېنوا کې د پاکستان سفیر او ورسره مل پلاوي هم حضور درلود د پوښتنې په بڼه مطرح کړل: «ایا پاکستان دا ارزونه کړې، چې په جبري ډول اېستل شوي افغانان په خپل هېواد کې له کومو احتمالي خطرونو، شکنجې او یا مرګ سره مخ کېدای شي»؟

حامد عبیدي د ملګرو ملتونو د شکنجې پر خلاف له کمېټې څخه وغوښتل، چې پر پاکستان فشار راوړي، څو د افغانانو د وضعیت د ارزونې لپاره یو خپلواک او بې‌پرې نظارتي میکانیزم ومني.

هغه زیاته کړه: «د اخراج د مخنیوي اصل رعایتول یوازې یو حقوقي بحث نه، بلکې د انساني کرامت د خوندیتوب یوازنۍ لار ده».

د هغه په باور، پاکستان له خطر سره د مخ افغانانو په اېستلو سره افغانان له هېڅ ډول قانوني ملاتړ پرته د خطرونو په منځ کې پرېږدي.

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان حکومت په دې وروستیو ورځو کې سره له دې چې په جبري ډول د افغانانو د اېستنې بهیر چټک کړی، د اسلام‌اباد ډېریو ښارګوټو ته په جدي ډول سپارښتنه کړې، چې له خپلو ښارګوټو د ویزو لرونکو افغانانو په ګډون ټول افغان کډوال وباسي او هېڅ ښارګوټی د دې حق نه‌لري چې افغانانو ته د اوسېدو ځای په کرایه ورکړي.

د پاکستان حکومت دغې چارې په پاکستان کې مېشت هغه افغانان چې نورو هېوادونو ته د تګ په تمه شپې او ورځې تېروي سخت اندېښمن کړي دي.

افغان ایواک: کانګو ته د افغان کډوالو لېږد د جبري بېرته ستنولو ګواښ له ځان سره لري

۶ غویی ۱۴۰۵ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۴۲ GMT+۱
افغان ایواک: کانګو ته د افغان کډوالو لېږد د جبري بېرته ستنولو ګواښ له ځان سره لري
100%

د افغان ایواک په نوم د افغان کډوالو د ملاتړ بنسټ، کانګو جمهوریت ته د افغان وګړو د لېږد د احتمالي طرحې په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې دا اقدام نه یوازې حل لاره نه ده، بلکې ښايي د هغوی د جبري بېرته ستنېدو زمینه هم برابره کړي.

د دغه بنسټ مشر شان ونډایور ویلي، چې شاوخوا ۱۱۰۰افغان وګړي، چې له ډلې یې تر ۴۰۰ډېر ماشومان دي، د قطر په سیلیه پنډغالي کې په نامعلوم او نازک وضعیت کې ژوند کوي او د خپل راتلونکي په اړه ډاډه نه دي.

ونډایور ویلي، چې د دې راپورونو په غبرګون کې «افغان ایوک» د امریکا د کانګرس له غړو سره یو مجازي غونډه هم ترسره کړې ده، چې مشري یې سناتور ریچارډ بلومنټال کوله او پکې د کانګرس غړی پيټر ویلچ او د استازو جرګې د بهرنیو چارو کمېټې یو شمېر غړي هم شامل وو.

په دې ناسته کې نږدې ۶۰اوسېدونکو د کمپ له وضعیت څخه مستقیم له امریکايي قانون‌جوړوونکو سره خبرې کړې دي او د انتقال په بهیر کې ځنډ، د ویزو لغوه کېدل او رواني فشارونه یې مطرح کړي دي.

د راپور له مخې،د امریکا د پوځ یوه پخواني ژباړن چې د طالبانو له شکنجې ژوندی پاتې شوی، د اوږد انتظار پر دوام نیوکه کړې.

همداراز ویل شوي چې ځینې کورنۍ له جدي روغتیايي ستونزو او د اوږدې بې‌سرنوشته مودې له امله له سختو فشارونو سره مخ دي.

د افغان ایوک مشر ټینګار کړی چې د کانګو جمهوریت پخپله له امنیتي او بشري بحرانونو سره مخ دی او د دغو کډوالو د ځای پر ځای کولو لپاره کافي زیربنا او ملاتړ نه لري.

نوموړي زیاته کړې،چې ډېری دغه کسان مخکې له مخکې امریکا ته د انتقال لپاره تایید شوي وو او اصلي خنډ یې سیاسي مسایل دي، نه قانوني ستونزې.

په اعلامیه کې له امریکایي کانګرس څخه غوښتنه شوې چې په دې اړه واضح دریځ ونیسي او له حکومت وغواړي چې خپله تګلاره بدله کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان له سیاسي بدلونونو وروسته، په دریمو هېوادونو کې د سلګونو افغان کډوالو برخلیک لا هم نامعلوم پاتې دی.

تر دې وړاندې نیویارک ټایمز راپور ورکړی و چې امریکا غواړي شاوخوا ۱۱۰۰افغان کډوال، چې پخوا یې له امریکا سره همکاري کړې وه، له قطر څخه کانګو ته انتقال کړي. خو د امریکا ولسمشر په یوه خبري ناسته کې ویلي و چې د دې طرحې په اړه خبر نه لري.

د طالبانو ستره محکمه: په تېرو دریو میاشتو کې مو د ښځو اړوند له ۴ زرو ډېرې قضیې څېړلي

۶ غویی ۱۴۰۵ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۱۳ GMT+۱
د طالبانو ستره محکمه: په تېرو دریو میاشتو کې مو د ښځو اړوند له ۴ زرو ډېرې قضیې څېړلي
100%

د طالبانو سترې محکمې ادعا کړې، چې د روان کال په تېرو درېیو میاشتو کې یې د ښځو د حقونو اړوند ۴زره او ۲۱قضیو ته رسیدنه کړې ده. د طالبانو دا ادعا په داسې حال کې ده، چې دغه ډلې په افغانستان له بیا ځلې واکمنېدو وروسته د ښځو پر اساسي حقونو پراخ محدودیتونه لګولي دي.

یادې محکمې د یکشنبې په ورځ (د غویي۶مه) په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه قضیې د میراث، د ملکیت حق او د ښځو په نوم د اسنادو د ثبت موضوعات رانغاړي.

د خبرپاڼې له مخې، له دې قضیو څخه ۱،۲۷۵یې د «مالکیت او میراث» پورې تړاو لري، ۲،۴۶۲قضیې د هغو ملکیتي اسنادو ثبت پورې اړه لري چې د مهر له ټاکلو سره د ښځو په نوم ثبت شوي، او ۲۸۴نورې قضیې د ښځو د ملکیت او میراث د سندونو د ترلاسه کولو په اړه دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د ښځو پر اساسي حقونو پراخ محدودیتونه لګول شوي دي.

طالبانو له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګولی، پوهنتونونه او طبي انستیتوتونه یې د ښځو پر مخ تړلي، او همداراز یې په دولتي ادارو، کورنیو او نړیوالو مرستندویه سازمانونو او د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی دی.

همدارنګه د ښځو پر ټولنیز حضور هم سخت محدودیتونه وضع شوي چې د هغوی د ژوند په بېلابېلو برخو یې ژور اغېز کړی دی.