• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو دفاع وزارت: په پکتیا کې مو د وسلو او مهماتو د قاچاق مخه نیولې

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۱۷ GMT+۱تازه شوی: ۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۳۹ GMT+۱

د طالبانو د دفاع وزارت اړوند ۲۰۳ منصوري قول اردو وایي، چې د پکتیا ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې د کشفي عملیاتو پر مهال لسګونه میله وسلې، مهمات او په تړاو یې دوه قاچاقبران نیول شوي دي.

د طالبانو د دفاع وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې قول اردو منسوبینو د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ د شهرنو په سایمه کې ځانګړي کشفي عملیات ترسره کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې، په دغو عملیاتو کې ۵۸میله تفنګچې، یو شمېر مرمۍ او یوه عراده فیلډر موټر نیول شوي دي.

د طالبانو دفاع وزارت وایي چې، ددغه وسلو او مهماتو په تور یې دوه کسان هم نیولي دي.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د کابل او اسلام‌اباد پلاوي د استانبول په غونډه کې «ښو پایلو» ته رسېدلي

۳

امریکایي اداره: په جنسي جرمونو محکوم افغان وګړی د کاناډا پولې ته نږدې نیول شوی

۴

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۵

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

•
•
•

نور کیسې

د بشري حقونو بنسټ: پر کونړ د پاکستاني پوځ بریدونه د تاوتریخوالي اندېښمنوونکې بڼه ښيي

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۰۵ GMT+۱
د بشري حقونو بنسټ: پر کونړ د پاکستاني پوځ بریدونه د تاوتریخوالي اندېښمنوونکې بڼه ښيي
100%

د بشري حقونو یو نړیوال بنسټ وايي، د کونړ ولایت په اسعداباد کې د پاکستاني پوځ وروستي بریدونه د ملکي وګړو لپاره درانه زیانونه اړولي او د تاوتریخوالي یوه اندېښمنوونکې بڼه ښيي.

د دې بنسټ په وینا، د ځایي سرچینو او روغتیايي مرکزونو د معلوماتو له مخې، لږ تر لږه ۴۸ملکي کسان، د ښځو، ماشومانو او محصلانو په ګډون، ټپیان شوي او یو شمېر نور هم وژل شوي دي. راپورونه ښيي چې بریدونه پر استوګنیزو سیمو او د سید جمال الدین افغان پوهنتون پر ودانیو شوي دي.

د سیمې اوسېدونکي وایي، بریدونه په مستقیم ډول پر کورونو او تعلیمي مرکزونو ترسره شوي دي. یو محصل ویلي چې دا پېښه د درسي ساعتونو پر مهال رامنځته شوه، چې له امله یې زده‌کوونکي ټپیان او سخت وېرېدلي دي.

یاد بنسټ دغه وضعیت د نړیوالو بشردوستانه قوانینو خلاف بللی او ټینګار یې کړی چې ټول ښکېل لوري باید د ملکي وګړو او پوځي اهدافو ترمنځ توپیر وکړي. بنسټ همداراز د سمدستي، خپلواکې او شفافې پلټنې غوښتنه کړې او د ملکي تلفاتو د مخنیوي او د تعلیمي مرکزونو د ساتنې پر اړتیا یې ټینګار کړی دی.

سره صلیب د نورستان له کامدېش روغتون سره د طبي تجهیزاتو او درملو مرسته کړې

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۵۸ GMT+۱
سره صلیب د نورستان له کامدېش روغتون سره د طبي تجهیزاتو او درملو مرسته کړې
100%

د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ای سي ار سي) ویلي، چې د افغانستان په نورستان ولایت کې د کامدېش ولسوالۍ روغتون ته یې د درملو او طبي تجهیزاتو یوه نوې جوپه رسولې، چې د روغتیايي خدماتو د دوام لپاره به مهمه ونډه ولري.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې په ایکس خواله رسنۍ ویلي، چې د دې ادارې اړوند ټیمونو د افغانستان په نورستان ولایت کې د کامدېش ولسوالۍ روغتون ته طبي مرسته رسولې ده.

د معلوماتو له مخې، دا مرسته وروسته له هغه ترسره شوې چې یاد روغتون د څو اوونیو لپاره د طبي توکو له کمښت سره مخ و، چې له امله یې د روغتیايي خدماتو وړاندې کول اغېزمن شوي وو.

دغه کمیټې ویلي، په دې مرستو کې درمل، د رګونو د مایعاتو (انفیوژن) محلولونه، د زرق لپاره مواد، بنداژونه، د ټپونو د ګنډلو سیټونه، د سترېلیزېشن وسایل او د جراحي د تخلیې تجهیزات شامل دي.

دغه اداره زیاتوي چې د دې مرستو موخه د روغتیايي کارکوونکو ملاتړ او د ناروغانو لپاره د اړینو درملنو د دوام ډاډمنول دي.

نرګس نهان: افغانستان ته داسې سیاسي نظام پکار دی چې د ټولو خلکو استازیتوب وکړي

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۵۰ GMT+۱
نرګس نهان: افغانستان ته داسې سیاسي نظام پکار دی چې د ټولو خلکو استازیتوب وکړي
100%

د جمهوریت پر مهال د کانونو او پټرولیم وزیرې نرګس نهان ویلي، چې په افغانستان کې د حکومتونو د پرله‌پسې پرځېدلو یو مهم لامل د سیاسي نظام ناسم جوړښت او د حکومتولۍ تګلارې دي، چې د یوې محدودې ډلې د ګټو پر بنسټ جوړې شوې وې او د ټولنې نورې برخې یې له پامه غورځولې دي.

نرګس نهان په ایکس خواله رسنۍ کې ویلي، چې په افغانستان کې د تېرو حکومتونو د سقوطونو اصلي لاملونو کې یو هم د سیاسي جوړښت او د حکومتولۍ ناسمې کړنې وې.

هغې زیاته کړې چې دا جوړښتونه په کابل کې د یوې محدودې ډلې د غوښتنو او ګټو پر بنسټ جوړ شوي وو، په داسې حال کې چې د ټولنې د نورو قشرونو، په ځانګړي ډول ښځو، ځوانانو او ولایتونو اړتیاوې او واقعیتونه پکې له پامه غورځول شوي وو.

د هغې په وینا، همدې حالت د ولس او حکومت ترمنځ واټن دومره زیات کړ چې خلک نور د نظام ملاتړ ته نه هڅول کیدل.

نرګس نهان ټینګار کړی چې هېڅ حکومت د خلکو له رښتیني ملاتړ پرته نه شي پاتې کېدای.

هغې ویلي، افغانستان تر بل هر وخت زیات داسې نظام ته اړتیا لري چې د هېواد ټولنیز، جنسیتي، قومي او جغرافیایي تنوعات په پام کې ونیسي او د شفافیت، حساب ورکونې او د خلکو له اړتیاوو سره تړلی وي.

نوموړې وړاندې ویلي چې د راتلونکي سیاسي نظام جوړښت باید د یوې محدودې ډلې د شخصي خوښې پر بنسټ ونه ټاکل شي، بلکې باید د مسلکي او پراخو بحثونو، علمي غونډو او د نورو هېوادونو له بریالیو تجربو د ګټې اخیستنې له لارې وټاکل شي.

هغې زیاته کړې چې هدف باید داسې نظام وي چې د بېلابېلو قومي ډلو د څو محدودو کسانو د ګټو لپاره نه، بلکې د هېواد د اساسي ستونزو د حل لپاره کار وکړي.

نرګس نهان ویلي، داسې نظام باید رامنځته شي چې د ملي مشارکت ترڅنګ د ټولو وګړو، په ځانګړي ډول ښځو او ځوانانو لپاره عدالت او هوساینه تضمین کړي او د تلپاتې ثبات زمینه برابره کړي.

شاه محمود میاخېل: د پاکستان تازه بریدونه د ملکي تلفاتو ترڅنګ د سیمه‌ییز کړکېچ ګواښ زیاتوي

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۴۳ GMT+۱
شاه محمود میاخېل: د پاکستان تازه بریدونه د ملکي تلفاتو ترڅنګ د سیمه‌ییز کړکېچ ګواښ زیاتوي
100%

د جمهوریت پر مهال د دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل ویلي، چې پاکستان یو ځل بیا په کونړ او سپین بولدک بریدونه کړي، چې پکې ملکي ځایونونه په نښه شوي دي. هغه دا اقدامات د بشري حقونو ښکاره سرغړونه بللې او خبرداری یې ورکړی چې دا ډول کړنې سیمه له جدي بحران سره مخ کولی شي.

شاه محمود میاخېل په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې د پاکستاني ځواکونو په برید کې د کونړ د سید جمال‌الدین افغان پوهنتون هم زیانمن شوی او په وینا یې، مخکې تر دې هم د کابل پر یوه نشه‌يي توکو د درملنې پر روغتون او نورو تاسیساتو بریدونه شوي، چې له امله یې «سلګونه بې‌ګناه کسان» وژل شوي دي.

میاخېل دا اقدامات «د بشري حقونو جنایتونه» بللي او ټینګار یې کړی چې دا ډول کړنې د نړیوالو منل شوو قوانینو ښکاره نقض دی.

هغه همداراز د سیمې هېوادونو او نړیوالې ټولنې پر چوپتیا نیوکه کړې او ویلي یې دي چې که د پاکستان له لوري د ډيورنډ پولې هاخوا بریدونه او تاوتریخوالی دوام وکړي، نو دا وضعیت کولی شي په یوه لوی سیمه‌ییز بحران بدل شي، چې اغېزې به یې له ګاونډیو هېوادونو ورهاخوا هم وغځېږي.

میاخېل په خپلو څرګندونو کې ادعا کړې چې پاکستان په تېر کې د سیمې د سختدریځۍ او افراطیت په رامنځته کېدو کې رول لرلی او اندېښنه یې ښودلې چې دا تګلارې اوس هم په نوې بڼه تکرارېږي.

هغه زیاته کړې چې «پاکستان په سیمه کې د ترهګرۍ او افراطیت د روزلو تورونه لري، خو هڅه کوي د دې ستونزو پړه پر افغانستان واچوي.»

هغه په پای کې د ملګرو ملتونو، د امریکا بهرنیو چارو وزارت، اروپایي ټولنې او نورو نړیوالو ادارو ته هم اشاره کړې او د هغوی پام یې دې مسلې ته اړولی دی.

فضل هادي مسلمیار: پر کونړ او سپین بولدک د پاکستان بریدونه د نړیوالو اصولو ښکاره سرغړونه ده

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۱۹ GMT+۱
فضل هادي مسلمیار: پر کونړ او سپین بولدک د پاکستان بریدونه د نړیوالو اصولو ښکاره سرغړونه ده
100%

د جمهوري نظام پر مهال د مشرانو جرګې مشر، فضل هادي مسلمیار د پاکستاني ځواکونو له لوري پر کونړ او سپین بولدک د درنو وسلو بریدونه په سختو ټکو غندلي او دا یې د نړیوالو قوانینو او بشري اصولو ښکاره سرغړونه بللې ده.

فضل هادي مسلمیار په خپل ایکس پوسټ کې ویلي چې پاکستاني پوځ د کونړ ولایت د سید جمال‌الدین افغان پوهنتون پر لیلیه برید کړی، چې له امله یې یو شمېر محصلین وژل شوي او ټپیان شوي دي.

هغه دغه بریدونه په سختو ټکو غندلي او ویلي یې دي چې دا ډول اقدامات د ملکي او عامه ځایونو پر ضد ترسره شوي، چې هېڅ ډول توجیه نه لري او د نړیوالو اصولو ښکاره خلاف عمل دی.

مسلمیار ویلي، چې دی د قربانیانو له غمجنو کورنیو سره ځان په دې درانه غم کې شریک بولي او د هغوی کورنیو ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړي دي، همدارنګه ټپیانو ته یې د عاجلې شفا هیله څرګنده کړې ده.

هغه د ایکس په دغه پوسټ کې پر نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او د امنیت شورا غږ کړی چې د پاکستان له پوځي رژیم څخه د دې ډول “خپلسرو بریدونو” په اړه پوښتنه وکړي، چې په وینا یې ملکي ځایونه په نښه کوي.