شاه محمود میاخېل: د پاکستان تازه بریدونه د ملکي تلفاتو ترڅنګ د سیمهییز کړکېچ ګواښ زیاتوي

د جمهوریت پر مهال د دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل ویلي، چې پاکستان یو ځل بیا په کونړ او سپین بولدک بریدونه کړي، چې پکې ملکي ځایونونه په نښه شوي دي. هغه دا اقدامات د بشري حقونو ښکاره سرغړونه بللې او خبرداری یې ورکړی چې دا ډول کړنې سیمه له جدي بحران سره مخ کولی شي.
