د اټومي وسلو د نهخپرېدو تړون (این ټي پي) د پلي کېدو د ارزونې ۱۱مه نړیواله غونډه د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو په مرکز، نیویارک کې پیل شوه، چې پکې د بېلابېلو هېوادونو ترمنځ پر اټومي مسایلو توندې ناندرۍ راپورته شوې دي.
په دې غونډه کې ایران د کنفرانس له لسګونو مرستیالانو څخه د یو په توګه وټاکل شو، چې د غیر متعهدو هېوادونو ډلې له لوري نومول شوی و. خو د امریکا استازي دا پرېکړه په کلکو ټکو وغندله.
د امریکا د وسلو د کنټرول او نهخپرېدو د ادارې مرستیال کریسټوفر ییو ویلي چې د ایران ټاکنه «د این ټي پي اصولو ته سپکاوی» دی. هغه ادعا کړې چې ایران د اوږدې مودې راهیسې د دې تړون د ژمنو پر وړاندې «بېپروايي» ښودلې او له نړیوالو اټومي څارونکو سره یې همکاري نه ده کړې.
هغه زیاته کړې: «د ایران ټاکنه نه یوازې شرموونکې ده، بلکې د دې کنفرانس اعتبار ته زیان رسوي.»
بل لور ته، د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې لپاره د ایران استازي رضا نجفي د امریکا دا څرګندونې رد کړې او هغه یې «بېاساسه او سیاسي» وبللې. نوموړي ویلي: «دا د منلو وړ نه ده چې امریکا، چې یوازینی هېواد دی چې اټومي وسلې یې کارولي، ځان د نورو د حساب ورکولو قاضي ګڼي.»
د ایران اټومي پروګرام د واشنګټن او تهران ترمنځ د روانو سیاسي او پوځي ترینګلتیاوو له مهمو موضوعاتو څخه دی. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ټینګار کړی چې ایران ته به د اټومي وسلو د ترلاسه کولو اجازه ورنه کړل شي.
ایران بیا ټینګار کوي چې د یورانیمو بډایه کول یې یوازې د سولهییزو موخو لپاره دي، خو لوېدیځ هېوادونه اندېښنه لري چې دا پروګرام ښايي د اټومي وسلو جوړولو ته لاره هواره کړي.
په همدې حال کې، ایراني سرچینو د کړکېچ د حل لپاره یو نوی وړاندیز هم مطرح کړی، چې له مخې به یې د اټومي پروګرام بحث تر جګړې وروسته وځنډول شي او د خلیج د لېږد رالېږد اړوند اختلافات به حل شي.
دا په داسې حال کې ده چې سپینه ماڼۍ وایي د ایران په اړه د امریکا «سرې کرښې» روښانه دي او واشنګټن به د خپلې امنیتي تګلارې پر پلي کولو ټینګ ولاړ وي.