پر لبنان د اسراییل په بریدونو کې ۱۴ کسان وژل شوي

د لبنان روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د اسراییل په هوايي بریدونو کې ۱۴ کسان وژل شوي او ۳۷ نور ټپیان دي. د یاد وزارت په وینا؛ په وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د لبنان روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د اسراییل په هوايي بریدونو کې ۱۴ کسان وژل شوي او ۳۷ نور ټپیان دي. د یاد وزارت په وینا؛ په وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
دغه بریدونه داسې مهال شوي، چې لاهم د اسراییل او حزبالله ترمنځ نازک اوربند پرځای دی؛ خو دواړه خواوې یو بل د اوربند په سرغړونې تورنوي. رویټرز راپور ورکړی، د اسراییل پوځ د لبنان «حایلي سیمې» خلکو ته خبرداری ورکړی چې له دغه سیمې او د سویلي لبنان له ځینو سیمو ووځي.
د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په بیتالمقدس کې د کابینې یوې غونډه ته ویلي: «زموږ لپاره تر ټولو مهم د اسراییل او د خپلو سرتېرو امنیت او د خلکو خوندیتوب دی». هغه زیاته کړې، اسراییل به د هغو اصولو له مخې عمل کوي چې له امریکا او لبنان سره پرې هوکړه شوې ده.
بلخوا حزبالله ویلي، تر هغې به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي؛ څو اسراییل خپل بریدونه او له اوربند څخه سرغړونې ونه دروي. راپورونه ښيي، چې د مارچ له پیل راهیسې د دواړو لورو ترمنځ په جګړو کې زرګونه کسان وژل شوي دي. که څه هم د امریکا په منځګړیتوب اوربند د تاوتریخوالي کچه راټیټه کړې؛ خو نښتې لاهم په بشپړ ډول نهدي درېدلې.