• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: له شباشک کان نه هره ورځ ۲۰۰ ټنه د ډبرو سکاره استخراجېږي

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۹:۵۸ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د دولتي شرکتونو عمومي ریاست وایي، چې د سمنګان ولایت د شباشک ډبرو سکرو کان نه هره ورځ ۲۰۰ ټنه د ډبرو سکاره استخراجېږي. یادې ادارې ویلي، چې د دغه کان د زېرمو د پلور تړون یې له دوو پانګه‌والو سره لاسلیک کړی.

د یاد کان طالب چارواکي وايي، چې په دغه کان کې ۱۵۰ کسان په کار بوخت دي او د نورو کلونو پرتله یې په تولید کې زیاتوالی راغلی. دوی زیاتوي، د یاد کان د سکرو حرارت تر ۶۵۰۰ پورې رسېږي چې د کیفیت له اړخه هم پیاوړي دي.

د دغه ډبرو سکرو د کان تخنیکي برخې کارکوونکي وايي، ورځنی تولید یې تر ۲۰۰ ټنه اوړي او چمتو دي چې د بازار هره اندازه تقاضا پوره کړي. طالبانو د دغه کان د نوي قرار داد په اړه نور جزییات نه‌دي‌ ورکړي.

ترویج لرونکی

د قدرت په مرکز کې یخ بادونه: «د هبت الله اخوندزاده او بشر نورزي ترمنځ اړیکې سړیږي»
۱
ځانګړی راپور

د قدرت په مرکز کې یخ بادونه: «د هبت الله اخوندزاده او بشر نورزي ترمنځ اړیکې سړیږي»

۲

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ

۳
شننه

جولای ۲۰۲۱؛ د سقوط وروستۍ نښې

۴

سرچینې: طالبانو حامد کرزي ته د خامنه‌یي د جنازې په مراسمو کې د ګډون اجازه نه‌ده ورکړې

۵

نوی ډیلی: د کابل د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ملاتړ کوو

•
•
•

نور کیسې

د مسکو د برید په اړه تازه جزییات؛ یوه بریدګر ته «د افغانستان پاسپورټ» ورکړل شوی و

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۸:۱۲ GMT+۱
د مسکو د برید په اړه تازه جزییات؛ یوه بریدګر ته «د افغانستان پاسپورټ» ورکړل شوی و
100%

د روسیې دولتي خبري اژانس «تاس» د مسکو د کروکوس تالار د برید په اړه نوي جزییات خپاره کړي دي. په راپور کې ویل شوي، د دغه برید له ترسره کوونکو څخه یو کس چې رجب‌علي‌زاده نومېږي؛ د ۲۰۲۴کال په پیل کې د ترکیې په اکسارای ښار کې د افغانستان پاسپورټ ترلاسه کړی و.

په راپور کې راغلي، چې رجب‌علي‌زاده د دغه ترهګریز برید له امله په روسیه کې په عمري بند محکوم شوی دی. هغه د ۲۰۲۳کال په نیمایي کې د تاجکستان په یوه بازار کې د داعش خراسان څانګې سره یوځای شوی و.

د قضیې په اسنادو کې ویل شوي، چې د داعش خراسان څانګې غړو سملاسي له هغه سره د موبایل په پېرلو کې مرسته وکړه، د ټېلګرام حساب یې ورته جوړ کړ او ورته یې امر وکړ چې په یوه افراطي چټ ګروپ کې پیغامونه خپاره کړي. وروسته یو کس ورسره اړیکه ونیوله او ورته یې وړاندیز وکړ، چې د داعش یوې ډلې سره د یوځای کېدو لپاره ترکیې ته سفر وکړي.

د څېړنو له مخې؛ دغه بریدګر د «ترهګریزو» بریدونو د ترسره کولو لپاره هر ډول امر ته چمتو و.

د محکمې د اسنادو له مخې؛ هغه د ۲۰۲۴کال په پیل کې د ترکیې اکسارای ښار ته ولاړ، هلته ورته د افغانستان پاسپورټ برابر شو او په یوه داسې اپارتمان کې ځای پرځای کړل شو، چې نور کسان هم په‌کې د داعش سره د یوځای کېدو لپاره اوسېدل.

ویل شوي، چې هغوی د ویډیويي روزنو له لارې د «ترهګریزو» بریدونو او د کلاشینکوف په څېر وسلو د کارولو زده‌کړې ترلاسه کولې. په دوسیه کې راغلي، چې رجب‌علي‌زاده په ۲۰۱۸کال کې په تاجکستان کې افراطي شوی و او د ټېلګرام په افراطي چېنلونو کې یې د تاوتریخوالي ویډیوګانې کتلې.

د مسکو د کروکوس تالار مرګونی برید د ۲۰۲۴کال (د مارچ په ۲۲مه) د مسکو په څنډه کې شوی و. بریدګرو تر راتګ وروسته پر خلکو ډزې وکړې او وروسته یې ودانۍ ته اور واچاوه. په دغه پېښه کې لږترلږه ۱۴۵ کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي وو. د داعش خراسان څانګې د یاد برید مسوولیت منلی و.

تر ۱۷کلن ځنډ وروسته؛ طالبانو په حیرتان بندر کې د نفتي زېرمو د بیا فعالېدو خبر ورکړی

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۷:۰۵ GMT+۱
تر ۱۷کلن ځنډ وروسته؛ طالبانو په حیرتان بندر کې د نفتي زېرمو د بیا فعالېدو خبر ورکړی
100%

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د تېلو او ګازو دولتي شرکت خبر ورکړی، چې تر ۱۷کلن ځنډ وروسته په حیرتان بندر کې د کابل بانک (۲) د نفتي زېرمو د بیارغونې پروژه پیل شوې ده. د دغه شرکت په وینا؛ د یادو زېرمو ټولیز ظرفیت ۶۰زره ټنه دی، چې اوس‌مهال ترې شاوخوا ۲۰زره ټنه استفاده کېږي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د تېلو او ګازو دولتي شرکت نن دوشنبه (د غويي ۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، هڅې روانې دي چې پاتې ۴۰زره ټنه ظرفیت هم په نږدې راتلونکي کې فعال شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه زېرمې له ۱۷کلونو وروسته بېرته فعالې شوې او د بیارغونې چارې یې د حیرتان بندر د تېلو او ګازو ریاست تر څار لاندې روانې دي. دغه شرکت زیاتوي، چې د رېل پټلۍ اړوند اسانتیاوې هم برابرې شوې؛ څو دغه زېرمو ته د واګونونو د رسېدو زمینه برابره شي.

د طالبانو تر واک لاندې د تېلو او ګازو دولتي شرکت په باور؛ د دغه پروژې بشپړ فعالېدل به د انرژۍ سکتور په پیاوړتیا، د ذخیره کولو ظرفیت لوړولو او د بېړنیو حالاتو پرمهال د اړتیاوو په پوره کولو کې مهم رول ولري.

طالبان وايي په کابل کې یې ۷۵زره سوالګر راټول کړي

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۴:۵۶ GMT+۱
طالبان وايي په کابل کې یې ۷۵زره سوالګر راټول کړي
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین عبدالرحمان منیر وايي، په کابل کې یې ۷۵زره سوالګر راټول کړي چې له دې ډلې یې ۴۰زره مسلکي کسان وو. نوموړي زیاته کړې، چې د اړمنو سوالګرو سره یې مرستې کړې دي.

عبدالرحمان منیر وايي، چې په کابل کې له ۷۵زره راټول شویو سوالګرو څخه شاوخوا ۳۵زره وړ او مستحق کسان وو. د منیر په خبره؛ له همدغه مستحقو سوالګرو سره د طالبانو تر واک لاندې د سرې میاشتې ادارې له‌خوا مرستې شوې دي.

نوموړي دا هم ویلي، چې هڅه کوي دغه سوالګرو ته د کار زمینه برابره کړي او نورو ته د لاس نیوي څخه یې راوګرځوي.

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې کاري فرصتونه خورا محدود شوي، اقتصادي سرچینې کمې شوې او د کاري فرصتونو د نشتوالي له امله ډېر کسان سوالګرۍ ته اړ شوي، په ځانګړې توګه هغه ښځې چې د کورونو سرپرستي پر غاړه لري او پر ښځو د طالبانو د محدودیتونو له امله په خپله د کاروبار اجازه نه‌لري.

د اروپايي احصایې ادارې: افغانان لا هم په اروپا کې د پناه غوښتنې تر ټولو لویه ډله ده

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۳۶ GMT+۱
د اروپايي احصایې ادارې: افغانان لا هم په اروپا کې د پناه غوښتنې تر ټولو لویه ډله ده
100%

د اروپايي احصایې ادارې «یورواسټاټ» تازه شمېرې ښيي، چې سره له دې چې په اروپا کې د پناه غوښتنې د منلو کچه په څرګند ډول کمه شوې، خو افغان پناه غوښتونکي لا هم د اروپايي ټولنې په غړو هېوادونو کې د ملاتړ تر ټولو لویه برخه جوړوي.

د یورواسټاټ د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵کال کې شاوخوا ۳۶۱زره او ۳۲۵د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه په اروپايي ټولنې په غړو هېوادونو کې په مثبت ځواب منل شوي دي، چې دا شمېر د ۲۰۲۴کال په پرتله نږدې ۲۰سلنه کمښت ښيي.

د راپور له مخې، جرمني له څه باندې ۱۰۳زره منل شویو غوښتنو سره تر ټولو ډېر پناه غوښتونکي منلي او د ټولو مثبتو پرېکړو شاوخوا ۲۹سلنه برخه یې خپله کړې ده. ورپسې هسپانیا او فرانسه په دویم او درېیم مقام کې دي.

د معلوماتو له مخې، افغان پناه غوښتونکي د ۲۷سلنې ونډې سره د ملاتړ ترلاسه کوونکو په سر کې ځای لري. تر هغوی وروسته دوینزویلا وګړي له ۱۶سلنې، او د سوریې او اوکراین وګړي هر یو له ۵سلنې سره په راتلونکو کتارونو کې راغلي دي.

په راپور کې همداراز ویل شوي چې د «فرعي ملاتړ» په برخه کې تر ټولو ډېر کمښت ثبت شوی، چې دا ډول ملاتړ عموماً د جګړه ځپلو سیمو خلکو ته ورکول کېږي او د تېر کال په پرتله نږدې ۵۰سلنه راکم شوی دی.

سره له دې، افغان پناه غوښتونکي لا هم د هغو ډلو له جملې څخه دي چې د منلو لوړه کچه لري او د پناه غوښتنې د ارزونې په دواړو پړاوونو، یعنې لومړني ارزونه او استیناف کې، د مخکښو ملیتونو په کتار کې پاتې دي.

امسو: پاکستان د افغان کډوالو حقونه او ټول نړۍوال معیارونه تر پښو لاندې کړي

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۱۸ GMT+۱
 امسو: پاکستان د افغان کډوالو حقونه او ټول نړۍوال معیارونه تر پښو لاندې کړي
100%

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان یا امسو جنیوا کې د ملګرو ملتونو د «شکنجې پر خلاف کمېټې» په ناسته کې پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه د یاد سازمان موندنې او اندېښنې شریکې کړې. دې غونډه کې د پاکستان د قانون او عدالت وزیر عقیل ملک او په جېنوا کې د پاکستان سفیر هم حضور درلود.

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان یا (امسو) مشر حامد عبیدي د یکشنبې په ورځ (د غويي ۶مه) په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د «شکنجې پر خلاف کمېټې» په ناسته کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه د یاد سازمان موندنې او اندېښنې شریکې کړې او زیاته یې کړه، چې د دغه سازمان نوې څېړنه چې ډېر ژر به خپره شي، په پاکستان کې د افغانانو بشري حقونو وضعیت بیانوي.

حامد عبیدي په دې ناسته کې وویل: «دوی د افغانانو د وضعیت په اړه یوه څېړنه چمتو کړې چې په‌کې د جبري اېستلو د پلان (ای ایف ار پي) منفي اغېزې مستندې شوې دي».

عبیدي زیاته کړه، د دوی موندنې ښيي، چې پاکستان د افغان کډوالو حقونه او ټول نړۍوال معیارونه تر پښو لاندې کړي دي.

د امسو مشر د ملګرو ملتونو د «شکنجې پر خلاف کمېټې» کې چې د پاکستان د قانون او عدالت وزیر عقیل ملک، په جېنوا کې د پاکستان سفیر او ورسره مل پلاوي هم حضور درلود د پوښتنې په بڼه مطرح کړل: «ایا پاکستان دا ارزونه کړې، چې په جبري ډول اېستل شوي افغانان په خپل هېواد کې له کومو احتمالي خطرونو، شکنجې او یا مرګ سره مخ کېدای شي»؟

حامد عبیدي د ملګرو ملتونو د شکنجې پر خلاف له کمېټې څخه وغوښتل، چې پر پاکستان فشار راوړي، څو د افغانانو د وضعیت د ارزونې لپاره یو خپلواک او بې‌پرې نظارتي میکانیزم ومني.

هغه زیاته کړه: «د اخراج د مخنیوي اصل رعایتول یوازې یو حقوقي بحث نه، بلکې د انساني کرامت د خوندیتوب یوازنۍ لار ده».

د هغه په باور، پاکستان له خطر سره د مخ افغانانو په اېستلو سره افغانان له هېڅ ډول قانوني ملاتړ پرته د خطرونو په منځ کې پرېږدي.

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان حکومت په دې وروستیو ورځو کې سره له دې چې په جبري ډول د افغانانو د اېستنې بهیر چټک کړی، د اسلام‌اباد ډېریو ښارګوټو ته په جدي ډول سپارښتنه کړې، چې له خپلو ښارګوټو د ویزو لرونکو افغانانو په ګډون ټول افغان کډوال وباسي او هېڅ ښارګوټی د دې حق نه‌لري چې افغانانو ته د اوسېدو ځای په کرایه ورکړي.

د پاکستان حکومت دغې چارې په پاکستان کې مېشت هغه افغانان چې نورو هېوادونو ته د تګ په تمه شپې او ورځې تېروي سخت اندېښمن کړي دي.