برېښنا شرکت: روسیه له افغانستان سره د برېښنا او انرژۍ په برخه کې همکارۍ زیاتوي

د طالبانو د برېښنا شرکت اجرایوي رییس ملا عبدالحق همکار مسکو ته د خپل سفر په لړ کې د روسیې د انرژۍ وزارت له معیین ولادیمیر خازوف سره د برېښنا او انرژۍ په برخه کې د همکاریو د پراختیا پر اهمیت غږېدلی دی.
