• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو لوړو زده کړو وزارت پر پوهنتون برید د اسلامي او نړیوالو اصولو خلاف عمل وباله

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۴۱ GMT+۱تازه شوی: ۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۱۲ GMT+۱

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په یوه اعلامیه کې د کونړ پر سید جمال الدین افغان پوهنتون د پاکستان برید بزدلانه او د اسلامي او نړیوالو اصولو خلاف عمل وباله. یاد وزارت له نړیوالو بنسټونو غوښتي چې د پاکستان د پوځ ددغه برید پر وړاندې چوپ پاتې نه شي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت نن دوشنبه، د غويي پر ۸مه په یوه اعلامیه کې د کونړ د سید جمال الدین افغان پر پوهنتون د پاکستان د پوځ بریدونه بزدلانه، بې رحمه او د اسلامي او نړیوالو اصولو خلاف عمل بللی.

د طالبانو د وزارت په اعلامیه کې راغلي چې دغه توغندیز برید د غويي په اوومه نېټه شوی او شاوخوا ۳۰ تنه محصلان او استادان پکې ټپیان شوي دي. همدارنګه، د پوهنتون ودانیو او شاوخوا سیمو ته پراخ مالي زیان رسېدلی دی.

د طالبانو لوړو زده کړو وزارت ویلي، ددغه وزارت وزیر ندا محمد ندیم د پوهنتون مسوولینو ته لارښوونه کړې چې ټپیان ژر روغتیايي مرکزونو ته ورسوي.

یاد وزارت ټینګار کړی چې د محصلینو، استادانو او علمي مرکزونو د ملاتړ لپاره خپلې ژمنې ته وفادار دی او د پوهنتونونو او دیني جامعاتو د امنیت د تامین لپاره به له ټولو امکاناتو ګټه پورته کوي.

د وروستیو راپورونو له مخې، د پاکستان پوځ د کونړ ولایت په اسعداباد ښار او سرکاڼو ولسوالۍ او د سیدجمالدین پوهنتون پر ودانۍ د توپ او هاوان بریدونه کړي دي.

د روغتون سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۷ کسان وژل شوي او ۷۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

امریکایي اداره: په جنسي جرمونو محکوم افغان وګړی د کاناډا پولې ته نږدې نیول شوی

۴

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۵

د کابل او اسلام‌اباد پلاوي د استانبول په غونډه کې «ښو پایلو» ته رسېدلي

•
•
•

نور کیسې

په اسټرالیا کې د «ملي مرکې» په غونډه کې د لویې جرګې پر جوړولو ټینګار شوی

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۱۷ GMT+۱
په اسټرالیا کې د «ملي مرکې» په غونډه کې د لویې جرګې پر جوړولو ټینګار شوی
100%

ملي مرکې بنسټ د اسټراليا په ملبورن ښار کې له یو شمیر افغانانو سره د افغانستان پر اوسني وضعیت او حل لارو غونډه کړې او د غونډې ګډونوالو د افغانستان له اوسني وضعیت نه د وتلو لپاره د لویې جرګې پر جوړولو ټینکار کړی دی.

یاد بنسټ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې ناسته کې افغان سیاسي، علمي او فرهنګي شخصیتونو او مدني فعالانو ګډون کړی و.

د ملي مرکې د خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې ملي مرکه د سولې، پخلاینې او ملي یووالي لپاره مهمه اړتیا ګڼل شوې او د ملبورن ناسته یې د اسټرالیا مېشتو افغانانو د همغږۍ په لور یو مهم ګام بللی دی.

په دې ناسته کې د مشروع نظام او اساسي قانون، قومي نفاق، د بشري حقونو نقض، د ښځو تعلیم او کار محدودیتونو، اقتصادي بحران، بېکارۍ او د مهاجرت پراخېدو په اړه خبرې اترې شوې دي.

یادې مرکې ویلي، چې د حللارو په برخه کې د غونډې ګډونوالو د ملي کچې د خبرو اترو د منظم چوکاټ پر جوړېدو، د سیاسي اجماع لپاره د لارې نقشې پر برابرولو، د لویې جرګې لپاره د زمینې پر رامنځته کولو، د باور او یووالي پر پیاوړتیا او د اقتصادي بنسټونو پر جوړولو ټینګار کړی دی.

همدارنګه د افغان ډیاسپورا پر رول ټینګار شوی او ویل شوي، چې بهر مېشتي افغانان باید د ملي یووالي، ګډ دریځ، نړیوالو ته د افغانانو د غږ رسولو او د ښځو د حقونو د ملاتړ لپاره منظمې هڅې وکړي.

ملي مرکې تر دې وړاندې په لندن، برلین، سکرمنتو، کولن، برمینګهم، هامبورګ، ټورنتو، والسال او فرانکفورت کې هم ورته غونډې کړې دي.

د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په سپین بولدک کې لاهم نښتې روانې دي

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۴۹ GMT+۱
د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په سپین بولدک کې لاهم نښتې روانې دي
100%

د کندهار د سپین بولدک او د کوټې د چمن ترمنځ پر ډیورنډ کرښه د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې لاهم روانې دي. ځايي سرچینې وايي، سهارنۍ نښتې د لږ وخت لپاره ودرېدې، خو ماسپښین بیا پیل شوې. دغه نښتې په لقمان، جهانګیر، باچا کلي، عبدالله کنډک او عرب کلا سیمو کې روانې دي.

سرچینې وايي، چې په دواړو خواوو کې د سیمې یو شمېر خلک د نښتو له امله بې ځایه شوي دي.

پاکستاني ځواکونو ادعا کړې، چې دغه نښتې بلوچستان ته پر اوښتونکو وسله والو شوې او اته تنه وسله وال یې وژلي دي.

افغان طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ځايي سرچینې: د کونړ له مرکز وروسته پاکستاني پوځ پر سرکاڼو ولسوالۍ هم بریدونه پیل کړي

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۲۹ GMT+۱
•
عبدالحق عمري
ځايي سرچینې: د کونړ له مرکز وروسته پاکستاني پوځ پر سرکاڼو ولسوالۍ هم بریدونه پیل کړي
100%

په کونړ کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې پاکستاني ځواکونو څو شیبې وړاندې ددغه ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ پر بېلابېلو سیمو د هاوان بریدونه پیل کړي دي. د سرچینو په وینا، «په دې ولسوالۍ کې پاکستاني نظامیانو د عامو خلکو کورونه په نښه کړي او د مرګ ژوبلې راپورونه هم شته».

د کونړ ځینو اوسېدونکو نن دوشنبه، د غويي پر ۷مه وویل، چې د سرکاڼو ولسوالۍ په ځینو سیمو کې د عامو خلکو کورونه په نښه شوي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو انځورونو کې لیدل کیږي، چې له ځینو سیمو تور لوګي پورته کېږي.

د کونړ په مرکز اسعداباد کې د دولتي روغتون مسوولان وايي چې د روانو بریدونو ځینې قربانیان روغتون ته لېږدول شوي دي او ځینو نورو سیمو ته هم امبولانسونه لېږل شوي دي.

ځينې ځايي اوسېدونکي وايي، په یو شمېر نورو سیمو کې پر توغندیزو بریدونو سربېره د ډرون او جنګي الوتکو بریدونه هم شوي دي.

د سرچینو په وینا، له بریدونو سره هممهاله ولسي خلک له کورونو وتلو ته اړ شوي دي.

د کونړ پر مرکز او سرکاڼو ولسوالۍ دغه بریدونه داسې مهال کیږي، چې یوه ورځ وړاندې د غويي پر شپږمه ددې ولسوالۍ ځینو قومي مشرانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې یو شمېر قومي مشرانو د ډیورنډ کرښې پورې غاړې ته د باجوړ ولسوالۍ له مشرانو سره خبرې پیل کړې دي، چې پاکستاني ځواکونه پر کونړ بریدونه ودروي.

د دوی په وینا، تر دې دمه د طالبانو په اجازه د دایمي اوربند د څرنګوالي په تړاو دوه ناستې شوې دي.

د دغو خبرو په اړه قومي مشرانو ډېر جزییات ورنه کړل، خو دواړو لوريو خپل شرایط سره شریک کړي دي.

پر سرکاڼو ولسوالۍ له بریدونو وروسته داسې برېښي، چې ښايي دغو خبرو اترو او د قومي جرګې هڅو پایله نه وي ور کړې.

محلي سرچینې: پاکستاني پوځیانو په سپین بولدک کې پر کلیو د هاوان مرمۍ توغولې دي

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۵۰ GMT+۱
محلي سرچینې: پاکستاني پوځیانو په سپین بولدک کې پر کلیو د هاوان مرمۍ توغولې دي
100%

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل،چې د پاکستاني پوځ په سپین بولدک ولسوالۍ کې پر کلیو د هاوان مرمۍ توغولې دي. د سرچینو په وینا، له دې برید وروسته طالبانو هم غبرګون ښودلی او پر نږدې پاکستاني پوستو یې ډزې پیل کړې دي.

تر دې مهاله د نننۍ نښتو د احتمالي مرګ‌ژوبلې په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي خو د سیمې اوسېدونکي وایي، چې د ډزو غږونه لا هم اورېدل کېږي.

سرچینې زیاتوي چې تېره شپه هم د سپین بولدک ولسوالۍ په اوږدو کې د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه طالبانو پر پاکستاني پوځیانو «غچ‌اخیستونکی» برید کړی دی.

د معلوماتو له مخې تر دې مخکې تېره ورځ پاکستاني پوځیانو د دوستۍ دروازې ته نږدې یو ځايي مزدور ماشوم په ډزو وژلی و چې د همدې پېښې په غبرګون کې شاوخوا د شپې لس بجې طالبانو د عبدالله کنډک په سیمه کې پر پاکستاني پوځیانو برید وکړ.

د ځايي سرچینو په وینا، په برید کې ۶ پاکستاني پوځیان وژل شوي یو بل ټپي او نیول شوی او د یوه وژل شوي پوځي جسد هم د طالبانو لاس ته ورغلی دی.

پاکستاني چارواکو تر اوسه ددې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

د سیمې اوسېدونکي ویلي، چې له پېښې وروسته سیمې ته امبولانسونه ورغلي خو د طالبانو د احتمالي مرګ‌ژوبلې په اړه معلومات نه لري.

طالبانو د غويي ۷مه کمونیستي یرغل او ۸ مه د خدای ستر نعمت ګڼلی

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۳۳ GMT+۱
طالبانو د غويي ۷مه کمونیستي یرغل او ۸ مه د خدای ستر نعمت ګڼلی
100%

طالبانو د غويي د اوومې او اتمې نیټې په مناسبت په یوه پیغام کې د ثور اوومې کودتا کمونیستي یرغل او د ثور اتمه د خدای ستر نعمت ګڼلی. دې ډلې دا هم ویلي، چې د ثور له اتمې نیټې وروسته تنظیمي جګړو او داخلي شخړو د خلکو هیلې په نهیلۍ بدلې کړې.

د طالبانو ویاند د دوشنبې په ورځ په یوه خپاره شوي پیغام کې ویلي چې ۴۸ کاله وړاندې، د ۱۳۵۷ کال د غويي پر اوومه نېټه، د هغه وخت د حکومت پر وړاندې ترسره شوې «کمونیستي کودتا» په افغانستان کې د «کمونیستي یرغل» لپاره زمینه برابره کړه.

د ۱۳۵۷ کال د غويي په ۲۸مه د افغانستان د خلکو ډیموکراتیک ګوند د هغه وخت ولسمشر محمد داود خان حکومت د یوې پوځي کودتا له لارې نسکور کړ. په دې پېښه کې داود خان، د هغه د کورنۍ غړي او ساتونکي په ماڼۍ کې ووژل شول.

د طالبانو په پیغام کې راغلي چې دا کودتا د افغانستان د خاورې د نیولو او د کمونیستي ایډیالوژۍ د تپل کېدو په موخه شوې وه. دوی ټینګار کړی چې افغانانو د شلمې پېړۍ پر مهال په هېواد کې د شوروي «استعماري خوب» د عملي کېدو مخه نیولې ده.

طالبانو د ۱۳۷۱ کال د غويي اتمه یوه تاریخي او ویاړلې ورځ بللې او دا یې د «خدای لوی نعمت» ګڼلی.

دا ورځ د مجاهدینو د بریا له ورځې سره برابره ده، چې د ډاکټر نجیب الله حکومت پکې سقوط وکړ او مجاهدین کابل ته ننوتل.

په اعلامیه کې ویل شوي چې افغانانو هغه مهال هیله لرله چې له ۱۴ کلنې جګړې وروسته به سوله راشي، خو د جهادي ډلو ترمنځ اختلافاتو کورنۍ جګړې رامنځته کړې او دا هیلې یې له منځه یوړې.

طالبانو ویلي چې د دوی تحریک د همدې لپاره رامنځته شوی و، څو یووالی رامنځته کړي، ګډوډي ختمه کړي او یو شرعي نظام جوړ کړي او په وینا یې دا هدف اوس ترلاسه شوی دی.

د یادونې وړ ده چې د غويي اتمه پخوا عامه رخصتي وه، خو د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته دا ورځ له رسمي کلیزې څخه لرې شوې ده.