• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په جنوبي سوډان کې د کوچنۍ مسافر وړونکې الوتکې د لوېدو پېښه کې ۱۵ کسان وژل شوي

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۳۱ GMT+۱

د جنوبي سوډان په هوايي فضا کې د یوې کوچنۍ مسافر وړونکې الوتکې د لوېدو له امله ۱۵ کسان وژل شوي دي.

د بي‌بي‌سي انګلیسي د راپور له مخې، دغه الوتکه د دوشنبې په سهار د پلازمېنې جوبا په لور روانه وه، خو د الوتنې شاوخوا ۳۰دقیقې وروسته یې د هوايي ترافیک له کنټرول سره اړیکه پرې شوه.

د جنوبي سوډان د ملکي هوايي چلند ادارې ویلي، چې د پېښې د علت معلومولو لپاره پلټنې پیل شوې دي.

لومړني راپورونه ښيي، چې ښايي الوتکه د خرابو هوايي شرایطو، په ځانګړي ډول د لید د سخت کمښت له امله غورځېدلې وي.

د مسافرو د نوملړ له مخې، په دې الوتکه کې ۱۵ کسان سپاره وو، چې پکې یو پیلوټ او ۱۴مسافر شامل وو. له دې ډلې ۱۳کسان د جنوبي سوډان او دوه نور د کینیا وګړي وو.

جنوبي سوډان په وروستیو کلونو کې د هوايي چلند پېښو له ګڼو ستونزو سره مخامخ شوی، او د دغه هېواد د الوتنو د خوندیتوب په اړه اندېښنې لا هم دوام لري.

ترویج لرونکی

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه
۱

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه

۲

د کابل او اسلام‌اباد پلاوي د استانبول په غونډه کې «ښو پایلو» ته رسېدلي

۳

امریکایي اداره: په جنسي جرمونو محکوم افغان وګړی د کاناډا پولې ته نږدې نیول شوی

۴

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۵

پخواني ولسمشر اشرف غني له شپږ میاشتني ځنډ وروسته بېرته پاډکاسټونه پیل کړل

•
•
•

نور کیسې

د اټومي تړون غونډه کې کړکېچ؛ امریکا د ایران ټاکنه «سپکاوی» وباله

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۲۷ GMT+۱
د اټومي تړون غونډه کې کړکېچ؛ امریکا د ایران ټاکنه «سپکاوی» وباله
100%

امریکا او ایران د ملګرو ملتونو په یوه مهمه غونډه کې، وروسته له هغې لفظي شخړه کې ښکېل شول چې تهران د اټومي وسلو د نه‌خپرېدو تړون (این ټي پي) د ارزونې کنفرانس مرستیال مشر وټاکل شو. واشنګټن دا چاره «د منلو وړ نه» بولي.

د اټومي وسلو د نه‌خپرېدو تړون (این ټي پي) د پلي کېدو د ارزونې ۱۱مه نړیواله غونډه د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو په مرکز، نیویارک کې پیل شوه، چې پکې د بېلابېلو هېوادونو ترمنځ پر اټومي مسایلو توندې ناندرۍ راپورته شوې دي.

په دې غونډه کې ایران د کنفرانس له لسګونو مرستیالانو څخه د یو په توګه وټاکل شو، چې د غیر متعهدو هېوادونو ډلې له لوري نومول شوی و. خو د امریکا استازي دا پرېکړه په کلکو ټکو وغندله.

د امریکا د وسلو د کنټرول او نه‌خپرېدو د ادارې مرستیال کریسټوفر ییو ویلي چې د ایران ټاکنه «د این ټي پي اصولو ته سپکاوی» دی. هغه ادعا کړې چې ایران د اوږدې مودې راهیسې د دې تړون د ژمنو پر وړاندې «بې‌پروايي» ښودلې او له نړیوالو اټومي څارونکو سره یې همکاري نه ده کړې.

هغه زیاته کړې: «د ایران ټاکنه نه یوازې شرموونکې ده، بلکې د دې کنفرانس اعتبار ته زیان رسوي.»

بل لور ته، د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې لپاره د ایران استازي رضا نجفي د امریکا دا څرګندونې رد کړې او هغه یې «بې‌اساسه او سیاسي» وبللې. نوموړي ویلي: «دا د منلو وړ نه ده چې امریکا، چې یوازینی هېواد دی چې اټومي وسلې یې کارولي، ځان د نورو د حساب ورکولو قاضي ګڼي.»

د ایران اټومي پروګرام د واشنګټن او تهران ترمنځ د روانو سیاسي او پوځي ترینګلتیاوو له مهمو موضوعاتو څخه دی. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ټینګار کړی چې ایران ته به د اټومي وسلو د ترلاسه کولو اجازه ورنه کړل شي.

ایران بیا ټینګار کوي چې د یورانیمو بډایه کول یې یوازې د سوله‌ییزو موخو لپاره دي، خو لوېدیځ هېوادونه اندېښنه لري چې دا پروګرام ښايي د اټومي وسلو جوړولو ته لاره هواره کړي.

په همدې حال کې، ایراني سرچینو د کړکېچ د حل لپاره یو نوی وړاندیز هم مطرح کړی، چې له مخې به یې د اټومي پروګرام بحث تر جګړې وروسته وځنډول شي او د خلیج د لېږد رالېږد اړوند اختلافات به حل شي.

دا په داسې حال کې ده چې سپینه ماڼۍ وایي د ایران په اړه د امریکا «سرې کرښې» روښانه دي او واشنګټن به د خپلې امنیتي تګلارې پر پلي کولو ټینګ ولاړ وي.

فرانسې افغانستان ته د ۴۲ ټنه خوراکي او طبي مرستو چوپه لېږلې ده

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۵۶ GMT+۱
فرانسې افغانستان ته د ۴۲ ټنه خوراکي او طبي مرستو چوپه لېږلې ده
100%

د فرانسې حکومت ویلي، چې د ایرباس بنسټ په ملاتړ سره شاوخوا ۴۲ټنه بشري مرستې د افغانستان ملکي وګړو لپاره د اروپا د بشري هوايي دهلېز له لارې لیږدول شوې دي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، چې دا مرستې د بحران او ملاتړ د همغږۍ مرکز له خوا تنظیم شوې دي او په کې ۲۶۸۰بکسونه د درملیزو چمتو خوړو او شاوخوا یو ټن طبي تجهیزات شامل دي.

په اعلامیه کې راغلي، چې دغه مرستې به ملګرو ملتونو ته وسپارل شي او د هغو شاوخوا ۳۲۰۰ماشومانو د درملنې لپاره به وکارول شي، چې تر پنځه کلنۍ کم عمر لري او د شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دا اقدام د اروپايي ټولنې د بشري هوايي دهلېز یوه برخه ده، چې د ۲۰۲۶کال په مارچ میاشت کې د افغانستان د حیاتي خوراکي توکو د کمښت د مخنیوي لپاره پیل شوی دی.

تر دې وړاندې هم د درې ورته پروازونو له لارې له ۲۷۰ټنو څخه زیات د درملیزو خوړو مرستې افغانستان ته انتقال شوې دي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، نږدې ۲۲میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري، چې په کې ۷،۵میلیونه ماشومان او امیندواره یا شیدې ورکونکې ښځې د خوارځواکۍ له جدي ګواښسره مخ دي.

په اعلامیه کې همداراز ټینګار شوی، چې فرانسه به د ملګرو ملتونو او په افغانستان کې د فعالو نادولتي سازمانونو له لارې خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

د بریتانیا پاچا او ملکه په یوه رسمي سفر امریکا ته رسېدلي دي

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۴۲ GMT+۱
د بریتانیا پاچا او ملکه په یوه رسمي سفر امریکا ته رسېدلي دي
100%

د بریتانیا پاچا چارلز او د هغه مېرمن کامیلا د دوشنبې په ماسپښین په یوه رسمي دولتي سفر امریکا ته رسېدلي دي.

دا څلور ورځنی رسمي دولتي سفر په داسې وخت کې ترسره کېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې د ځینو وروستیو پېښو او سیاسي ترینګلتیاوو له امله لا حساسې شوې دي.

دغه سفر د سپینې ماڼۍ د خبریالانو د مېلمستیا په مراسمو کې له ډزو وروسته ترسره کېږي، چې د امریکا او بریتانیا ترمنځ د امنیتي اندېښنو او سیاسي بحثونو فضا یې لا زیاته کړې ده.

دا سفر د چارلز درېیم د واکمنۍ تر ټولو مهم او اغېزناک دولتي سفر بلل کېږي. همداراز دا سفر د امریکا د خپلواکۍ د اعلان د ۲۵۰مې کلیزې له نمانځلو سره هم‌مهاله ترسره کېږي، چې تاریخي اهمیت لري.

راپورونه وايي، دا په تېرو شلو کلونو کې امریکا ته د بریتانیا د یوه پاچا لومړنی رسمي سفر دی، چې د دواړو اوږدمهالو متحدینو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا هڅه ګڼل کېږي.

د طالبانو دفاع وزارت: په پکتیا کې مو د وسلو او مهماتو د قاچاق مخه نیولې

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۱۷ GMT+۱
د طالبانو دفاع وزارت: په پکتیا کې مو د وسلو او مهماتو د قاچاق مخه نیولې
100%

د طالبانو د دفاع وزارت اړوند ۲۰۳ منصوري قول اردو وایي، چې د پکتیا ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې د کشفي عملیاتو پر مهال لسګونه میله وسلې، مهمات او په تړاو یې دوه قاچاقبران نیول شوي دي.

د طالبانو د دفاع وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې قول اردو منسوبینو د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ د شهرنو په سایمه کې ځانګړي کشفي عملیات ترسره کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې، په دغو عملیاتو کې ۵۸میله تفنګچې، یو شمېر مرمۍ او یوه عراده فیلډر موټر نیول شوي دي.

د طالبانو دفاع وزارت وایي چې، ددغه وسلو او مهماتو په تور یې دوه کسان هم نیولي دي.

له عراقچي سره په لیدنه کې؛ پوتین له ایران سره د ستراتیژیکو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۳۹ GMT+۱
له عراقچي سره په لیدنه کې؛ پوتین له ایران سره د ستراتیژیکو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی
100%

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له عباس عراقچي سره په لیدنه کې ویلي چې روسیه غواړي له ایران سره خپلې ستراتیژیکې اړیکې دوامدارې وساتي او لا یې پیاوړې کړي.

پوتین د سیمې وضعیت ته په اشارې ویلې چې روسیه چمتو ده د منځني ختیځ د سولې او ثبات لپاره هر ډول ډیپلوماټیکې هڅې وکړي او هیله یې وښوده چې په نږدې راتلونکي کې به سوله ټینګه شي.

له بلې خوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وویل چې د ایران او روسیې اړیکې یو ستراتیژیک شراکت جوړوي چې دا به دوام وکړي او لا به هم پیاوړې شي.

د راپورونو له مخې، ایران او روسیې تېر کال د ۲۰ کلنې ستراتیژیکې همکارۍ تړون لاسلیک کړی او دواړه هېوادونه د انرژۍ، دفاع او سیمه‌ییز سیاست په برخو کې پراخې ګډې ګټې لري.

دغه لیدنه په داسې وخت کې شوې چې په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي او نړیوالو فشارونو کچه لوړه شوې او مسکو هڅه کوي د ډیپلوماسۍ له لارې د کړکېچ د کمېدو لپاره مثبت رول ولوبوي.